اداره (منجمېنټ)
روح الله وفا د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځۍ د دودیم کال محصل
څرنګه چې د هر كار او هر مسئوليت ترسره كېدل اړين دي، همدارنګه ضروري ده، چې دا كار او مسئوليت په غوره او منظم ډول تر سره شي، تر څو يې په تر سره كېدو كې ستونزې را وټوكېږي او كه ستونزې سر راپورته هم كړي، هغه بايد په اغېزناك ډول حل شي. له همدې ځايه ده، چې اداره او سمبالښت او يا كه علمي نوم ورته واخلو منجمېنټ (management) د ژوند په هر كار اوبار كې ضروري دى. پدې مانا چې هر كار بايد په سهي او منظم ډول تر سره شي. يا په بله وينا، راشي‌ء چې د ژوند هره ستونزه وڅېړو او د حل لاره یې پیداکړو! بس د ستونزې څېړل او د هغې لپاره مناسب حل موندل اداره او سمبالښت بلل كېږي. 
اداره څنګه مهمه ده ؟
د ادارې له نامه څخه څرګندېږي، چې د ژوند په هره برخه كې اداره ضروري ده، خو د لازېات پوهاوي لپاره لاندې څیزونه دادارې اهمیت ښه څرګندوي:
هر كار د يو هدف لپاره ترسره كېږي نو اداره هغه څه دي، چې سړي ته ګام پر ګام معلومېږي، چې اوس څومره خپل هدف ته نېږيدې ياست، له هغه څخه كار نه ګډوډېږي او هم خپل هدف ته ژر رسېږي.
دمصرف یا لګښت راټیټونه یا په لږه پيسو او پانګه ډېر كار ترسره كېږي، يا په بله وينا له سړي نه بېځايه پيسې نه مصرفېږي.
هره شېبه د انسان د ژوند ارزښتناكه برخه ده، اداره له سړي سره مرسته كوي، چې ډېر كار په لږ وخت كې ترسره كړي او هم د وخت له ضايع كېدو څخه مخنيوى كوي.
د بېلابېلو مادي او معنوي ګټو په پام کې نیولو سره د فعالیتونو بشپړول او د خپلو افرادو مشخصات او ځانګړتياوې په پام كې نیولوسره خپلې دندې په ښه توګه پر مخ بېول او همدارنګه خپل كړه وړه په مثبته بڼه پر مخ بېول او مثبت كار ته د خپلو افرادو هڅول دا ټول د ښې ادارې په نتيجه كې لاس ته راځي: 
د منجمېنټ په رڼا كې د هر شي او هرې ستونزې لپاره ځان ته كړنلاره جوړېداى شي، خوپه عام شکل او ټولنیز ‌‌ډول اداره پېژندل اړين دي او د ستونزو په حل کې بايد ګټه ترې واخيستل شي، نو ويلاى شي چې په هرڅه كې بايد ځانګړى اداري فكر ولرو لكه: 
دخپل ځان اداره 
دخپلې کورنۍ اداره 
دخپل کلی اداره 
د خپلې ټولنې اداره 
دخپلو چارو او كاراوبار اداره
ډیر داسې مسایل شته دی چې د منظمې ادارې تر کنترول لاندې پکې کوم مشکل نه پیداکیږی او په ښکلی او ښه شکل پر مخ ځي د بیلګې په توګه که یوه کورنۍ ترمنظمې ادارې لاندې په مخ لاړه شي بې له کومې ستونزې به دکورنۍ هرکار په ښه شکل صورت ومومي، يا په بله وينا تاسې وګورئ، چې په خپل چاپېريال او كلي كې څومره كورنۍ ګورئ، چې خوشالۍ، ستونزې او هرڅه يې بېل بېل دي دا ټول د هغوى په اداره پورې تړلي دي.
ښه نو اوس راځئ، چې د ادارې په هكله لاندې معلومات ولولو:
دادارې تعریف: 
په منظم او پلان شوې طريقې سره د يوكار ترسره كول او له اړونده كار څخه ټاكلې موخه ترلاسه كول دي يا اداره هغه چاپېريال دى، چې په هغه كې انفرادي كسان په ډله ييزه او اغېزمنه توګه كار كوي ترڅو ټاكل شوې موخې ترلاسه كړي.
