لارې د تګ راتګ د آسانتیا لپاره جوړېږي؛ خو په نړۍ کې داسې لارې هم شته، چې تېرېدل پرې ډېر خطرناک او له ګواښه ډک دي.

د هسپانیا په ملاګا ولایت کې د کمینیټو ډېل رې (Caminito del Rey) لاره یو ځل بیا د عامو خلکو پر مخ پرانستل شوې ده. دغه لاره په نړۍ کې د خورا خطرناکو لارو څخه ګڼل کېږي.

دغه لاره د پاچا د وړې لارې/ King's little way په نامه هم مشهوره ده؛ ځکه چې د هسپانیا د هغه مهال پاچا الفونسو ( Alfonso XIII)  په ۱۹۲۱ ز کال کې هلته د جوړو شویو دوو برېښناکوټونو پرانستنه کړې وه.

دغه لاره په ۲۰۰۱ ز کال کې له دې آمله بنده شوه، چې د ۱۹۹۹ او ۲۰۰۰ ز کلونو تر منځ پنځه تېرېدونکي کسان، په دغه لاره کې، د غورځېدلو له آمله مړه شول. دغه لاره اوس د ۱۴ کاله بندېدلو وروسته یو ځل بیا د ۲۰۱۵ ز کال د مارچ میاشتې په ۲۸ مه نېټه پرانستل شوې ده.

د هسپانیا د ملاګا ولایت چارواکي وایي، چې د کمینیټو ډېل رې لارې د بیارغونې لپاره یې ۵.۸ مېلیونه ډالر لګولي دي.

داسې ویل کېږي، چې له دغې لارې تېرېدل د ۴-۵ ساعته وخت نیسي.

په ۱۹۰۵ زېږدیز کال کې جوړه شوې دغه ۱۱۰ کاله پخوانۍ لاره نږدې ۱۰۰ متره لوړوالی او درې فټه او دوه انچه پلنوالی یا سور لري، چې اوږدوالی یې ۷.۷ کېلو مټره دی.

دغه لاره د یو سیند د پاسه، چې ګوادلهورس (Guadalhorce) نومېږي، جوړه شوې ده، چې دوه غرونه یو له بل سره نښلوي.

پر دغې لارې د تګ ټکټ د یو څه لږ فیس له اخیستلو پرته د لومړیو شپږو میاشتو لپاره وړیا دی، چې هره ورځ د ۶۰۰ کسانو ته اجازه ورکول کېږي، چې پر دغې لارې تګ راتګ وکړي.

زاهدالله ځلاند