افغانستان په وچه کی راګیر هیواد، چی د مرکزی اسیا په جنوب کی موقعیت لری ، ددی هیواد موقعیت د یو ستراتیژیکی نقطی په څیر ختیځ ، لویدیځ
او د منځنی ختیځ هیوادونه دیو بل سره نښلوی .
افغانستان ۶۴۷۵۰۰مترمربع مساحت او ۲۰۰۹ کال دی تخمین پر بنسټ یی د وګړو شمیر ۲۸۱۵۰۰۰۰ته رسیږی.
دافغانستان په طبعی زیرمو کی سره زر، مس ،سپین زراو جست په جنوب شر ق کی قیمتی او نیمه قیمتی کاڼی په شمال شرق کی ، اوپه یو زیاته کچه اومه نفت په شمال کی شامل دی ، ا کرچه د ددی هیواد د طبعی منابعو نه د هغو مکرر یرغلونو پر اساس چی دی هیواد په دی نږدی وختونو کی تجربه کړی ګټه نه ده پورته شو .
د ۲۰۰۱ کال د طالبان د سقوط نه وروسته هم، افغانستان د ډیروغریبو هیوادنو له ډلی نه یو هیواد دی ،چی څلویښت په سلو کی وګړی یی دفقر د کرښی لاندی ژوند کوی ،اقتصادی پرمختک په کی ډیرزیات اهسته روان دی ، او ددی ترڅنک افغانستان په زراعت د ګاونډایانو سره په تجارت او په بهرنیو کومکونو پوری تړلی هیواد دی .دا هیواد تر اوسه پوری داساسی سهولیتنو لکه هستوکنځی ، پاکی اوبه ، روغتیایی خدمتونه او برق له نه شتون سره مواجه دی .
هغه ستر ګواښونه چی د افغانستان اقتصادی پر مختګ ورسره مواجه دی له ضعیف اجرایوی او حکومتی سیستم ،جنایتونه او د امنیت له نه شتون څخه عبارت دی
دافغانستان اقتصادی وده
دنړیوال بانک راپورداسی ښی چی دد۲۰۰۱ کال راهیسی د افغانستان په اقتصاده ضعیت کی یو مثبت بدلون رامنځته شوی کوم چی د یوی ښی زندکی لامل ګرځیدلی دی.
دمیلیونونوامرایکای ډالروکمک دافغانستان په اقتصادی وده مثبت اغیزه کړی ده ، سربیره پردی په پراخه پیمانه زراعتی تولیداتو هم کمک کړی ترڅو دهیواد اقتصادی وضعیت ده هغی نه ښه کړی کوم چی په ۱۹۹۸بیاتر ۲۰۰۱ کال پوری وه
په کال ۲۰۰۵ کی دافغانستان دنشی توکو نه پرته په داخلی ناخالصو تولیداتو کی څوارلس په سلو کی زیاتوالی راغلی ، د کوکنارو ، تاریاکو
،مورفینو،هیروینواو نور داسی غیر قانونی نشی توکو کښت دا افغانستان دداخلی ناخالصو تولیداتو یو پر دریمه برخه تشکیلوی ،او تقریبا ۳،۳ میلیونو افغانانو ژوند د تاریاکاو په تولید پوری تړلی دی.
په اقتصاد زیر بناءو کی لکه د پایب لاین ،اوهمدارنګه د دوه امریکا یی شرکتونو له خوا دابو د کانال زیسیون بیا روغونه ، سرکونه او دبرق په جوړولو کی مهم پرمختک رامنځته شوی دی
او بل د یادونی وړ اړخ چی دافغانستان داقتصادی وضعیت به ښوالی کی یی ستر رول لوبولی هغه د پنځه میلیونه افغان کډوالو راستنیدل وه خپل هیواد ته،چاچی هیواد د سیاسی او اجتماعی بدلونونو په نتیجه کی پریښی وه،دوی بیرته دیو مکمل بدلون سره راستانه شول او دځان سره یی د یادونی وړمهارت او سرمایه راوړه تر څو په هیواد کی دننه دهستوکنی ځایونه دسره ودان کړی.
اودا هر څه د بازار دسیستم د دوباره جوړیدلو سبب شو،کوم چی دکار مندلو په برخه کی خورا زیات اهمیت لری .
۲۵ میلیونه امریکای ډالرو په لکښت په دوبی کی میشت افغانی کورنی له خوا د کوکاکولا بوتلونو د تولیدی فابریکی پرانیستل په افغانستان کی د کار مندنی په برخه کی یو ستر عامل کڼل کیږی
دمالی سکتور په برخه کی هم فوق العاده پرمختک رامنځته شوی دی ، د ۲۰۰۳ کال راهیسی ۱۶ بانکونو په کار په کار پيل کړی چی مشهوره بانکونه عبارت دی له دافغانستان نړیوال بانک، کابل بانک، عزیزی بانک، او دوړو قرضو ورکولو بانک ، چی اوس دهمدی بانکونو له لار هیواد ته او دهیواد نه بهرپیسی استول کیدلای شی .
اوس مهال په لوړه کچه دافغانستان داقتصاد د پرمختک وړاند وینه کیږی ، د امریکا د جیولوجیکی اداری او دافغانستان د کانونواو صنایعو وزارت سرویګانو داسی ښودلی چی په افغانستان کی په لوړه کچه طبعی زیرمه موجود دی کومی چی به د افغانستان دداخلی ناخالص تولید په زیاتوالی کی ستر رول ولوبوی
دا طبعی زیرمی عبارت دی له
۱تر ۳۶ تریلیونه کیوبیک فیټ (۱۰۰۰کیلومتر مربع) طبعی ګاز
۲ ۳.۶بیلیونه بیلره (۵۷۰۰۰۰۰۰ متر مربع )خام نفت
۳ تر ۱،۳۲۵ میلیونه بیلره مایع ګاز
ژباړونکی: احمدزی افغان