په اداره کې د اشخاصو ټاکل او ګوښه کول، دښه کارکوونکی تشویقول، دکار داسانه لارې پیداکول او د موخې د لاسته راوستلو ستر بری دی. 
په اداره کې لاندې برخې او دندې دیادولو وړ دي:
۱- موخېObjectives (goals) له هغه پايلې څخه عبارت دي چې دادارې ټولې کړنې د هغه په لوري پر مخ ځي او اداره يې د لاس ته راوړول هڅه كوي.
۲- سرچینې(source): له هغه مادي او معنوي پانګې څخه عبارت له دي چې اداره د هغې نه د چارو په ترسره كولو كې ګټه اخيستلى شي.
۳- اغیزمنتیا (مؤثریت):Effectiveness: د چارو په ترسره كولو او د كارونو په سمبالولو كې له مؤثريت او د اغېزمنتيا له زياتوالي څخه عبارت دي.
۴ – ګټورتیا (مثمریت) Efficiency: دداسې کارونو سرته رسولو څخه عبارت ده، چې له لږ او كمې پانګې څه ښه نتیجه ترلاسه شي، چې په هغې کې کمیت،کیفیت یا څومره والى او څرنګوالی او وخت مهم ټکي ګڼل کیږي. 
د اداره پر مهال لاندې څيزونه په پام كې نيول كيږي:
وخت: هغه موده چې پلان شوى کار پکې پلې کیږي .
ګټې فایدې: هغه نتیجه چې لاسته راوړل کیږی .
تاوان: هغه نتیجه چې د ادارې په منفي اړخ کې مینځ ته راځي. 
كاري ځواك: هغه اشخاص چې دادارې کارکوونکی ګڼل کیږی یا مامورین چې دادارې تر سرپرستۍ لاندې کارکوی .
په اداره كې پلان جوړول، د كارونو تنظيمول، د كارمندانو استخدامول اوګومارل، د كارونو او كارمندانو رهبري كول اوكنترولول يا د چارو څارنه مهم او بنسټيز ټكي دي، چې پدې لاندې ډول ورته اشاره كوو:
لومړى:پلان يا پلان جوړونهPlanning 
پلان د يو هدف د ترلاسه كولو لپاره ټاكلې لاره نقشه كول دي او د يو كار لپاره په لومړي سر كې جوړ او ترتيېږي او په پلان كې ټول هغه ګامونه او كارونه شامل دي چې اهدافو ته رسيدګي پرې شوني كېږي.
دويم: تنظيمولOrganizing :
تنظيمول يوه داسې كليمه ده چې زيات وګړي يې په آزاد ډول استعمالوي. ځينې وايي چې د تنظيمولو پروسه هغه ټول اداري چال چلند ته ويل كيږي چې د اداري ګډونوالو ترمنځ صورت نيسي. 
دريم: استخدام يا ګومارنهStaffing 
استخدام يا ګومارنه هغه پروسه ده، چې د يوې ادارې د اصولو او قوانينو په رڼا كې د هر كار لپاره مناسب وړكارمند ټاكل كېږي، ترڅو د يو كار په ترلاسه كولو او ټاكلو موخو په حاصلولو كې له ادارې سره مرسته وكړي.
څلورم: رهبري كولLeading 
رهبري كول په يوه اداره كې له هغه څه دي، چې د يوې ادارې په خلكو باندې د خپل نفوذ له مخې هغوى په ډله ييز او مشترك ډول د ټاكل شوو موخو او اهدافو د لاسته راوړلو لپاره په كار ګماري.
پنځم:كنټرول كولControlling 
په اداره كې دا ډېره مهمه ده، چې چارې او كارمندان و څارل شي او كنترول شي او هم وخت پر وخت د كاري بهير او موخو ترمنځ فاصله وڅېړل شي او كارونه وارزول شي، چې څنګه روان دي او څومره هدف ته نږدې شوي دي. 
ټول كارونه او ټولې چارې بايد د غوره ادارې په لرلو سره پر مخ لاړ شي، ترڅو په اسانۍ سره په لږ وخت او كم لګښت سره غوره او ډېر څه ترلاسه شي. 
ستاسې د بريا په هيله