&g

مورجانې

مورجانی زه دی هیرولای نشم
دمورپه شان دی نازولای نشم
ګوره خفه نشی زمانه موری

داستاسوحق زه اړولای نشم
ماته ښیراونه کړی ګرانی موری

اخیرزه تانه بیلیدلای نشم
t; ماته بښنه وکړه ګوره موری

که نه دوزخ کی اوسیدلای نشم
جنت خوستاسودپښولاندی دی


ماته دوعا وکړه دمینی غیږی

ماته شفاوکړه دمینی غیږی
ستاد دوعاپه امید زه مورجانی

لرمه هرڅه والله زه مورجانی
ستا نصحت چی راسره وی غوږ کی

هغه الفت چی راسره وی غوږکی
هغه نازونه و محبتونه داستا

هغه خواږه خواږه یادونه داستا
اوس هم ښکاریږی په کردار زماکی

نه می هیریږی ګوره ټول زمان کی
ته پښتنه وې زه هم یمه پښتون
ته زرغونه یی زه هم یمه پاڅون
زه دی روزلی یمه خپلی غیږکی 
زه دی لوی کړی یمه خپلی غیږکی
ماته دی راکړله په پیو مینه
ددغو خوارو ببرسرو مینه
دهیریدلو نده هیڅکله هم
دخپلو میندو او سپین سرو مینه
موری داستا دلاس ثمر دی ګوره
غزل می ستا د مینی پل دی ګوره
لکه خوشحال او رحمان زه به هم شم
فاتح هنداو سمرقند دی ګوره
تاراته راکړه تربیه دعلم
د اسلام ښه شانته ګیڼه دعلم
اوس به پری لیکم صفتونه داستا
ښکلی شعرونه غزلونه داستا
ستاصفتونه خلاصیدلای نشی
زما امیدونه کمیدلای نشی
بس نوهر څوک پوهیږی ستا په عزت
چی ککری کی یی وی لږشان مغزیت
موری دوعا دی غواړم دا رانغا ړم
په اخرت او په دنیا دی غواړم
او موری سمون ته کامیابی نصیب کړی 
لیلا یی ته په زندګی نصیب کړی

صفی الله سمون