خپروندوی :ترنم بابا

ددي مسئلي دوه جزه دي، یوداچي په لمانځه کي دسپیکراستعمال څرنګه دي ؟

ددي ځواب مي په دي رساله کي وړاندي لیکلي دی چي ترکټې یې تاوان زیات دی ، داثمها اکبرمن نفعهما مصداق دی ، ددي پراستعمال دمرتبېدؤنکوپنځوسختومفاسدوبیان وړاندي تېرشوی دی ، ځکه نوښه داده چي په لمانځه کي ددې له استعمال څخه ډډه وشي اوبایددترک اومنع فتوی ورکول شي .

بل جزدادی چي که یو چادضرورت یا مجبوري اویادخپلې رایې پربنادسپېکرپه اوازلمونځ وکړ (لکه چي نن سبا په حرمینوکي ډیر حاجیان اوزیات کؤنکي له داسي حالت سره مخ کیږي ) نودهغه لمونځ صحیح دی که یې راګرزول واجب دي ؟

په دې اړه له ښه غور، پلټنې ، تحقیق اوله علماؤسره تر رابطې وروسته زمارایه داده چي لمونځ نه فاسدیږي راګرزول یې واجب نه دي، وجې یې دادي :

۱- په تیره فتوی کي له دې وجې لمونځ فاسدبلل شوی ؤ چي ددې آلې اواز دامام اصلي اوازنه دي ، بلکه دانګازې په څېردهغه نقل یا عکس دی ، څرګنده ده چي داکومه فقهي مسئله نه ده ، بلکه صرف دنوي سائنس مسئله ده ، دهمدغه فن ماهرین یې حل کولای شي .

 لومړی وارحکیم الامت (رحمة الله علیه) له سائنس پوهانوڅخه ددې مسئلې تحقیق وغوښت نویوازي دحیدرآباددکن په یوه ځواب کي داسي لیکل شوي ؤچي دااوازبعینه دمتکلم اوازنه دی ،

بلکه دهغه نقل اوعکس دی ، له دې سربیره دبهوپال په ځواب کي دشک اظهار شوی ؤاوعلی ګړهه پوهنتون په ځواب کي په پوره باورسره ویل شوي ؤچي دابعینه دامام اصلي اوازدی اواوس دپاکستان په کراچۍ ، ډهاکه اونوروکي دمکررتحقیق پروخت دفن ټولو لوړوماهرینویوځواب راکړچي دابعینه دمتکلم اصلي اوازدی ، نوددي اواز اتباع دامام اتباع ده ،

ځکه نودلمانځه دفسادهیڅ وجه نه شته .

۲- دعامواسلامي احکاموله مطالعې څخه داخبره په یقین ثابته ده چي کوم مسائل چي له فلسفې ، تحقیق ، دریاضي له تدقیق ، اصطرلاب اونوروآلاتوسره تعلق لري ، اسلامي شریعت په هغوټولوکي دحقائقوله تحقیق اوتدقیق نه په سترګوپټولو احکام صرف پرظاهرپناه کړي ، په داسي ډول چي هرعام وخاص ، عالم وجاهل ، ښاري وځنګلي په انساني سره دوسائلوله مرستې اوحسابونوله کولوپرته هغه معلوم کړي اودخدای (ج) له خوافرض شوې ذمواري څخه غاړي خلاصې کړای شي .

درؤیت هلال اواختلاف مطلع په بحث کي دستوروپوهانو اوریاضي پوهانوپر تحقیقاتواودقبلې دلوري په معلومولوکي داصطرلاب پراستعمال له همدې کبله دشرعي مسائلوبنسټ نه دی ښودل شوی، بلکه دسپوږمۍ مدارپرالله عنهم پرمحاریبوښودل شوی، حال داچي دافنون اودهغوآلات په نبوي زمانه اووروسته وختونوکي په کثرت سره موجوداورواج ؤ.

ددي اصولوپربناتربحث لاندي مسئلې څخه دوې نتیحې راوزي اول داچي په مقصودي عباداتوکي ددې ډول آلاتواستعمال اصولاً ښه نه دی، تفصیل یې درسالې په پیل کي تېرشوی دی .

دویمه داچي که چاپه یادوشویومسائلوکي داآلات استعمال کړل، نوداصل عمل صحت اونه صحت بیاهم پردې فني تدقیقاتونه دی، بلکه پرظاهرحال باندي دی، مثلاً که چاداصطرلاب په واسطه دقبلې طرف معلوم کړنوشرعاً ددې ،بلکه له عامومساجدوسره پرموافقت اونه موافقتدباندي دی .

له یادوشویواصولوسره سم دسپېکرپه واسطه اورېدونکي اوازته په ظاهره اودعواموپه اصطلاح دمتکلم اصلي اوازویل کیږي، که څه هم فني تدقیقات داثابته کړي چي دا اصلي اوازنه بلکه دهغه عکس دي، ځکه په دې صورت کي به داصل اوازاودې آلې داوارفرق دومره باریک شي چي عواموته څه چي په خپله دسائنس ماهرینوته به هم سم وضع نه وي، ځکه نوپه دې کي اختلاف پیداشو، نوداسي باریک فلسفي تدقیقات چي دفن ماهرین هم دهغوسم درک نه شي کولای دشرعي احکامومدارنه شي کېدای،

بلکه په هغواحکاموکي له ظاهرسره سم دادمتکلم اصل اوازبلل کیږي .

لیکوال : مفتی محمدشفیع «رحمة الله علیه»