وطن

وطنه تاکی باتوران اوسیږي

تاکی دمینې خاوندان اوسیږي

تاکی روانی دی میو ویالي

تاکی نن پیغلی او ځوانان اوسیږي

تاکی پراته لعل اوګوهردی ګوره

تاکی ښخ شوی لراوبر دی ګوره

تاکی ښکلا تاکی افغان اوسیږي

تاکی دسپیني خولی جانان اوسیږی

تانه دمینې آوازونه راځی

تانه بیلتونه ته چیلینجونه راځی

تاکی میرویس او احمدشاه اوسیږي

تاکی سلطآن غزنوی ګران اوسیږی

تاکی رپیږی نن بیرغ دجهان

تاکی ړندیږي د رقیب ګوډاګیان

تاکی شعار تاکی ایمان اوسیږي

تاکی دپاک رسول یاران اوسیږي

ستادګلشن نه دبلبلو آواز

ستا دمکتب نه ملغلرو آواز

نن خو می بیا تردي غوږونو راځی

وطنه ستاددی لښکترو آواز

تاکی ښکلا تاکی وفا پرته ده

ستا په ژړا کی می خندا پرته ده

تا نابغه تاسرداران روزلی

ددي ملت تا رهبران روزلی

داستا په غیږکی یی خاپوړی کړی

داستا په خاوره کی یی شولی کړی

تاکی سمون دمینې ویاړ اوسیږی

خوله ترینه اخلم که می پلار اوسیږي

صفی الله سمون نرمیوال

۰۵/۰۳/۱۳۸۶