پام کوه زلفې راخورې چې نه کړې

پکې ورېڅې بارانونه پټ دي

هسې نه مونږه پرې لامده خيشته کړې

[][][][][][][][]

په لاس خبرې، سترګکونه وهي

او صفايي د لاسو ډېره لري

اشنا خو سم د مداري غوندې دی

[][][][][][][][]

ويسيارخانه کې مې يو شېخ وليده

په يوه لاس کې يې تسپې پرتې وې

او  په بل لاس کې انګرېزي  فلمونه

[][][][][][][][]

په ما به دا پابندي نه لګوئ

دواړه  ملکونه خو زه خپل ګڼمه

که پېښور، که په کابل کې اوسم

[][][][][][][][]

په انټرنېټ کې  يو هلک او جلۍ

پخپله حل کړه د واده مسله

نور د جرګو مرکو څه پاتې شول

[][][][][][][][]

تر شپاړسمه مې تعليم کړی دی

نوکري نشته دی ټاټکی چلوم

ګوره دا سر چې مې ګنجی ګنجی دی

[][][][][][][][]

تورو چشمو کې ډېره ښه ښکارېده

ما ويل، چې ښکلې وي، نو داسې دې وي

چې چشمې يې لرې کړې، کاڼۍ وخته

[][][][][][][][]

                                                   خيال باچا(مفتون)