د بې اتفاقۍ ځنې علتونه (عبدالله وردک)
لومړۍ برخه:
انګلستان - مارچ - ۲۰۱۸.

ګرانو او قدرمنو وروڼو او خویندو السلام علیکم و رحمت الله و برکاته!
الله(ج) د وکړي چې ټول روغ او جوړ وی.
ګرانو وروڼو او خویندو!
دغه باالکل حقیقي او سمه خبره ده چې مونږه ټول افغانان سره وروڼه او خویندې یاستو، او باید د اسلام د دین په رڼا کې سره متحد او یو موټئ شو، او له هغه خبرو او اعمالو څخه ځانونه لرې وساتو، چې د هغه څخه د بې اتفاقۍ بوی راځي. مونږه افغانان باید لومړی ددغې بې اتفاقۍ اصلي علتونه پیدا کړو او بیا د هغه د تداوۍ او له منځه وړلو د پاره جدي اقدام وکړو. په بل عبارت، لومړی د یوه مرض تشخیص او پېژندنه په صحیح توګه وشي، او وروسته د هغه د علاج د پاره لازمه دوا په صحیح توګه استعمال شي.
زه غواړم چې د بې اتفاقۍ لومړي دوه علتونه (بې انصافي او بې عدالتي) په لاندې ډول سره ګرانو او قدرمنو لوستونکو ته وړاندې کړم.
زما په نظر سره بې انصافي، د بې عدالتي دپاره زمینه برابروي. د بې انصافۍ په نتیجه کې هر وخت بې عدالتي مابین ته راځي. د بې انصافۍ نښې او علامې د یوه نفر د خبرو په وخت کې څرګندیږي، او که چېرې دغه بې انصافي په عمل کې پیاده شي، نو بې عدالتي مابین ته راوړي.
بې انصافي او بې عدالتي د یوې کورنۍ، ټولنې، او یوه ملک د اتحاد او یووالي تهداب له بېخه نړوي، نو لدې کبله، باید له بې انصافۍ او بې عدالتۍ څخه، په هر قېمت خپل ځانونه وژغورو. د مثال په توګه، که د یوې کورنۍ مشر د خپلې کورنۍ د غړو تر منځ بې انصافي او بې عدالتي کوي، نو د هغه کورنۍ غړي ډېر ژر یو له بله سره بې اتفاقه کیږي، او حتٰی په ځنو وختونو کې یو له بله سره په جګړه اخته کیږي. د مثال په توګه، که د یوې کورنۍ پلار داسې خبره وکړي، چې هغه ته د زوی له طرفه لمسي، او د لور له طرفه لمسي، فرق لري، نو د پلار دغه خبرې ته بې انصافي واىٔي، او که چېرې دغه پلار په ریښتیا سره دغه بې انصافه نظر، په عمل کې پیاده کړي، نو دغه کار بې عدالتي مابین ته راوړي. همدارنګه، که چېرې د یوه ملک د ولسمشر د خبرو څخه داسې معلومه شي چې هغه د خپل ملک وګړو ته په یوه سترګه نه ګوري، نو دغه بې انصافي ده، او که چېرې دغه ولسمشر، دغه خپله خبره په عمل کې پیاده کړي، نو هغه بې عدالتي مابین ته راوړي. نو زما په فکر سره بې انصافي او بې عدالتي دغه لاندې شیان مابین ته راوړي.
۱- کله چې د یوې ټولنې غړي بې انصافي او بې عدالتي، هره ورځ په خپلو سترګو ویني، او دوی پخپله هم د هغه قرباني شوي وي، نو د دغې کار په نتیجه کې د هغه ټولنې خلک عُقدې اخلي، او عُقده مند خلک ډېر ژر بې اتفاقۍ ته مخه کوي.
۲- د بې انصافۍ او بې عدالتۍ په نتیجه کې د یوې ټولنې غړي له خپلې آینده څخه د مأیوسۍ احساس کوي. ناامیندي، د یوه کار د سر ته رسولو شوق او علاقه له منځه وړي، او په آخر کې بې اتفاقي منځ ته راوړي.
۳- بې انصافي او بې عدالتي د خلکو تر منځ کینه او نفرت پیدا کوي، او د کینې او نفرت څخه ډک ماحول کې ژوند کول ډېر ګران وي، او په نتیجه کې ىٔې د یوې ټولنې په وګړو کې بې اتفاقي منځ ته راځي.
۴- د بې اتفاقۍ د لوی او خطرناک مرض په نتیجه کې، د یوه ملک مشران یو د بل خبرې ته غوږ نه نیسي، او عامه نظم د خرابېدو په حال کې وي، او په پای کې، مشران یو د بل د حذف کولو هڅې کوي، چې په نتیجه کې ىٔې د ټولني او ملک وګړي، د ټولو بدبختیو سره مخامخ کیږي.
د پام وړ ټکی:
مونږه ټول باید په دغه ټکي ښه پوه شو چې الحمدالله، مونږه ټول اول مسلمانان، او بیا افغانان یو. مونږه باید خپل ځانونه له بې انصافۍ او بې عدالتۍ څخه لرې وساتو. هېڅکله بې انصافي او بې عدالتي ونکړو، او هم د هغو ډلو مرسته ونکړو، چې هغه بې انصافي او بې عدالتي مابین ته راوړي. بې انصافه خبرې کول ډېر بد بوی کوي، او له بد بوی څخه هرڅوک ځانونه لرې ساتي. د بې انصافۍ او بې عدالتۍ مخه باید په هر قېمت ونیول شي، کنه؟ بې انصافي او بې عدالتي، د یوې ټولنې د یووالي او اتحاد تهداب له منځه وړي. د یادولو وړ ده چې بې اتفاقي، د هغه مریضي مثال لري، چې د یوه نفر ژوند په تدریجي توګه له منځه وړي.
په پای کې زه د الله(ج) لوی او مهربان دربار ته په ډېره عاجزۍ دواړه لاسونه پورته کوم، او د زړه له کومي دوعا کوم چې الله(ج) د ټولو افغانانو، او د نړۍ ټولو مسلمانانو ته د اسلام په رڼا کې حقیقي اتحاد ور په برخه کړي، او الله(ج) د په افغانستان او ټوله نړۍ کې هغه شانته صلح راولي، چې الله(ج) ته قبوله او منظوره وي. آمین یارب العالمین.
زما اړیکه:
abdullahwardak53@gmail.com