د احمد شاه بابا د زېږېدو د ځای په باب کې درېروايته دي: يو د سراج التورايخ د مؤلف فيض محمد روايت دی چې د تاريخ احمدي په حواله د احمد شاه بابا د زېږېدو ځای ملتان ګڼي، [2] بل د احمد شاه بابای افغان د فاضل مؤلف ښاغلی مير غلام محمد غبار روايت دی چې د احمد شاه بابا د زېږېدنې ځای هرات بولي [3] چې پوهاند عبدالحی حبيبي بيا په خپلو ليکنو کې دواړه روايتونه راوړي دي . [4] او درېيم روايت د حافظ مرغزي په شاهنامه کې چې د شاهنامه احمد شاه ابدالي په نامه په پېښور کې چاپ شوې ده، د احمد شاه بابا د مولد په باب داسې بيت ليکل شوی.
ښه مولد يې خراسان په مزاج و، عالي شان[5]
څنګه چې حافظ مرغزی د احمد شاه بابا د وختونو شاعر و او د احمد شاه بابا سره د هند په سفر کې ملګری و، نو ځکه بايد د هغه وينا هم معتبره وګڼلی شي.
د احمد شاه بابا کورنۍ او ټبر
د احمد شاه بابا مور په خټه الکوزۍ او زرغونه نومېدله چې ډېره مېړه مخې او مدبره مېرمن وه او تل به يې د هېواد په مهمو چارو کې خپل زوی احمد شاه بابا ته ګټورې مشورې کولې.[6] د احمد شاه بابا پلار زمان خان نومېده، نيکه يې دولت خان او ورنيکه يې سرمست خان و چې هغه بيا د شېر خان ځوی د خضر خان لمسی او د سدوخان کړوسی و، او سدوخان د سدوزو د ټبر لومړی نيکه دی چې د سدوزو طايفه ورته منسوبه ده او د سدوزو طايفه بيا د پوپلزو يوه پښه ده چې په لاندې توګه داود اليو پښتنو د سړبن پښت ته رسېږي:
سدو د عمر ځوی، عمر د معروف ځوی، معروف د بهلول ځوی، بهلول د کاني ځوی، کاني د بامي ځوی، بامي د حبيب ځوی، حبيب د پوپل ځوی، پوپل د پوپلزو لومړی نيکه د زيرک ځوی، زيرک د عيسی ځوی، عيسی د اودل (ابدال) ځوی اودل د ترين ځوی، ترين د شرخبون ځوی او شرخبون د سړبن ځوی.
د احمد شاه بابا نيکه دولت خان د دولسمې هجري پېړۍ په سر کې د کندهار د اوداليو پښتنو نوميالی مشر و، خو څنګه چې يې په پښينی خاوره کې د پردو حکومت نه مانه او د صفوي حکومت د عصبی او ارمنی حکمران ګرګين امر ته يې غاړه نه ايښووله نو ځکه ارمنی ګرګين تر يوه ناڅاپه يرغل وروسته دولت خان د کندهار ختيځې خوا ته د ښار صفا په سيمه کې د هغه د ځوی نظر محمد خان سره وواژه، کلا او شتمني يې ور تالا کړه.
