غزل

  پـه دعـا کـې مې لـه اوښکـو تـیـرېـده شـپـه

   بـیـا دقـدر شــوه لـه ژونـد ســره دزړه شـپـه 

 

 سـتا له خـوږ اوازه ژونــد یـوه شـیـبـه شــي

 دبـــلال لــه اذان  لاړه شــــي اوږده شــپـه

 

 چې دسپین مخ په رڼا له دوزخ پټ شوې

 لـه جـنـت رنـګیـنــه نــه ده پـه ډیـــوه شـپـه

 

 ستــرغلي دې چې زما له مـرګ لنده شي 

 ډوډۍ وباسه دخـدای (ج) په نوم هغه شپه 

 

 زه حساب دخـپل ثواب کـړمـه پـه خـپـله

چې قیامـت پـسې رالنـډه شي یــوه شـپـه 

 

 دیـار غیـږه کـې خــوبــونــه لـه مــانــه شـي

 دخـپـل یار پـه ګیلـو هسې شـي وړه شـپـه 

 

 شـو ثـواب مــې دجــانــان لـه ستـرګو پیل

نـن دشونـډو ښکـلـولــو دومــره ښـه شـپـه 

 

راوریــږي بــه دنــور وړانـګـې لـه عــرشـه

کـه مـنـګـل ســره دپېـغلو شي یـوه شـپـه

دوشنبه د ١٣٨٩ لمريز کال د غويي ٢٧

طالب منګل