څېړنوال عبدالرحيم بختانى خدمتگار

د سرفراز خان عقاب خټک د ژوند پر مهال د سيمې تاريخي او سياسي حالا تو ته لنډه کتنه

          د سرفراز خان عقاب خټک د ژوند پر مهال (١٩١١-١٩٨٤) په سيمه کې ډير بنسټيز بدلونونه رامنځته شول او ، د هغه د کوچنيوالي او ځوانۍ پر مهال د هند نيمه وچه د برتانوي استعمار ترحاکميت لاندې وه . په همدې مهال په ټوله سيمه کې آزادي غوښتونکي غورځنگونه رامنځته شول او د هغه په نتيجه کې هندوستان خپل استقلال ترلاسه کړ او په سيمه کې لوى سياسي او جغرافيايي بدلون رامنځته شو .
د هند په نيمه وچه کې لومړى دوه هيوادونه، يعنى هندوستان او پاکستان او وروسته يو بل هيواد يعنې بنگله ديش هم رامنځته شوه . د سرفراز خان خټک د ژوند مهال په دوو برخو ويشل شوې ، يوه برخه يې چې د ماشومتوب او ځوانۍ دوره ده ، د پاکستان د جوړيدو نه مخکې دورې پورې مربوطه ده او ، بله دوره يې د پاکستان د جوړيدونه وروسته دوره ده. د هغه د ژوند په دواړو دورو په سيمه کې سياسي او ټولنيز ژوند آرام او نورمال نه وو او له ستونزونه ډک کلونه تير شوي دي  .

          په دې مقاله کې به لومړى په دې دوره کې د سيمې پر تاريخي حالاتو او وروسته په سياسي حالاتو باندې لنډه څېړنه او تحليلونه وړاندې شي . همدارنگه په دې حالاتو
او تحولاتو کې به د سرفراز خان عقاب خټک علمي ، ټولنيزو او فرهنگي فعاليتونو په اړه هم لنډ معلومات وړاندې شي .

          د سرفراز خان عقاب خټک د ماشومتوب په مهال يعنى ١٩١٩ز کال کې اعليحضرت غازى امان الله خان لخوا د افغانستان استقلال اعلان وشو. ((غازى امان الله خان د هيواد آبادۍ ته يې ځانگړې پاملرنه وکړه ، اساسي قانون يې جوړ کړ ، اخبارونه او ښوونځي يې تاسيس کړل ، خو انگريزانو نه پريښود او غوښتل يې ، چې په افغانستان کې داسې حالات رامنځ ته کړى تر څو د امان الله خان ټول پروگرامونه شنډ او پخپله له واک نه لاس په سر شي ، چې په پاى کې د ١٩٢٨ز – ١٣٠٧ هـ ل کال کې همداسي وشول))(١) .

          په ١٩٢١ز کال کې چې سرفراز خان خټک يو ولس کلن ماشوم و، په پښتونخوا کښې د خان عبدالغفار خان په مشرۍ انجمن اصلاح افاغنه جوړ شو . ددې انجمن په اهدافو کې يو هم د پښتنو په سيمو کې د ښوونځيو او مدرسو جوړول وو، دا کار د پاچا خان او د هغه د ملگرو لخوا په پښتونخوا کې عملاً پيل شو . په دې اړه پاچا خان داسي وايي : ((مونږ په ١٩٢١ز کال کې د دوستانو په امداد په اتمانزو کې د آزاد سکول . بنياد کيښوده ، چې په دې سکول کې قاضي عطاء الله، ميا احمد شاه ، حاجي عبدالغفار خان ، محمد عباس خان ، عبدالاکبر خان اکبر، تاج محمد خان، عبدالله شاه او خادم محمد اکبر زما ملگري وو . د مدرسې ترڅنگ مونږ د پښتنو د غلطو رسمونو او رواجونو د اصلاح کولو، د تشدد نه د منع کولو او پکې د قامولۍ د مينې او محبت د پيدا کولو په غرض د اصلاح الا فاغنه په نامه يو انجمن جوړ کړى و)) (٢) .