دې پېښې د هغه ځای پښتانه سخت وپارول په تېره بيا د ارغسان پښتانه ټول په يوه سلا ګرګين ته پورته شول، ګرګين ېې وارخطا کی مجبور شو د روغې له لارې ورته راوړاندې شو، او د دولت خان د مشر زوی رستم خان مشرتوب ېې ومانه ، خو ددې د پاره چې د پښتنو له يرغله په امان پاته شي د دولت خان کشر زوی زمان خان (د احمد شاه بابا پلار) ېې د يرغل په توګه د ځان سره پخپل دربار کې وساته. څو چې بيا ېې کرمان ته ولېږه او د (۱۱۲۲ هـ لمريز) کال تر شا وخوا پورې هلته نظر بند و . هغه وخت چې د ميرويس نيکه په لاس په کندهار کې د صفوي حکومت کمبله ټوله شوه او ګرګين ېې وواژه ، نو زمان خان هرات ته راغی او هلته د پښتنو په مشرتوب او پاچايي وټاکل شو ، څو چې په (۱۱۳۵ هـ لمريز) کال ېې د دې جهان له ژونده سترګې پټې کړلې.[7] د احمد شاه بابا يو نوميالی ورور ذوالفقار خان نومېده چې تر ده مشر او هرات کې په بې تاجه پاچا مشهور و.[8] ذوالفقار خان د هرات د ملي حکومت مشر او زړور جنګيالی پښتون و، د نادر افشار ابراهيم خان ته يې سخته ماته ورکړې وه.[9] او دلته يواځې د احمد شاه بابا د دربار د منشي محمود الحسيني هغه لنډه ليکنه راوړو چې په هغه يې د ذولفقار خان ستاينه کړې ده. هغه داسې ليکلي دي: «ذولفقار خان فرزند اکبر آنحضرت (مطلب زمان خان د احمد شاه بابا پلار) که برادر بزرګتر اين پادشاه مُهر افسر بوده باشد مدت چندين سال در کمال عظمت و استقلال رايات سلطنت و کامراني در هرات و فراه افراخته و بارها چپاول بر سر مشهد و سبزوار و نشاپور انداخته چنانچه در تاريخ نادرې مذکور است، و ابراهيم خان برادر نادر را شکست فاحش داده، و توپخانه و نقاره خانه و تمامی اسباب و اثاثيه آوردی اور را متصرف ګشته...»[10] د احمد شاه بابا اکا رستم خان نومېده چې د احمد شاه بابا د پلار زمان خان تر تبعيد وروسته د کندهار ارمني حکمران ګرګين په چل او دروهه هغه د کندهار ښار ته وروغوښت او بندي يې کړ چې څه موده وروسته يې وواژه او د هغه کورنۍ او خپلوان يې چې د علي آباد په کارېز کې اوسېدل د ښوراوک او بکوا دښتو ته فراره کړه او جايدادونه يې چور او چپاو شول
لکه د مخه چې مو وليکل احمدشاه بابا په ۱۱۳۵ هـ. س کال وزېږېد، او په همهغه کال دده پلار زمان خان چې د هرات د حکومت واګۍ ېې په لاس کې وې مړ شو. څنګه چې د زمان خان تر مړينې وروسته د هرات د خلکو د اولسي جرګې له خوا د هرات حکومت د اودالي عبدالله خان زوی محمد خان ته وسپارل شو، نو د احمدشاه بابا مور د خپل زوی سره له هراته د فراه ولايت ته ولاړل، او هم د احمدشاه بابا مشر ورور ذولفقار خان د ښورواک سيمې ته وکوچېد[18]. بيا چې ۱۱۳۶ هـ. س کال ذولفقار خان بېرته د هرات په حکمرانۍ وټاکل شو، اوله ښوراوکه د فراه له لارې هرات ته ستون شو. معلومه نده چې احمد شاه بابا ېې هم ورسره بېولی وو که نه؟ او هم دوه کاله وروسته په ۱۱۳۸ هـ. س کال چې د هرات د اولسي جرګې له خوا د (باخزر) حکومت ذولفقار خان ته وسپارل شو، بيا هم د احمدشاه بابا د ژوند د پېښو څرک نشته ، يوازې ښااغلي غبار داسې اټکل کړی دی چې په ۱۱۳۸ هـ. لمريز کال چې الله يارخان داودالي محمد خان ورور د فراه حکمران وټاکل شو څنګه چې د احمدشاه بابا د کورنۍ سره ېې تربور ګلوۍ او رقابت درلود نو په دې کال به د احمدشاه بابا مور د خپل زوی سره هرومرو له فراه څخه وتلی وي[19]
