خپروندی : ترنم بابا

 له کفارسره ولاړه مه . اهي فرمان دي چي

(ولاترکنواالي الذین ظلموافتمسکم النار) القبرة ۲۵۵

دځینومفسوینوقول  دي چي اهل سنت په دي خبره متفق دي چي (رکون) دمطلقي

  میلان اوتوجه نوم دي که هغه لږوي اوکه زیات .

دعبدالرحمن بن یزید رحمه الله تعالي قول دي چي دلته درکون نه مرادپټول دي یعني

دهغه په کفرانکارمه کوئ .

دعکر مه رحمه الله تعالي قول دي چي له دي څخه مراد دادي چي له کفارو سره نیکي

مه کوي دایت شریف ظاهري معني ده چي له کفارو اوبدکارو خلګوسره ناسته ولاړه مه کوي .

حضرت نیشاپوري رحمه الله تعالي په خپل تفسیر کي لیکي چي له رکون څخه مراد

دکفرښه ګڼل دهغوي کارونه ښه ګڼل اودنوروپه مخکي دهغوي صفت کول اودګمراهي

په کارونوکي دهغوي ملګرتیاکول مګرکه دهغوي دظلمونو دبندولواوله هغونه دګټي دترلاسه

کولولپاره  ورسره ناسته ولاړه وسي نوبیاخیردي . لیکن زمافکرداد ي چي دمعاش دطلب اومزدورئ

په خاطرله هغوسره ناسته ولاړه خوجایزه ده مګردتقوي تقاضا داده چي له هغوڅخه بلکل لیري اوسه

ایاالله تعالي دخپلوبندګانودمشکلاتو دحل کولولپاره کافي نه دي ؟ .

زه وایم چي دامام نیشاپوري قول بلکل صحیح دي نن سبا خوپه خاص ډول ددي خبري ضرورت دي

اړیکي وشولئ شي ځکه چي په دي فاسد دورکي دنیکي حکم کول تودبدیوڅخه منع کول ناممکن دي

همداراز دکفاروظلم تردي اندازي پوري رسیدلئ دي چي له هغوسره ناسته ولاړه مسلمانان په هلاکت

کي اچوي ستاسي دهغه شخص په باره کي څه خیال دي چي هغه دظالمانواو مشرکانوسره محبت کوي

دهغو دشراب نوشئ او حرام کارئ په محفلونو کي ګډون کوي اودهغوي ددوستئ تقاضاوي پوره کوي

اودهغوداوسیدو طریقي خپلوي دهغوپه شان لباس اغوندي حال داچي که سړئ حقیقت ته وګوري نودا

هرڅه دمچ تروزرهم بي قدره دي .

نبوي فرمان دي چي انسان دخپل دوست پردین باندي وي تاسي وګورئ چي تاسي دوست څوک دي ؟

روایت دي چي ښه دوست دعطر فروش په شان وي که هغه عطر درته درنکړي خوشبویي خوبه یي درته

راځي اوبد ملګري مثال دآهنګر په شان دي که هغه تاونه سوځي خو دهغه دبټۍ دود به خامخاتاته ورسیږي

اوجامي به درخیرني کړي او تنفس ته دي نقصان رسوي .

منبع !

مکاشفته القلوب :

لیکوال : امام غزالی (رح)