          په ١٩٢٥ز کال کې کله چې سرفراز خان عقاب خټک د ښوونځي په اتم ټولگي کې وو ، په سيمه کې د انگريزانو لخوا قومي او مذهبي اختلافاتو ته ډيره لمن وهل کيدله . د دغو اختلافاتو له امله د هندوانو او مسلمانانو ترمنځ ډير جنگونه او شخړې رامنځته کيدې ، په همدې وخت کې مهاتما گاندي د ډوډۍ دنه خوړلو اعتصاب وکړ
او ويې ويل چې تر څو دغه اختلافات پاى ته نه وي رسيدلي خپل اعتصاب ته به دوام ورکړم ، له همدې کبله ((په ١٩٢٥ز کال کې د هندو – مسلمان د يووالي کنفرانس را وبلل شو، محمد على جناح د خپل گروپ سره په دې کنفرانس کې شريک شو . کنفرانس د هندو– مسلم فسادونو باندې د افسوس او تاسف اظهار وکړ او د هغو د تحقيقاتو لپاره يې د گاندي او اجمل خان د مشرۍ لاندې يو خصوصى کميسيون وټاکه . دې غونډې خلکو ته د مذهبي برداشت او تحمل پاره غوښتنه وکړه او په مسلمانانو يې ټينگار وکړ چې هندوان دې د خپلو مذهبي ورځو په نڅا او سندرو سره د نمانځنې له کبله نه دې ټکوي او نه دې يې تنگوي . او دغه راز هندوان دې بايد دغو احلالولو په وجه مسلمانان تنگ نکړي . دغې غونډې له گاندي نه خواهش وکړ چې خپله د لوږي هغه روژه ماته کړي کومه چې نوموړي د هندو – مسلمان د فسادونو پر ضد د احتجاج په توگه نيولې وه . خو سره ددې د کانگرس او مسلم ليگ ترمنځ اړيکو کې څه خاص بدلون واقع نه شو)) (٣) .

          زما په نظر ددې کنفرانس تاثير او اغيز، څومره چې توقع کيده هغومره نه و، مگر دومره وشو چه گاندي جي خپل اعتصاب پاى ته ورساوه . هسې هم ددې کنفرانس نه وروسته د هند ترويشه او له هغه وروسته تر ډيرو کلونو پورې دغو مذهبي اختلافاتو جريان درلود، حتى تر ننه پورې ددې اختلافاتو نښې تر سترگو کيږي .

          په ١٩٢٨ز کال کې سرفراز خان عقاب خټک اووه لس کلن ځوان و . پدې مهال هغه د پنجاب په پوهنتون کې زده کوونکي وو، په دې وخت په پښتونخوا او بلوچستان کې د هند د آزادۍ لپاره هلې ځلې روانې وې. په دغو سيمو کې د پښتنو د بيدارۍ لپاره اخبارونه او مجلې چاپيدلې . په دغو مجلو او اخبارونو کښې د انگريزانو پرضد مقالې او ليکنې خپريدلې . په پښتو ژبه د دغو نشراتو په لړ کې يو هم د ((پښتون)) په نوم مجله وه ، چې په پښتونخوا کې يې د خان عبدالغفار خان په نوښت په نشراتو باندې پيل وکړ . ددې مجلې د چاپ او پر لرو او برو پښتنو باندې د هغې د تاثيراتو او اغيز په باره کى خان عبدالغفار خان داسي يادونه کړې ده : ((د اجازت نامې دپاره مې حکومت ته درخواست ورکړ ، اجازت نامه مې حاصله کړه او په ١٩٢٨ز کال کې مې د ((پښتون)) په نوم يوه رساله په پښتو ژبه کې د اتمانزونه جاري کړه . افسوس خو په دې دى ، چې پښتون دومره لوى قوم دى ، او خداى ورله د نعمتونو او دولتونو نه ډک ملک ورکړى دى ، نه دده پخپله ژبه کې يوه رساله (مجله) او نه يو اخبار شته، دا د پښتو ژبې اولنۍ رساله ده ، چې د پښتنو په ملک کې جارې شوه ، پښتون قوم ډير خراج دى ، ليکن دې څيزونو باندې پيسې نه لگوي او په دې قسم څيزونو خرڅ کولو سره نا آشنا
او نا بلده دي . ډيري پيسې ما د خپل جيب نه پرې خرڅ کړې . دې رسالې د پښتنو په ښځو او نرو کې يوه نوې زنده گي پيدا کړه . دا خپل ملک خو پرېږده ، پښتانه چې په يورپ ، امريکه او استرليا کې ددې نه خبر شوو نو هغوى به غوښتله او امداد به يې هم ورسره کاوه . د پښتنو يې پښتو طرف ته شوق پيدا کړ او په افغانستان کې هم ښه لوستل کيده )) (٤) .

