د اپرېل فولز ورځ (April Fools’ Day) هر کال د اپرېل میاشتې په لومړۍ نېټه نمانځل کېږي او په دې ورځ ځینې خلک هڅه کوي، چې د خپلو ملګرو سره داسې ټوکې وکړي، چې هېڅ حقیقت ونه لري او خپل ملګري حیران کړي.
دغه ورځ د ۱۹ مې زېږدیزې پېړۍ څخه راپه دېخوا هر کال نمانځل کېږي، چې په کاناډا، اروپا، اسټرالیا، برازیل او د امریکا په متحده ایالتونو کې خورا مشهوره ده.
د ټولنیزو شبکو او په ځانګړې توګه د فېسبوک ځینې کاروونکي هم په دغې ورځ هېښوونکي خبرونه خپروي، چې هېڅ حقیقت ونه لري.
د بېلګې په توګه، په دغې ورځ ځینې ملګري لیکي، چې کوژده مې کړې، ځینو لیکلي دي، د ګډ حکومت اجراییه رئیس له خپلې دندې استعفا وکړه، ځینې کسانو لیکلي دي، چې یو ملګری یې د کوم هېواد لپاره سفیر او یا هم کونسلر ټاکل شوی دی او داسې نورې ډېرې پېښې.
خو د دیني او مذهبي چارو پوهان دغه ډول کړنې سمې نه بولي او وایي، چې دغه چارې د اسلام د سپېڅلي دین سره اړخ نه لګوي او ورسره په ټکر کې دي.
زاهدالله ځلاند
30.03.2015
- زاهدالله (ځلاند) شينواری
د فېسبوک اداره غواړي، چې ټولې نړۍ ته د ۱۰۰۰ بې پیلوټه الوتکو یا ډرون په جوړولو سره د انټرنېټ آسانتیا برابره کړي.
د فېسبوک ټولنیزې وېبپاڼې مشر مارک زوکربرګ ویلي دي، چې دغه بې پیلوټه الوتکې به د لمر څخه چارج کېږي او خلکو ته به د انټرنېټ آسانتیا رامنځته کوي.
د دغې پروژې نوم اکویلا ((Aquila دی، چې تر اوسه په لومړیو پړاوونو کې ده.
فېسبوک تېر کال د بې پیلوټه الوتکو د جوړولو یوه کمپنۍ، چې د اسکنټا ((Ascenta په نامه یادېږي، اخیستې ده او د بې پیلوټه...
05.04.2015
- زاهدالله (ځلاند) شينواری
لارې د تګ راتګ د آسانتیا لپاره جوړېږي؛ خو په نړۍ کې داسې لارې هم شته، چې تېرېدل پرې ډېر خطرناک او له ګواښه ډک دي.
د هسپانیا په ملاګا ولایت کې د کمینیټو ډېل رې (Caminito del Rey) لاره یو ځل بیا د عامو خلکو پر مخ پرانستل شوې ده. دغه لاره په نړۍ کې د خورا خطرناکو لارو څخه ګڼل کېږي.
دغه لاره د پاچا د وړې لارې/ King's little way په نامه هم مشهوره ده؛ ځکه چې د هسپانیا د هغه مهال پاچا الفونسو ( Alfonso XIII) په ۱۹۲۱ ز کال کې هلته د جوړو شویو دوو برېښناکوټونو پرانستنه کړې وه....