خپروندوی : ترنم بابا
پوښتنه: دیني علماء په دې مسئله کي څه وایې چي نن سباکومه داوادپیچکارۍ په واسطه بدن ته رسول کیږي دا روژه ماتوي که نه؟
دشرعي دلائلوپه رڼاکي ځواب راکړئ !
ځواب : دډاکټرانوپه تحقیق اوتجربه داخبره ثابته شوې ده چي دپېچکارۍ په واسطه دوا درګونوله لارې رسول کیږي اوله وینې سره دشریانویارګونوپه واسطه ځي، دماغ یانس ته دوا مخامخ یامستقیماً نه رسیږي اودروژې دفساد لپارهدماغ یانس ته اصلي منفذپه واسطه رسیدل ضروري دي دیواندام په جوف یاعروقو(شریانواووریدونوپه جوف) کي دیوشي رسیدل روژه نه فاسدوي،
ځکه نودپېچکارۍ یاستن په واسطه چي کومه دوابدن ته رسول کیږي هغه روژه نه فاسدوي، دفقهاؤعبارات په دوه ډوله نژدې، بلکه حقیقتاً ددې دعوې تصریح کوي اول خوداچي فقهاؤ پرزخم ومطلقاً دوااچول مفسدنه دي ګڼلي، بلکه دجائفې اوامې قیدیې ورسره واسطه دوامخامخ دماغ یانس ته رسیږي که نه درګونوله لارې خودنوروزخمونودواهم رسیږي، دویم دفقهاؤپه منل شویوفقهي جزئیاتوکي ډیری داسي خزئیې شته چي په هغوکي دوااونورو مطلقاً دبدن جوف ته رسیدلي، خوڅرنګه چي جوف دماغ اوجوف بطن ته له اصل منفدڅخه نه ده رسیدلې ځکه یې نوهغه دروژې فاسدؤنکي نه ده بللې، لکه دنارینه دبولوځای له لارې ددوا، تیلواونوروپه اچولوددورسره امامانوپه اتفاق روژه نه فاسدیږي،( کماصرح به الشامی حیث قال وافادانه لوالقی فی قصبه الذکرلایفسداتفاقاًولاشک فی ذلک شامی ۱۰۳/۲ ومثله فی اخلاصه ۲۵۳/۱ نقلاعن ابی بکرالبلخی(رحمة الله علیه)
که دوامثانې ته ورسیږي نوهم دامام اعظم(رحمة الله علیه)اوامام محمد(رحمة الله علیه) په نزدروژه نه فاسدیږي اوامام ابویوسف (رحمة الله علیه) چي یې روژه فاسدؤنکې بولې هغه هم پردې بناچي هغه ته دامعلومه شوې چي دمثانې اومعدې ترمنځ اصلي منفذشته چي له هغه څخه دوامعدې ته رسیږي، که نه صرف مثانې ته په رسېدوهغه هم روژه فاسده نه ګڼي، ځکه نودهدایې مؤلف ددې اختلاف په اړه لیکي دي :
(فکانه وقع عندابی یوسف بینه وبین الجوف منفذاولهذایخرج منه البول ووقع عندابی حنیفة ان المثانة بینهماحائل والیول یترشح منه وهذالیس من باب الفقة انتهی ).
ابن همام (رحمة الله علیه) ددې په شرح کي لیکي :
(یفیدانه لاخلاف لواتفقواعلی تشریح هذاالعضوفان قول ابی یوسف(رحمة الله علیه) بالافسادانماهواعلی بناء قیام المنفذبین المثانة والجوف (الی قوله) قال فی شرح الکنزو بعضهم جعل المثانة نفسهاجوفاً عندابی یوسف وحکی بعضهم الخلاف مادام فی قصبة الذکرولیسابشی انتهی .)
همداډول که په غوږکي اوبه ولویږي نوروژه نه فاسیدیږي ،کماصرح به فی الدرالمختاروالخلاصة ،سره له دې چي غوږهم یوجوف دی، همدارنګه که کوم څوک انګوریابل شی په تاروتړي تېریې کړي اوبیایې راکش کړي نوروژه نه فاسدیږي ،
(کماقال فی الخلاصة وعلی هذالوابلتغ عنباًمربوطاً بخیط ثم اخرجه لایفسدصومه خلاصه۲۶۰/۱ ومثله فی العالمکیریة مطبوعة الهند، ص ۲۰۲ ولفظه ومن ابتلع
لحمامربوطاً علی خیط ثم انتزعه من ساعته لایفسدوان ترکه فسدکذافی البدائع .)
