نيستي وژلئ نه شم
_____________________
دنيا په ما پسې ځي که په دنيا پسې یم
مسيرمې کوم طرف ته او زه په چا پسې یم
دګل په پل مې پل ږدم خو ګل ته نه رسيږم
مزل کوم خو بیاهم منزل ته نه رسیږم
تقدير په ماپسې دی خوزه دعاپسې یم
غربت نيولئ یمه سيالي کولی نه شم
هستي په لاس نه راځي نيستي وژلئ نه شم
ای د اسمان ستوريه ستا په ځلا پسې یم
ای د بې کسوخدایه ترتا به څنګ رسېږو
وصال په سوله کې ده او که په جنګ رسېږو
تندئ په خاورو ږدمه بيا په بقا پسې یم
په کړنګونو کې یم زه غور ځيدلئ یمه
هجران سيځلئ یمه بیلتون رټلئ یمه
د مرستې لاس غواړمه په مسيحا پسې یم
ربه څه چل وکړمه چې ته مشکور شې رانه
ستا ناراضي نه غواړم رضا ضرورشې رانه
ستا رضایت په څه کې ستا په رضا پسې یم
بادشاه دين (مشکور)