          په ١٩٢٩ز کال کې سرفراز خان عقاب د پنجاب يونيورسټۍ نه فارغ شو او بيا په عليگړ مسلم يونيورسټى کې شامل او په ١٩٣٣ز کال کې يې هلته په اوله درجه (ايم- اى) وکړه (٥) .

          په ١٩٢٨ - ١٩٢٩ز کلونو کې د پښتونخوا په ټولو سيمو کې د خان عبدالغفار خان په مشرۍ د انگريزانو نه د آزادۍ د لاسته راوړلو په خاطر هلې ځلې چټکې شوې او په سيمه کې دغه غورځنگ په يو ملى او سراسري غورځنگ بدل شو . په دې کلونو کې د خان عبدالغفار خان د سياسي فعاليتونو په اړه يو انگريزي ليکوال او سياست پوه ارنولد جانسن ليکي :.

          ((پر ١٩٢٨ز کال په پښتونخوا کې د کانگرس يوه ايالتي کومېټه جوړه شوه ، چې غړي يې يا هندوان يا ښاري مسلمانان وو . په کليو کې د دغه سازمان لږ ملاتړ موجود
و ، او پر ١٩٣١ز کال کله چې خان عبدالغفار خان خپل خدايي خدمتگار تحريک له دې گوند سره مل کړ، نو وگړنى ملاتړ يې په دغه ايالت کې لاسته راوړ .

          د ١٩٢٩ز کال په سپتمبر کې خان عبدالغفار خان د افغان جرگې په نامه يو تنظيم جوړ کړ . د تنظيم موخې له هند نه پوره آزادي، . د هندو – مسلمان اتحاد او د پښتني ټولنې ريفورم و . په لږ وخت کې د پيښور او شاوخوا کلو ډير خلک په دغه ډله کې شامل شول . په افغان جرگې پورى تړلې جرگې د پيښور سيمې په ټولو کليو او د نورو سيمو په ډيرو برخو کې جوړې شوې . دا جرگې په سيمو کې د جرگو او په ولسواليو کې د تيپو په وسيله يو له بل سره تړلې وې . په سر کې يې د ټول ايالت لپاره لويه جرگه وه . ددې تنظيم په څنگ کې د خدايي خدمتگارو په نامه بل تنظيم هم و ، چې په نيمه پوځى ډول جوړ شوى و . په تيورۍ کې خدايې خدمتگاران د افغان جرگې ماتحت و ، خو دا څرگنده نه ده ، چې يادو دوو تنظيمو سره څه ډول همغږي (کور دينېشن) درلود. ډير ژر خدايې خدمتگارو افغان جرگه ترخپل سيوري لاندې راوسته . خدايې خدمتگارو به خپلې جامې د سرو خټو په خاوره رنگولې، نو له دې امله به انگريزانو ورته سرخپوشان ويل)) (٦) .

          زما په اند د افغان جرگې او خدايي خدمتگار د روابطو او دا چې يو دبل ((ما تحت- لاس لاندې)) پاته شوي وي ، زياته مطالعه په کار ده ، مگر ددې پاسني نقل قول څخه د دوى ترمنځ د ډېرو نژدې روابطو د شته والي ثبوت ترلاسه کېږي . خير په هر صورت ، په ١٩٤٠ز کال کې چې د سرفراز خان عقاب خټک د ځوانۍ دوره وه ، په سيمه کې د پاکستان د جوړيدو لپاره خبره پورته شوه ، او ددې هيواد جوړيدو لپاره هغه پلانونه چې پخوا طرح شوي وو، په ډاگه شول ، د مسلم ليگ د گوند مشر محمد علي جناح په يو کنفرانس کې، چې د لاهور کنفرانس په نوم ياديږي، د پاکستان د جوړيدو اعلان وکړ : ((په لاهور کې د ١٩٤٠ د مارچ په ٢٠- ٢٣ غونډه کې د مسلم ليگ گوند په ډاگه کړه چې د هندوستاني مسلمانانو اساسي غرض په مذهبي بنسټ هند ويشل او د يو اسلامي دولت پاکستان جوړول دي . دا پريکړه په تاريخ کې د پاکستان يا د لاهور د قرارداد په نوم ياده شوه . ددې غوښتنې نظرياتي دليل جناح پخپل صدارتي خطاب کې څرگند کړ . هغه څرگنده کړه چې هندوستاني مسلمانان يوه مذهبي فرقه نه ده ، بلکې يو قوم (ملت) دى ، چې د ملک په شمال لويديځ او ختيځ کې يو ځاى ژوند کوي او ځکه د خپل سرنوشت د ټاکنې حق لري .

