حمد
اې د ټول عالم خالقه اې زما پرودګاره
بل خالق په جهان نشته بې له تا پرودګاره
ته الله زه دې بنده یم لا شریک یې بې مثاله
پرده پوښ د ټول عالم یې لایزد یې زل جلاله
ته احد یې هم صمد یې لم یلد و لم یولد یې
ستا په مینه مې قربان شه زما دنیا اوعقبا دواړه
زه عاصی او ګناه کار یم ته غفور او هم رحمان یې
د رسول دې امتي یم ته مې معاف کړې ګناه واړه
ستا په مینه په سجده یم او ستا مینه قران وایم
تا په مینه پيدا کړې دا دنیا او عقبا دواړه
ستا د مینې برکت نه د رسول اخلاق دې ګوره
امتي امتي وایې هم قیامت او هم دنیا کې
خدایه ته دې د خپل شان او د رسول له برکته
افغانستان کې سوله راوړې چې اسلام شي دوامداره
فیضي تل له تانه غواړي چې یې معاف کړې ګناهونه
ځکه ته مالک د ټولو بنده گان دي امید واره
اې د ټول عالم خالقه اې زما پرودګاره
بل خالق په جهان نشته بې له تا پرودګاره لیکوال حمیدالله فیضي بابکرخیل