که جوف بدن ته دمطلق شي رسیدل فاسدؤنکی وای،نوپه خپله دبولوځای هم یوجوف دیاومثانه خوپه درجه اولی جوف دی،غوږاوحلق هم جوفونه دي دغوټولوته دیوشي رسیدل اتفاقاً روژه نه فاسدوي،له دې څخه وعلومه شوه چي جوف بدن ته ومطلقاًدماتؤنکوشیانورسیدل روژه نه ماتوي،بلکه خاص جوف بدن نه لري هغه په دې وجه یادشوی دی چي جوف دماغ ته تورسیدووروسته دمنفذپه واسطه جوف معدې ته رسیدل اکثري عادت دی، لکه دبحرالرائق دمؤلف له تصریح څخه چي معلومیږي :
(قال فی البحروالتحقیق ان بین جوف الرأس وجوف المعده منفذاً اصلیاً فماوصل الی
جوف الرأس وصل الی جوف البطن من الشامی ۱۶/۲ .)
په دې عبارت کي دامقصدبالکل واضح شوی دی چي له جوف څخه مرادصرف جونس دی اوڅرنګه چي له جوف دماغ څخه مرادصرف بطن ته رسیدل لازمي دي،ځکه نوهغه رسیدل هم دمعدې دجوف په اتباع مفسدوبلل شو.
همدارنګه حقنه اونورهم دجوف معدې داتباع په وجه مفسدبلل شوی په فتاوی قاضی خان کي دي :
(اماالحقنة والوجورفلانه وصل الی الجوف مافیه صلاح البدن وفی القطوروالسعوط لانه وصل الی الرأس مافیه صلاح البدن )
له دې عبارت څخه هم دامعلومه شوه چي کوم جوف ته چي دیوشي وصول روژه فاسدوي هغه دمعدې اودماغ جوف دی،مطلقاً جوف مرادنه دی اودخلاصة الفتاوی عبارت بلکل ددې مضمون لپاره صریح نص دی.وهي هذه :
(وماوصل الی جوف الرأس والبطن من الاذن ولانف والدبرفهومفطربالاجماع وفیه القضاء وهی مسائل الاقطارفی الاذن والسعوط والوجوروالحقنة وکذامن الجائفة
والامة عندابی حنیفة(رحمة الله علیه)
همداډول دعالمګیري الفاظ هم دې ته نژدې دي :
(وفی دواء الجائفة والامة اکثرالمشائخ علی ان العبرة للوصول الی الجوف والدماغ.(عالمکیریة مطبوعة الهندا ۲۰۲/۱ )
دبدائع عبارت ددې مضمون لپاره ترټولوصریح اوواضع دی :
(وهی هذه: وماوصل الی الجوف اوالدماغ من المخارق الاصلیة کالانف ولاذن والدبربان استعط اواحتقن اواقطرفی اذنه فوصل الی الجوف اوالی الدماغ فسدصومه وامااذاوصل الی الدماغ لانه له منفذاًالی الجوف فکان بمنزلة زاویة من زوایاالجوف الی قوله وامااذاوصل الی الجوف اوالی الدماغ من غیرالمخارق الاصلیة،بان داوی الجائفة والامة فان داواهابدواء یابس لایفسدلانه لم یصل الی الجوف ولاالی الدماغ ولوعلم انه وصل یفسدفی قول ابی حنیفة .(بدائع ۹۳/۲ )
دبدائع په دې عبارت سره دوې خبرې ثابتې شوې :
لومړۍ داچي دبدن یوې حصې ته مطلقاً دیوشي دخول روژه نه فاسدوي ،
بلکه دادوه شرطونه غواړي اول داچي هغه شی جوف معده یاجوف دماغ ته ورسیږي، دویم داچي رسیدل به یې هم دمخارق اصلیه یعني اصلي منفذله لارې وي، که یوشی له اصلي مخارقوپرته په کومه بله کیمیاوي طریقه جوف معده یاجوف دماغ ته رسول شي نوهغه هم روژه نه فاسدوي،دپیچکارۍ په واسطه بې شکه دوایادهغې اثردټول بدن هرې حصې ته رسیږي خوداوصول یارسیدل له اصلي منفذڅخه نه دی،بلکه درګونوپه واسطه دي،دااصلي منفذنه دی،ځکه نوکه څوک دګرمي په موسم کي په سړو اوبوغسل وکړي نوتنده بې کمیږي،ولي چي دااوبواجزاوې دمساماتویاوړو وړوسروله لارې دننه ځي،خوهیچاداغسل مفسدنه دی بللی،په دې سره داشبه هم ختمه شوه چي دګلوکوزاونوروپیچکارۍ داسي ده چي دهغې په واسطه بدن ته دغذاپه شان قوت رسیږي،نوځکه بایددهغې حکم دخوراک په څېرشي،ځواب ښکاره دی چي مطلقاً دقوت رسیدل روژه نه فاسدوي،لکه دسړځګي رسېدل چي روژه نه فاسدوي،بلکه داصلي منفذله لارې جوف معد ه یاجوف دماغ ته دیوشي رسیدل روژه فاسدوي ، په پیچکارۍ کي داشی نه شته که څه هم بدن ته قوت رسوي...
لیکوال : مفتی محمدشفیع (رحمة الله علیه)