د پارلمان د ژمنیو رخصتیو وروسته، د ولسي جرګې او مشرانو جرګې اتم کاري کال پرون د ولسمشر محمد اشرف غني په حضور کې پرانیستل شو، افغان ولسمشر دا خبره اعلام کړه چې افغانتسان نور د یوه خاص هېواد په اقتصادي انحصار کې نه دی او زموږ اقتصادي راکړې ورکړې د سیمې هېوادونو، په ځانګړې توګه هند او ایران سره د پراختیا په حال کې دي. 

 

دا پرانیست غونډه چې پرون د افغانستان رسنیو په ژوندۍ بڼه خپروله، افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ولسي جرګې او مشرانو جرګې غړو ته په خطاب کې وویل: اوس هغه ورځې تېرې شوي دي چې پر افغانستان دې د صادراتو او وارداتو لارې وتړل شي، زموږ اقتصادي همکارۍ د سیمې او ګاونډیو هېوادونو سره ډېرې شوي دي په خاصه توګه د چابهار بندر له لارې هندوستان او ایران سره د پراخېدو په حال کې دي. 

ښاغلي ولسمشر زیاته کړه: افغانستان د مرکزي آسیا د ترانزیټي څلور لارې په توګه هند، پاکستان، چین او ایران له یو بل سره نښلوي او دې هېوادو ته ډېرې اقتصادي ګټې وربخښي. 

همدا راز ولسمشر په خپلو خبرو کې وویل: افغانستان د سیمې هیڅ هېواد سره د دښمنۍ غوښتونکی نه دی او یواځې یې خپلې ملي ګټې په لومړیتوب کې ایښي او خپلو ګاونډيو سره ښې اړیکې غواړي. 

یاده دې وي، چې ښاغلي ولسمشر دا هم وویل چې ترکمنستان په افغانستان کې د سترو پروژو ترسره کولو په موخه پانګونه کړې او زموږ همکارۍ د ازبکستان، تاجکستان، ایران او هند سره د پراخېدو په حال کې دي او هیله لرو چې زمونږ اقتصادي راکړې ورکړې د نړۍ نورو هېوادونو سره هم ډېرې شي. 

ښاغلي ولسمشر یوې بلې موضوع ته هم اشاره وکړه، چې هغه د افغانستان طبيعي سرچینې په ځانګړې توګه د اوبو مدیریت دی. 

 ښاغلي ولسمشر وویل: مونږ غواړو د خپلو پرېمانه اوبو چې د افغانستان په پرمختګ کې اساسي رول لوبولای شي په سمه توګه مدیریت کړو، که چیرته موږ خپلې اوبه په سمه بڼه مدیریت کړو، نو دا به د بې ځایه تګ څخه را وګرځي او له بل پلوه به نورو هېوادونو ته د اوبو په برخه کې زموږ ژمنو ته د رسېدو په معنا وي یعنې د افغانستان اوبه باید د دې هېواد د اقتصادي پرمختګ له پاره وکارول شي. 

د اوبو ترڅنګ د افغانستان کانونه یا معادن هم د افغانستان ستره پانګه ده، خو په خواشینۍ سره چې له تېرو کلونو د سیمه ییزو زورواکو او عامه خلکو له لورې کیندل کېږي او پیسې یې یواځې د محدوده کسانو جیب ته ځي، خوشبختانه چې ولسمشر دا مسله هم په خپلو خبرو کې یاده کړه او هغه ویل چې د افغانستان د کانونو د سپړلو لارې نقشه جوړه شوې ده، او دا ستره پانګه به د خلکو په لاسرسي کې وي، خلکو ته به کاري فرصتونه برابریږي او د هېواد اقتصاد به پورته ځي. 

د یادونې وړ یې بولم چې سوله د هېواد د اقتصاد پراختیا او ښه اقتصاد د سولې راوستو له پاره لومړني اړین شرطونه دي، مخالفینو سره باید سوله وشي، امنیتي ځواکونو ته باید په سمه توګه روزنه ورکړل شي او په مجهزو وسلو سمبال شي. 

د پرمختللي او سوکاله افغانستان په هیله