همدا شان له ۱۱۳۹ هـ. س کاله تر ۱۱۴۱ هـ. س کال پورې چې د هرات پر خپلواکۍ مينو خلکو د الله يارخان په مشرۍ د نادرشاه سره جګړې کولې او ذولفقار خان هم له فراه څخه د الله يارخان مرستې ته ورغلی وو، بيا هم د احمدشاه بابا نوم نه دی اخيستل شوی، ځکه چې په هغو کلو کې دی پنځه شپږ کلن هلک و، يوازې د ۱۱۴۲ هـ. س کال له پېښو څخه څرګند ېږي چې احمدشاه بابا د خپل مشر ورور ذولفقار خان سره په هرات کې اوسېده. او دا هغه کال و چې ذولفقار خان د نادرشاه سره روغه ونه منله او بيا ېې له فراه څخه پر هرات يرغل وکړو د هرات خلکو د نادرشاه په غياب کې د حکومت د مشر په حيث ومانه ، او الله يار خان ېې دمروچاق حکومت ته ولېږه. د ۱۱۴۳ هـ. س کال په پای کې نادرشاه ددېرشو زرو جګړنو سره پر هرات يرغل وکړ او ذولفقار خان پنځه مياشتې د هغه سره وجنګېد، کله چې د خپل قوم بې اتفاقي ولیدله نو ددې لپاره چې د ده مشرتوب لانور هم د نفاق اور تازه نه کړي او د بې اتفاقي له شامته د اوداليانو
دولت ګډوډ نه شي له مشر توبه ېې استعفا وکړه و د خپل ورور احمد خان او خپلې کورنۍ سره له هراته د فراه خوا ته ولاړ او په هرات کې الله يار خان د قوم مشروټاکل شوو خو د ذولفقار خان په فراه کې هم آرام کښې نه ناسته او له هغه ځايه ېې د نادر د لښکر په مقابل کې پښتنو مدافعيونو ته ملاتړ رساوه. څو چې له هراته ېې د الله يارخان د ماتې او د نادر د بري خبر واورېدو او په ۱۱۴۴ هـ س کال د خپل ورور احمدخان سره له فراه څخه کندهار ته راغی و دا وخت په کندهار کې د ميرويس نيکه زوی شاه حسين هوتک پاچا و، او هغه د پخوانيو بدمرغو رقابتو په سبب او يادا چې د ذولفقار خان په مشرۍ يې د اوداليانو له خوا ځان ته خطر حس کاوه. ذولفقار خان او احمد خان دواړه يې بنديان کړه، شپږ کاله بنديان وه څو چې د ۱۱۵۰ هـ س کال په پای کې نادر افشار کندهار ونيو، ذولفقار خان او احمد خان يې د نورو بنديانو په ډله کې خلاص کړه او څنګه چې نادر افشار پر هندوستان د يرغل په نيت راوتلی و او له بلې خوا د پښتنو زړورتوب او مړانه ورڅرګند شوي وه نو ددې لپاره چې د هندوستان په يرغل کې د پښتنو له ملاتړ څخه کار واخلي د پښتنو سره يې نرمه رويه راواخيستله عبدالغني خان الکوزي ته يې چې په هرات کې يې د ابداليو پښتنو مشر ټاکلی و، د کندهار د بيګاربيګي منصب ورکړ او نورمحمد خان عليزی ملقب په مير افغان يې د ټول پښتني لښکر چې دوولس زره ابدالي او څلور زره غلجي وو، لوی قوماندان او سرلښکر وټاکه او احمد شاه بابا د دربار د منشي په قول شپږ اووه زره پښتانه زلميان به تل د نادرشاه په اردو کې وو. دی داسې ليکي: "همېشه شش هفت هزار کس از جوانان کار آمد ايل جليل را در اردوی خود ملازم و در رتبه و قدر منزلت زياده بر قزلباش و افشار خود مراعات ايشان مينمود، و ايل جليل مزبور نيز بمقتضای صاف دلي و صدق نيت خود در جميع معارک ممالک روم و هندوستان و ترکستان چنانچه در تاريخ نادري مذکور است کوشش های مردانه و سعی های دلېرانه کرده و ممالک بسيار را مفتوح ساخته و قشون های بيشمار را به عنايت آلهي منهزم و ملک جمعيت آنها را از هم انداخته مصدر آبروی اردوی اومی بودند..."[20] له دې ليکنې څخه څرګندېږي چې نادر شاه تر قزلباشو او افشارو پر پښتنو زيات باور درلود، ځينې مورخان ددې باور سبب دا ګڼي چې نادرشاه په اصل کې د خراسان و او د سيستاني افغان ملک محمود خان سره لوی شوی او په مذهب داسې ټينګ سُني و چې د پارس سلطنت يې په دې شرط ومانه چې د تشيع پر ځای به حنفي مذهب منل کېږي.
ابن محمد امين ليکي چې: "د پارسي منصبدارانو لخوا د نادر شاه د وژلو يو سبب همدا د نادر په دربار کې د پارسيانو رقابت د پښتنو سره و، نادرشاه خيال درلود چې هغه پارسي سرداران چې دده له نظريې سره مخالفان وو له مېنځه وباسي او په دې باب کې يې د پښتنو سره مشورې کولې، او چې د افشارو مشران او پارسي سرداران په دې خبر شول نو د نادرشاه وژلو ته يې ملا وتړله."[21]