          محمد علي جناح پخپلو ليکونو کې خپل نظر سره سم، گاندي جي ته دپاکستان سرحدات روښانه کړل او د لومړي ځل لپاره يې رسماً په جارو ويل چې پاکستان به يو خپلواک هيواد وي او دا شان يو واقعي ډموکراتيک عوامي حکومت به وى چې
د پاکستان د خلکو د ټول وجود په اراده او تصويب به د نژاد، عقيدې او رنگ د توپيرنه پرته چليږي )) (٧) .

          د پاکستان د جوړيدونه مخکې د جناح په شان ، داسې  خبرې او تقريرونه ډېر کيدل چې د هند مسلمانان به په ځانله هيواد (پاکستان) او هندوان په ځانله هيواد (هندوستان) کې ژوند وکړي، نو د پاکستان په نوم حکومت جوړ کړى شو ، تر اوسه پورې په دواړو هيوادونو کې، يعنې هندوستان او پاکستان کې هندوان او مسلمانان په گډه سره ژوند کوي . همدارنگه دا تصور چې په پاکستان کې يو واقعي ډموکراتيک او ملي حکومت جوړ شي ، هم لا تر اوسه پورې په ټوله معنا او په واقعي بڼه عملي شکل نه دى موندلى، بلکه سياسي، قومي او مذهبي اختلافات او بحرانونه ورځ په ورځ زياتيږي . .

          ((د ١٩٤٧ز کال د اکتوبر په ١٥ مه نيټه انگريزان له هند څخه ووتل او هند په دوو برخو، يعنې هند او پاکستان باندې وويشل شو . ددې ويش نه مخکې او وروسته
د هندوانو او مسلمانانو ترمنځ په قومي او مذهبي جنگونو کې په زرگونو هندوان
او مسلمانان ووژل شول ، نژدې ١٣ ميليونه مسلمانان د هند نه پاکستان ته مهاجر شو او نژدې ٦ ميليونه هندوان او سکان پاکستان نه د هند شمالي برخو ته مهاجر شو)) (٨) .

          سرفراز خان عقاب خټک د هند د ويش نه وروسته بيا د خپل ژوند تر پايه پورې په علمي او څېړنيزو کارونو بوخت و . څېړنپوه زلمى هيواد مل پخپل کتاب ((خوشحال نامه)) کې د سرفراز خان خټک د علمي او څېړنيزو فعاليتونو په اړه داسي يادونه کړى ده: ((سرفراز خان عقاب خټک د دغو لوړو پيشو ترڅنگه د پراخى مطالعى خاوند ، له تحقيق سره علاقمند د تنقيد طرف دار و ، د شعر قريحه يې درلوده . د ژوند په ټولو مراحلو کې په دې لاره کې نه ستړى کيدونکي خدمتونه کړي دي .

          سرفراز خان عقاب خټک نژدى څلويښت آثار لرى ، له دغو آثارو سره مرحوم عقاب په سل گونه تحقيقي مقالې په اردو، پښتو او انگريزى ژبو کښلى دى ، چې په پښتو ، قند ، غنچه، رهبر او نورو مجلو او هم د شهباز او بانگ حرم او نورو ورځپاڼو کې چاپ شوى دى (٩) .

