تنهاپروت يم په بسترکوم خوبونه

نوردسترګومي طواف کړي په ملکونه

که تمام جهان يوبل خواسره واوړي

زه دخپل وصال په فکر يم محذونه

سر مي ايښى دژړا په بالښته دی

تنها وړمه اورد عشق په اند امونه

 سرتورسريمه ولاړ په سره افتاب کې

مسافر يمه او قات سخت مي جوند ونه

هيڅ مي ‌‌تمع نه ورکېږي ستا له مخ نه

که لاوکړې تردې زيات پرماجبرونه

د جميل به ستاوصال ترهاهېرنه شي

چې يې سردلحد خښتې وواهو نه

شهيد عبدالمجيل شيلګرى