په مخ يې مه وهه زيږه لاسونه

شبګير وهلې ده را ويښه به شي

درته به ووايي :چې چي ميكوني؟

 

ما ته يوې مستې جينۍ داسې وويل

خوند به د شاتو او نباتو هېرکړې

که دې زما د لاس مينچې وخوړې

 

 

 

د کایناتو د تخلیق مالکه !

د کربلا  تندې اخیستي  یو مونږ

یو د رحمت باران خو ، ووروه

 

یوې جینۍ پرون ملا ته ویل

په غټه خېټه دې چینجي ولګه

سره د ږیرې ماته سترګه وهې

 

راته یې ست د سورکو شونډو وکړ

ما به ترې څه رنګه انکار کاوه

زه څه یوسف علیه سلام خو نه وم

 

ږیره زما واک د ملا دی ګینې

شیرینې تا باندې پیرزو مې نه شي

چې د حلوا مینځ کې ازغي درکړمه

 

د هماسیوری دې پر سر دی کنه

عامره تا ته یې چې لاس درکړی

دغه سپېڅلی قلندر دی کنه

 

خلک سپوږمۍ کې پټ پټونی کوي

پښتنې نجونې چې په بام هم خېژي

میندې غوسه شي ترېنه سر شوکوي

 

دا به دعا زما د مور وي ګینې

زه چې مدام پرې بې پروا ګرځمه

له هغو لارو څوک ژوندي نه راځي

 

زما کتاب به آخر څنګه چاپ شي

نور خو لا پرېږده زما پلار هم وايي

دا شاعري د اوزګارخېلو کار دی

   

 

د کلي ښځو رانه ستر نه کاوه

ما ويل زه يې جوړې ډېر خوښ يمه

چاراته ويل ورته سړى نه ښکارې

 

 

غل ترې په غلا کې جاينماز يووړ

د کور خاوند ورته ويل لمونځ پرې کومه

هغه ويل زه درته هندو ښکارم څه

 

چا واپس مېښه سوداګر له يوړه

هغه ويل دا خو دې ړنده راکړې

ده ويل نو ته پرې څه اخبار لولې

 

داسې اتبار، اتبار کې ډېر څه وشول

ما ويل رقيب سره خو ډېره ګرځې

خو پام کوه چرته باجه دې نه کړي

 

يو مست بوډا چې مسته وليدله

ويل يې زما هغه غاښونه راوړئ

زه دې جينۍ پسې شپېلى وهمه

 

جينۍ مې خوښه شوله رايې نه کړه

ورته يو مشر مې جرګه کې واستاوه

هغه د سور بچي ها ځان له وکړه

 

په انټر نېټ يې ويل د څوارلسو يم

چې راغله ښځه د شپېتو کلو وه

بيا مې د ځان په ځاى نيکه ته وکړه

 

چت باندې ناسته وه هلال کميټۍ

مونږ يې په تمه وو چې مياشت به ګوري

هغوى له پاسه جينکو ته کتل

 

د ميکپونو دې خداى بېخ وباسي

چې بارانه راته لنده خيشته کړه

نو بيا مې خپله ښځه نه پېژنده

 

ما ويل پيشو وهم چې وېرېږي

ناوې ويل دا خو بې زبانه شى دى

ته ما له ټس راکه چې بوک دې کمه

 

په مخ کې سېټ کې راسره کېناسته

ويل يې دا لاس ر اپورې څله مږې

ما ويل څه کوې ګېر به نه بدلومه

  

په دروازه کې راته لاس وخوځاوه

زه ورنيږدې شوم ما ويل څه وايې قربان

ويل يې دا ټوکرۍ لږه ډېران ته يوسه

 

پېغله منګي ته په ګودر ټيټه شوه

زلمو کبډي په ميدان پرېښوده

وېل يې اصلي لوبه خو دغلته ده

 

نن که د ښځو حقوق ومنو مونږ

سبا به وايي چې بچي تاسې راوړئ

نو بيا به دې ته د چا پلار ټينګېږي

 

شاعر چې کله په جزبه کې راشي

نو خپل اشنا نه ټول جهان لوګى کړي

ته به وايې دا جوړې د ده د پلار دى

 

 

ته چې لاړې په ما ګرانه

يو اټېک راباندې وشو

د دې خپل زړګي له لوري

 

اوس د اوړي ورځې نه دي

اوس بې حده ګرمي نه ده

پېښور راته انګار شو

 

سبا به عام انتخابات کېږي

نيشنل پارټي مې ډېره خوښه ده خو

په بې نظيرې باندې هم مين يم

 

زما د زړه په امريکا کې اوسي

خو په دې زړه باندې مې ډېرو ېرېږم

زما جانان د اسامه غوندې دى

 

افغانستان د پښتنو وطن دى ؟

که پاکستان د پښتنو وطن دى ؟

په پښتنو باندې بمونه اوري !!!

