پوښتنه : مهربانی به مو ویی که ویونکو ته ځان ور وپیژنی
ځواب : زه دار الامان قصر دکابل دښارغرب ته په ۸ کیلو متری کی د د چهاردی په سیمی کی د افشارو په غونډه باندی ځای لرم ،په ۱۳۰۴ هجری لمریز کال کښی می د ودانی کار پیل او په ۱۳۰۶ کال کی بشپړ شوم ،زه په خپله غیږه کی ۱۵۰ خونی لرم
ډیره مننه
پوښتنه :- اوس که دا راته ووایی چی ستاسو د ودانولو افتخار د چا په نصیب دی
ځواب :- دستر غازی امان الله خان ، زما تعمیر د غازی امان الله خان د د وطن دوستی او ترقی غوښتنی یو ستره بیلګه ده
مننه
پوښتنه :-که دخپل ژوند له حالاتو مو لږ خبر کړی
ځواب :-دی خپل ژوند لمړی ۲ کاله می ډیر په خوند تیر کړه ، خو کله چی د سقو زوی راغی نو مانه یی هر څه واخیستل زما شان او شوکت ختم شه ، خو دی هر څه سره پدی خوښ یم چی چی د وطن اصیلو بچیانو هغه هم تر ډیره پری نښوده کنی زه خو به لا ډیر پخوا ویجاړ شوی وم ، دپښتنو بچیانو سره می ښه وخت تیر کړ غازی نادرخان ،ظاهر خان یی سردار داود خان د ا ټول غښتلی په ما او په وطن مین خلک وه ، لنډه دا چی ټول پښتانه زما په قدر پوه وه ، زه یی ساتلم ، زما یی خیال ساته ، زما احوال ته به راتلل زه به یی نازولم اوس دی خدای دو ونازوی
خدای توبه کله چی د ډاکترصیب نجیت حکومت سقوط وکړه نو یوه وحشی بی فرهنګه غله فاسده ډله پر ما حاکمه شوه چی ماتی یی زما دی ماشوم توب دوره را په زړه کړه دی دواړو ډلو هیڅ توپیر نه در لوده یو شان دبی فرهنګی کچه یو شان د چور او تالا کولو انداز یو شان فاجر او فاسق خلصتونه ، خلاصه داچی ما داسی فکر کاوه چی د سقاوی مکتب یو بله دوره فارغه او ټولنی ته د چور او چپاول لپاره وړاندی شوه ، تر څو هغه هر څد خاورو سره خاوری کړی کوم چی پښتنو بچیانو په ډیره میړانه د خپلی مور په غیږ کی ودان کړی وه ، او زما ځوانی هم همدغه همال د خاورو سره خاوری شوه
مننه
پوښتنه :-دژوند خوږه او تر خه خاطره مو
ځواب ، زما دژون دا ستر خوږه خاطره ده چی زه د غازی اما الله خان په لاسونه ودان شوم ، او زما نوم دافغانستان د استقلال د ورځی سره تر اوسه څه نا څه یا دیږی ،او زما دژند تر ټولو تر خه خاطره دمسعود د نامه سره تړلی ده دا هغه ستر خاین دی چی زه یی دی حالت را ورسولم ، زما ټوله دارایی یی چور کړه او بیاهم لکه د خپل پلار په شان زما ورانولو ته ملا وتړله ، ماهم چی له پښتنو سره ډیر وخت تیر کړی او دهمدی غیرتی قوم عادت راکی پاتی دی تر دی حالته چی ټول بدن می سوری سوری شو بیاهم ددی ځناورو په وړاندی مقاومت وکړ ا و همداسی ولاړ پاتی شوم او پری می نښوده چی ددی ځناورو ستره ارزو چی زما نسکوریدل وه پوری شی خو اوس زه هم نور کمزوری شوی یم د پوښتنی می څوک نشته ،په خپل حال چی سوری سوری پروت یم او دپوښتنی می هم څوک نشته ژړا راشی ، او کله خو په چیغو چیغو وژاړم، خو بیا چی کله د پښتانه وګورم چی حال یی له ما بدتر دی نو ځان رانه هیر شی او ددوی په فکرشم ، داځکه چی زما سوکالی اوخوشالی پښتنو سره چی ددی خاوری اصلی بچیان دی تړلی ده مننه
پوښته :-له به راشی چی بیرته ودان شی
ځواب، ما تاسو ته وویل چی زما ابادی پښتنو سره تړلی ده که چیری زما پښتانه چی اوس دی هری خوانه په مصیبتنونو کی راګیر دی لږ په ارام شی نو لری نده چی زه به یو ځل بیا په نړیواله کچه د خپلو همځولو سره دی سیالی جوکه شی او اوس چی فکر کوم انشا الله دا وخت په رارسیدو دی
مننه
پوښتنه :- په اخر کی څه بیغام لری
ځواب :- ولی نه زما د ټولو تاریخو ودانیو نه دا هیله ده چی هر هغه څوک چی د پښتنو سره دښمنی کوی خپل خواته نږدی مه پریږدی
او ځوانه ته خو هو پښتون یی ، نو یو خبر درته کو م اوهغه دا چی اول په ټولو پښتنوباندی زما سلامونه وایه ، او بیا ورته وایه چی خدای ته وګوری نور دا هر څه بس کړی ، سره یو شی او دنیا ولړزوی ، نه چی په بی اتفاقی کی مو دنیا تاسی داسی ولړزوی چی نابود مو کړی
هوښیار شی ، خپل دوست او دښمن وپيژنی ، زدکړی ته مخی کړی نه دا چی ښونځی وران کړی ، بس دردونه زیات دی
خو هم دومره بس دی
او تا نه هم زیاته مننه احمدزی افغانه چی زمونږ د زړه سره مو خواله وکړه کامیابه او سرلوړی اوسی.
افغانستان زنده باد
لیکنه احمدزی افغان جرمنی