خپرندوی : ترنم بابا
حضرت عبدالله بن سلم رضي الله عنه له حضرت کعب احبار رضي الله عنه نه پوښتنه وکړه چي یوداسي
شي کم دي چي دعلماو له زړه نه دهغو علم راوباسي ؟
حضرت کعب احبار رضي الله عنه وویل چي لالچ حرص او دخلګو په وړاندي لاسونه اږدول . یوه سړي
له حضرت فضیل (رح) نه ددي قول په باره کي تشریح وغوښته هغه ورته وویل کله چي یوانسان په لالچ
کي کم شي خپل مطلوب اومقصود ګرځوي نودهغه دین رخصتیږي . حرص دادي چي انسان کله یوه شي
اوکله یي دیوشي اوکله دبل شي په طلب کي اوسي تردي چي هغه ډیرڅه ترلاسه کول غواړي اوکله یي
دیوشي دحاصلولو لپاره یي دمختلفو خلګوسره رابطه هم راځي کله چي دهغه ضرورت پوره کړي نو
دهغوپه پزه کي تار ورواچوي اوچیري یي چي زړه وغواړي هلته یي غورځوي ددنیا دهمدغه محبت
له کبله چي هروخت هغه ددوي په وړاندي تیریږي ورته سلام کوي اوچي کله ناروغ شي نوپوښتنه
یي کوي اوداټول کارونه دخداي درضا لپاره نه وي بلکي دهغودخوشحالي لپاره وي کاشکي چي
دهغه محتاج نه واي .
منبع :
مکاشفته القلوب :
لیکوال : امام غزالی (رح)