 

پښتانه دوه تلويزيونونه لري

يو د معيار له کچې ډېر پرېوتى

بل د پښتو هډوکي مات کړه راته

 

پاکستانى او پنجابى نه يم

افغانستان کې مې هم واک نشته

زه يو پښتون  چې لا وطن نه لرم

 

 

ما ويل غزل کې دې تصوير جوړوم

نو په خندا يې راته غبرگه کړه چې

دا شاعري دې ته له ځان سره کړه

 

نور به گلاب زه يار ته نه ورکوم

نن يي گلاب راته ميده ميده کړ

ويل دا سوگت ياري مې نه خوښيږي

 

دې يارانې نه مې توبه ده گلې

چې مې پوښتنه په مودو نه کوې

نو مس کالونه خو بيا مه راکوه

 

يوه سړي بل تـه دښځې شکايت کاوه

ويل يې چې ډانګ په لاس وهـل راکوي

ده ويل مــا څـه پــاغونــدو کې ساتي

 

پـــرلارپــالي مــامـا تــه کېناستم

ويل يې چې ستا په نصيب دوه ښځې دي

مـــا ويل زه خو دې يــوې نـــه تنګ يـم

 

پــــه لاره تــلـمـه يــوسړی مې وليــد

قـــراقـــولـــي يې پـــــه سروه وچ کـــړس و

چې ورته ځيرشومه خادم غوندې و

 

په مورنۍ ژبه يې زده کړه غوښته

خلکو په تيږو باندې وويشت

ويل  کافر شوې کليمه ووايه

 

 

يوه خبريال مو له کانديد وپوښته

صيبه ځان مو کانديد کړى څه ته

ده ويل ملي اپارتمان ته کنه

 

د پښو په څوکو ناست

يوه چونګښه، يو لمرسوى ماشوم

دواړه يو بل ته په ځير،ځير ګوري

 

 

چا راته ويل چې د سپرلي ورځو کې

هغه تر لرې ګرځي ساګو پسې

ځکه پټي کې مې شړشم وکرل

 

 

دا غزل غزل اوبه ځواني

ستا په کې د کاڼي پشان کلک زړګى

ياره ولا حول ولا قوت

 

يا خدايه پاکه ما په دې مه نيسه

زۀ خو دا خلک خندومه ځکه

چې څوک د غمه خودکشي ونه کړي

 

قانون د هغه چا چې زور وي پکې

چې د روپوګېډى يې واخسته نو

پوليس د خر په ځای کولال وداغه

 

د زوى ډولۍ ته ګډېدله بوډۍ

چا ورته وويل خوشالي مه کوه

تا به هم دا اينګور له کوره شړي

 

چرسي چې چرسو باندې خلک عادت کړي

بيا ورته وايي چې کوژده دې وشوه

اوس به واده ځانله پخپله کوې

 

پالګر مې لاس وليد وايي راته

ښځې به دوه کوې دخيره سره

ما ويل صيبه ما خو درې کړي دي

 

ښځې راګېر کړ ښه يې وټکاوه

چې ګاونډيان يې په کوټه اوچت شول

نو ويل يې دا خو ما نه دوړې څنډي

 

بي بي مې لاړه دجينۍ کتو له

چې کورته راغله ويل غاښونه يې لوی وو

ما ويل وو به څه خوړم خو يې نه

 

په ورکه چرګه پسې ډېره زياته

وګرځېده چې ويې نه موندله

نو ويل يې دا پکې د خدای په نامه

 

خدای شته چې زړه مې ترې نه ډېر دغه شو

هغې چې ماته نن دغه وويل

دا زړه مې بيا داسې دغه دغه شو

 

 

خاوند يې وييل چرته يو عشق کومه

ښځې ويل دا مړه څه خوشې کار دی

ولې ما لږو سره کړی دی څه

 

ما ته يې لاندې باندې ډېر وکتل

ما ويل ګوره ګنې خوښ يې شومه

خو دې ويل  پاڅه پر توغاښ دې ښکاري

 

 

زمونږ د کلي او مالت جینکۍ

اوس په کجلو سترګې نه توروي

ځکه سپین سترګې او  کلک سترګې شو ې

 

 

د هایکو په دې درې مسرو کې

ستا بې پایاوه حسن نه ځايېږي

په تا به بیا چرته غزل ولیکم

 

یوه بوډۍ مې کړه ولې نه پورې

ما ویل لږ خیال کوه پرې نه وځې ترورې

مخ یې ښکاره کړ د ‌بچو مور مې وه

 

ما چې شپیېلۍ یوې جینۍ ته ووهله په لاره

ویل شپېلۍ مه وهه دا څه کوې خواره

مونږ کره دننه شوه سکه ترور مې وه

 

 

رب د پاره دا چينار پرې نه کړئ

دلته د هاړ په تکه سره غرمه کې

چا پښتنې پېغلې دمه کړې وه

 

زه د دوکان نه خالي لاس راغلمه

زوی مې ویل اختر جامې دې څه کړې

ما ویل هلته مشرف ولاړ و  ګرانې

 

 

 

سترګې یې شنې وې اننګي يې سېبان

هم یې اوړدې زلفې خورې ښاماران

د بالښت لاندې یې د شپې کېښودل

 

 

