پراټې 

زلفې  وږدې  خوند  کوي

خورې  ورې  خوند  کوي

دا  ليونې     عاشقان

چې  پرې  تړې  خوند  کوي

په  امروت  څه  کومه

سرې  سرې مڼې  خوند کوي

اننګي        سره        ګلونه

شونډې  پستې  خوند کوي

شېخه   ستا  ښکلي    ګيره

وږدې  تسپې  خوند  کوي

افغانان     تل    په    لانجو

کوي جرګې  خوند  کوي

ستا  د راتلو  په  طمعه

دا شوګيرې  خوند  کوي

چې  نه رادرومي  خېر دې

د يار وعدې  خوند  کوي

ستا  تورې  وريځې   باڼه

چړې  چړې  خوند  کوي

زما     مينت    او    زارۍ

دا ستا نخرې خوند کوي

غېږه  په   خپله  خواښه

چې  راکوې  خوند  کوي

ستاسو  په چم  ګرځيدل

ستاسو  کوڅې  خوند کوي

د     کابل     ښکلي    هوا

دصوات  درې  خوند کوي

انسان   نه    کېږي    ګناه

خوبيا  تو بې  خوند کوي

زما  غزل  خوند  کوي

او ستا  ټپې  خوند  کوي

کله   نا        کله      شراب

کله  شومړې  خوند  کوي

وړې         وړې       جينکې

چې   زورې     خوند  کوي

چې   مالګه  وي      ورسره

بيا  الوچې  خوند کوي

دا سرې او سپينې سپينې

د  امريکې  خوند  کوي

د     کابل    جونو    سره

تورې   بقرې   خوند  کوي

يولس  مياشتې  خوراک

بيا دېرش  روژې   خوند کوي

تل  يې  راوړه  منګي  کې

ستا   پراټې    خوند  کوي

د  کور  نه  تلل  به  وي  غم

چې  بيا راځې   خود   کوي

خدای   شته  ريشتيا  وايمه

چې  سه  کوې  خوند   کوي

پاس     د بلۍ    نه    ښکلې

ستا   اشارې  خوند   کوي

د   مشکور  زړه   په   جفا

ارې   ارې     خوند   کوي

  ---------------

بادشاه دين (مشکور)