دا چـې مـانـه ، نـه هـېـرېـږې خـــو ســـتـا هـــېـره ده قـــوي
نــو زمـــا مـــيـنـه جــــانــانــه تـــر تـــا ډېـــره ده قـــوي

خـامـخـا بـه نـو چـاودېـږي يـو مـې زړه خـپـلـه ضـعـيـف دى
بـلـــه مـــيـنـه شــــا او خــــوا تـرېـــنـه چــــاپـېـــره ده قـــوي

فکـر نه کـړم که ترې خـلاص شې زمـونږ خـوږه مـازيګـره
د مــاښـــام تــوره شـــيـشـکــه بـيــخــي ډېــره ده قـــوي

چــې غـمـــونــه د جـــانــان راتــېــرېــدلـــى تــرېـــنـه نــشــي
د تــابــوت لــــپـاره ( شــــوه ) او کـــه ( بــېــــره ) ده قـــوي؟

خــداى خـــبـر دى لالهاندې کــه بـه روغــه شــي آزاده
ســتا د ژونـد ســپـېـره مـرغـۍ دا ځــل راګــېـره ده قــوي