مازیګري کې چې ګودر ته لاړم

ما ویل سیل د جینکو به وکړم

هلته غواګانې وې اوبه یې څښلې

 

نه اپریدی و، نه جانان و چرته (فیروز اپریدی)

څپلۍ ې واچولې واپس شوم بېرته

هغه څپلۍ نه وې سېنډل وختل

 

 

 

چې ور مې وټکاوه، را ووتله

ما ويل تاسو کره ګين پرېوتى

هغې ويل راشه مورې ده ووېشتې

 

 

چيرته چې ګڼې جينکۍ ووينم

يوه مې هم په بل چا نه شي پېرزو

وايم چې دا ټولې هم زما ښځې واى

 

چې لاندې باندې جينۍ ما ته کتل

ما ويل خير خو دى، جوړې خوښ دې شومه

هغې ويل وروره پرتوګاښ دې زانګي

 

دوو جينکو راباندې لاس ولګاوه

ما ويل خير دى، مړو جنګ مه کوئ

نيم د يوې، نيم به د بلې شمه

 

 

چې همېشه يې لوپټه په سر وه

ما وېل ډېره حياناکه ده جوړ

هغه په سر باندې ګنجۍ وخته

 

بېګا مې ستا تصوير ته ډېر وکتل

والله چې مينه مې پرې ماته نه شوه

چېرته تصوير او چيرته نغده جينۍ!!

+++++++

نن دورخانۍ خپل ادم خان ته ويل

ستا دې رباب را له مازغه خراب کړل

هغې ويل، څه کړې اوس باجه زده کړمه

 

ما ويل جوړ خال يې دى د شونډو په سر

چې ور نږدې د جينۍ خوا ته شومه

پور! شو چې مچ ترې نه پرواز وکړ

 

ځاى د واده کور کې د ملاستې نه و

نو زه د ښځو په برقو اوده شوم

تمامه شپه په تخڼېدو تېره شوه

 

خوب کې را پاڅېدم له ناوې نه مې

بنارسۍ پورته کړه، ووېرېدم

له خرې نه کته پورته کړې وه ما

 

يوې جينۍ سره مې خوله ګډه کړه

چا راته ويل دا خو کوېژدن ده ګورې

ما ويل نو زه پرې څه نکاح تړمه؟

 

ما ويل په کوم زيارت دې لاس ايښى و

چې دې زما غوندې باتور ومونده

هغې ويل ورک شه مړه تا کې څه دي؟

 

خاوند چې ښځې نه کالى خرڅاوه

نو ويل يې دومره بې غيرته نه يم

دا مېخکى خو پکې ځان له پرېږده

 

 

لاليه لږه ګزاره به كوو
ټيكسي خو څه چې لينډكروزر به واخلو
كه دې ګمرك كې وظيفه پيدا كړم


په هر چا ګران يمه ښه قدر مې كړي
ماته ګيله په دې خبره راځي
چې مې جانان په رسميت نه مني

 

ما ويل چې لږ زره ديدن خو راكه
ويل يې  زهر دې شه خاورې وخوره
ما ويل چې ولې درته مار ښكارمه


زه د كرولې او كروزر وس نه لرم
جانانه ځه كه ورته مخه وينې
زما سايكل دې په خدمت كې دى نن


لږ په رخسار د زلفو سيورى وكړه
ځكه چې دغه د لمر تېزې وړانګې
اشنا ضرور واورو ته زيان اړوي


په ما دې شل جريبه ځمكه لو كړه
خو ستا د كور د دروازو له مخې
د پراټو درك ونه لګېده


دا د بـڼو چارواكي وپوهوه
چې مې د زړه كلي كې
داسې په خپل سر عمليات نه كوي


ترافيك راغلو ډير غوسه راپسې
ما ويل چې خير شيشې راماتې نه كړي
خو يو د لسو نوټ لانجه ختمه كړه


څه له د خړو اوبو مخ راوينځې
كه راكوې نو سمه مينه راكه
ياره په خداى نيستي مې نه خوښيږي


ما ويل دې نهر كې څو غوپې وركوم

خو بيا مې ويل چرته ډوبه نشي

اخير جينۍ ده څه هيلۍ خو نه ده

 

چرته چې دوه مين په مينه ويني

نو دا رقيب پكې بېلتون راولي

مړه نو دا څه د سړي بچى دى


ما چې وهل او ټکول  اوخوړل
ما ته ارمان ددې خبرې راغلو
 چې، زۀ د جانان کوڅې ته څله تلمه


پوزه يې چيته کړه پېښې يې وکړې
ما وې که ماته اداګانې کوي
هغې کبابو ته سپېږمې وهلې


بدرنګې ناوې خپل خاوند ته  ووې
زۀ پۀ دې تور کميس کې څنګه ښکارم
 هغۀ وې خاص لکه د مېخې په شان


دا وکالت څۀ دومره ګران کار ندى
ځان له کباړ کې يو تور کوټ پيدا که
او پۀ عدالت کې باټينګړ خرڅوه


نن يو انګرېز د ملاوټ له يرې
په پاکستان کې تشې ها خوړلې
  نو هغه هم د شمشتو و ختې