غزل
یوه لحظه دې انتظار کولای نــــــــــــشم
نور که نه راځي پرسان کولای نـــــــشم
ډیر وخــــــت تیر شــو دلیدو په آمید یاره
په تیر شوی وخت ګفتار کولای نــــــــشم
نور شیبي د انـــــــتظارمي کړه رالنـــــډی
نـــــور دمینــــــــي یار په دار لیدلای نشم
که مي اوښکی په مخ جوړ کړي دریابونه
خو بیا هم تا په ژړا لـــیدلای نــــــــــــــشم
دومره ته چي په ما ګـــران یی بل به نوی
ستا پر سپین مخ تور رخسار کتلاي نــــشم
زه د مینې اورکی ســـــوځم دود می خیژي
د ســــــمون سره جفا کولای نـــــــــــــــشم
پ۰۷/۰۴/۱۳۸۵
صفی الله سمونرمیوال
18.06.2010
- صفی الله سمون
وطن
وطنه تاکی باتوران اوسیږي
تاکی دمینې خاوندان اوسیږي...
29.06.2010
- صفی الله سمون
سهاک يا ساک دپښتنو هغه قبېله ده چې دنا مه رېښه يې ډېره لر غو نې او د حضرت مسيح عليه السلام د زېږېدو نه ٥٠٠ کلونه وړاندې هغو سا کانو ته رسيږي چې دسيستان او هيلمند په حوزه کې او سېدل چې ددوی اصلي ټا ټوبی ساکستان ياسګستان وچې عر بو ورته سجستان وايه او په فارسي کې ورته سيستان ويل کيږي ٠ دغه ساکان په اصل کې کو چيان وو او دمسيح دمېلاد نه ٦ پېړۍو ړاندې د امو دسيند، فر غانې او دچيني تر کستان دسنکيانګ دحوزې نه يې په لېږد پيل وکړ او دسيستان سيمې ته يې ځا نونه ورسول چې وروسته دافغا نستان په...