غزل
واخله جانانه دغه ښکلی شان غزل درواخله
ستا په یادونو می لیکلی داحتمن درواخله
ستا دښایست اودښکلاصفت به تل زه لیکم
زماپه زړه کی دی داستا مینه قسم درواخله
قلم به ستړي شې داستا دتصور په دنیا
داستاپه زړه کې زماژوند دی دغه ژوند درواخله
چیرته چی تاوینم قلم مې په زاریو راځی
د خدای لپاره زما نوم علم هنر درواخله
او که ته زماپه نوم شرمیږی دغه ستانادانې
د(سمون) نوم به تل ځلیږی غرور کم درواخله
سمون ۱۵/۱۰/۱۳۸۵ پ