زمونږ په ښکلي هيواد کې د ځنګلونو پراخوالی چې هسک غرونه مو په دغه هسکو ونو ډير ښکلي او زړه راښکونکي ښکاري، چې دا د الله ج له لوري غوره ډالۍ ده ، که ونې او بوټې نه وي نو چاپیريال بدرنګه او ويجاړ ښکاري، شنه ځنګلونه او فصلونه د چاپیريال په پاک ساتلو او ښکلا کې خورا ارزښت لري، پاکه او تازه هوا برابروي او همدارنګه دسيلابونو مخه نيسي، او هوا د ککړتيا څخه ژغوري.
د تودوخې درجې ته بدلون ورکوي ، د ګرمۍ په موسم کې د ډيرې تودوخې مخنيوی کوي، او د ژمې په موسم کې د ډيرې یخنۍ مخنيوی کوي.
په جرمني کې د کولن ميشينيش ښار د افغانانو کلتوري ټولنه په ټولو هيوادوالو غږ کوي چې طبعي ځنګلونه وژغورئ، د وهلو مخه ې ونيسئ ، اوهغه چا ته اجازه مه ورکوئ ، چې زمونږ د هيواد طبعي ښکلا چې هغه ځنګلونه دي ، د منځه يوسې .
او همدارنګه په هيواد کې د پسرلي موسم په پيل کيدو دی ، نو د هرې کورنۍ هر يو غړی بايد چې په خپلو کورنو، او خپلو کورنو ته څيرمه د چاپيريال د ښکلا په موښه نيالګي کينوي، او ددې تر څنګ ستره دنده داده چې د هغې ساتنه او پالنه وشي
د سوکاله او پرمختللي افغانستان په هيله
Afghanischerkulturverein.com
10.03.2018
- احمدشاه قاضي خيل
نورستان ولايت چې د هيواد په ختيځ کې به ځنګلونو پوښلی، په غرونو کې یې جګې او دنګې ونې ، پاکه هوا ، سړي چنې او ښکلي چمنونو ، څپاند سيندنو په سردرو کې ، کږو وږو درو په منځ کې زړه راښکونکی او د ښکلا لرونکی ولايت دی.
چې د هيواد کشمير او د سيمې سويس ورته هم ويلایې شو ، چې د سيل او سيلانيانو د پاره يو زړه وړنکی ځاې دی . دا چې نورستان ولايت ډير ښکلي او تاريځي ځايونه لري چې د هغې څخه يو د اندر په نوم ښکلی او تاريخي باغ دی ، چې د نورستان ولایت په واما ولسوالۍ کې پروت دی ، د واما ولسوالي د کونړ...
12.03.2018
- آرین صافې
د تایلینډ لومړي وزیر پرایوت چانوچا خبرداری ورکړې که د راتلونکې جون میاشتې تر اخره ناقانونه کډوالو ځانونه د تایلینډ حکومت سره ثبت نه کړل نو هغوی به ټول ونیسي او بیرته به یې خپلو هیوادونو ته ستانه کړي.
نوموړي همدارنګه د تایلینډ په کار وزارت سختې نیوکې وکړې او د ناقانونه کډوالو په ثبتولو کې یې هغه ناکام وبللو.
د تایلینډ د ملت ورځپاڼه د راپور په اساس، نوموړی وروسته تر دې چې خبر شو دغه پروسه د بایومیتریک ماشینونو د کموالي له امله ځندنۍ شوې، سخت په غوسه شو.
ورځپاڼه لیکي، په...