          کله چې په ١٩٤٧ز کال کې پاکستان جوړ شو ، د پاکستان مسلم ليگ گوند مشر محمد على جناح د پاکستان د جمهور رئيس په توگه وټاکل شو . د پاکستان لومړى اساسي قانون د ١٩٥٦ز کال په مارچ کې تصويب شو . په ١٩٥٨ز کال کې د يو پوځې کودتا په ترڅ کې د پاکستان ملکي دولت ړنگ او د هغه په ځاى د جنرال ايوب خان تر مشرۍ لاندې د پاکستان پوځى حکومت رامنځته شو . په ١٩٦٢ز کال کې پوځې حکومت ړنگ شو او د پاکستان نوى اساسي قانون تصويب شو، په دغه اساسي قانون د جمهور رئيس لپاره ډير واکونه ورکړل شو . په ١٩٦٩ز کال کې ايوب خان د وظيفي نه گوښه شو، او د هغه په ځاى جنرال يحيى خان د پاکستان جمهور رئيس په توگه وټاکل شو . په ١٩٧٠ز کال کې په شرقي او غربي پاکستان کې لومړنۍ عمومي ټول ټاکنه وشوه . په ١٩٧١ز کال د دسمبر په ١٦ مه نيټه کې غربى پاکستان د شيخ مجيب الرحمن په رهبرۍ د استقلال اعلان وکړ او د بنگله ديش په نوم نوى دولت جوړ شو . په ١٩٧٢ز کال کې د پاکستان د خلکو گوند (پيپلز) پارټي مشر ذوالفقار علي بوټو د جنرال يحيى خان پوځي حکومت ړنگ او ملکي حکومت يې رامنځته کړ . هغه د ١٩٧٧ په انتخاباتو کې بيا برياليتوب ترلاسه کړ ، مگر د جنرال ضياء الحق لخوا د هغه ملکي حکومت ړنگ او بيا پوځي حکومت اعلان شو . ضياء الحق په ١٩٨٨ز کال په يوه هوايي پيښه کې مړ شو او د هغه په ځاى غلام اسحق خان د مؤقت جمهور رئيس په توگه وټاکل شو . د ١٩٨٨ز کال په نومبر کې عمومى ټول ټاکنى وشوې او بينظير بوټو د ذوالفقار علي بوټو لور د پاکستان د صدراعظمي په توگه اعلان شوې (١٠) .

          د سرفراز خان عقاب خټک د ژوند پر مهال په سيمه کې ډير لوى تاريخي
او سياسي تحولات او بدلونونه رامنځته شول ، په همدې مهال د هند په لويه وچه کې
د بريتانيا لويه امپراتوري له منځه ولاړه او د هند په لويه وچه کې دري هيوادونه هند، پاکستان او بنگله ديش رامنځته شول . همدارنگه په همدې مهال د نړۍ د دوو زيرځواکو قوتونو سوړ جنگ روان و . شوروي اتحاد په افغانستان کې پوځي مداخله وکړه . د هغو په مقابل کښې افغانى مجاهدينو او د افغانستان ملت جهاد وکړ . شوروي اتحاد ړنگ او د هغه پر ځاى پنځلس مستقل هيوادونه رامنځته شول .

اخڅليکونه

          ١- اورنگزيب ارشاد، افغانستان پيژندنه ، دانش خپرندويه ټولنه ، ١٣٨٤ هـ ل کال ، (٧٠ مخ) .

          ٢- عبدالغفار خان (باچا خان) ، زما ژوند او جد و جهد، د افغانستان د کلتوري ودې ټولنه – جرمنى - ١٣٨٧ هـ ل کال ، (١٧٠ مخ) .

          ٣- يو. وى. گانکوفسکى ، د پاکستان تاريخ ، لومړى ټوک، ژباړونکى : جمعه خان صوفى ، د قومونو او قبايلو چارو وزارت ، ١٣٦٤ هـ ل کال (٧٩ مخ) .

          ٤- عبدالغفار خان (باچا خان) ، زما ژوند او جد و جهد ، (٣٣٤ مخ) .

          ٥- څېړنپوه عبدالله بختانى خدمتگار ، خوشحال خان او يو څو نور فرهنگيالي خټک ، په بلجيم کې د استوگنو افغانانو د تفاهم ، مرستې او پيوستون ټولنه ،١٣٨٠ هـ ل کال ، (٣٦٦ مخ) .

          ٦- ارنولد جانسن ، ژباړن : عبدالکريم رحيم ، هند، پاکستان که پښتونستان ؟ -
د افغانستان د سيمه ييزو مطالعاتو مرکز ، ١٣٨٩ هـ ل ، (٥٧-٦٣ مخونه) .

          ٧- د پاکستان تاريخ ، لومړى ټوک ، (١١٦-١١٨ مخونه) .

          ٨- گيتا شناسي نوين کشور ها ، مهندس عباس جعفرى ، تهران ، ١٣٨٧ هـ ش ، (صفحه ٤٦٩) .

          ٩- څېړنپوه زلمى هيواد مل ، خوشال نامه ، سريزه د قومونو او قبايلو وزارت ، ١٣٦٥ هـ ل ، (٥ او ١٧ مخونه) .

          ١٠- گيتاشناسى نوين کشورها - (٤٥٠ مخ) .