علم هنر دی راسره خو ښکاره ولای نشم
وینی قطری قطری تری څاڅی لمسولای نشم
افغانه تا نه شم قربان زه په تمامه نړۍ
تاکی پراته لعل او جوهر دی پټ ولای نشم
کتابه تاکړه لار روښانه رهنمایی زمونږ
قلمه تاکی ښه بسیار دی بد لیکلای نشم
علم جنت دی او لارښود دی هم ډیوه ډیوه دی
نورمی قلم لاس کی اخیستی جنګ کولای نشم
مونږه نادان وو پرون هر ځای استعمال کړو پردو
نور بیګانه ستارخان کی زه ډوډی خوړلای نشم
افغانه کلک شه خپل لیاقت نړې ته وښیه ته
لاس دی په کار شه نو دسوال لاس اوږدولای نشم
ځان ته د علم په ګیڼه باندی سمبال کړه بیایی پایله ګوره
وایی دنیا به افغان وګوره زغملای نشم
دبدمرغی ټکی پدی کی دی افغانه وروره
ژبه یی راکړه واک د بل دی کړیدلای نشم
زمونږ مسیر خو تل معلم دی مونږ یو پښتانه
ځکه اسلام زمونږ دین دی نور منلای نشم
پیشرفت راپاته د پیړیو د رهبر زمونږه
زه امتی د مصطفی یم بد ویلای نشم
په وآزه خوله زما قلم چیغی نن تاته وهی
سمون عاجز دی د غرور کاسه کتلای نشم
صفی الله سمون
۲۳/۱۱/۱۳۸۵