غلي شئ ښکلوته پيره کوي سړي پراته دي

چړي يې څنګ ته هم يې سرته تبرګي پراته دي

ملا صيب ولې مينه ګر درته بي دينه ښکاري

زمونږه مېنه کې ټول توري قرآني پراته دي

ځئ چې چنارله فاتحه د ورکوپيغلوورکړو

منګې يې مات دي شنواوبوکې يې بنګړي پراته دي

ويده ښاماردى هله زرشه په سينه يي و له

چې راويښ نشي توره خوله کې ير غمي پراته دي

شمع يي ټوله شپه په شناختوتنکۍ اوښکي شيندي

ميني وژلي دلته خو ښکلي زلمي پراته دي

خلک سرکش دي هر سړى لاس کي دورې تاووي

قدم دي وروکيږده په خپوکې دې ګونګري پراته دي

جانان خپل کورکي مالګي وړه کړلې په خلکويي خوري

لکه مېاعلي بابا ترخوايي ليوني پراته دي

په بسم الله ترې ګوټ کوي نوم دجانان يادوي

دتړون مخې ته د بنګوکنډولي پراته دي