زماپه لوندګرېوان دتړمواوښکوهارګرځـــــــي

دښکلاچم کې راته غلى غلى يارګرځـــــــــــي

مئينه غلى شه دميني نوم په خوله وانخــــــــلي

منصوردمينې لېونى په سرددارګرځــــــــــــي

زړه کي مې يارراته په لــپولــــــپو اور اړوي

ګرځي راګرځي مينه نه کوي قارګـــــــرځــي

دغره لمن کي شپون شهيدشوشپيلۍ ماته شوله

زخمي زخمي نغمې ګوګل کې دستارګرځـــي

ساقي جامونه ورله مه راوړه مستي نه کــوي

تړون دشونډوخوندليدلى دى خمارګرځـــــــي