څېړنوال عبدالرحيم بختانى خدمتگار :

د ظهير الدين محمد بابر سره د محمد شېباني خان اړيکې

          بابر ليدل ، چې د ماوراءالنهر ډېرې ځمکې له تاشکند څخه تر مرو پورې دده دښمن شېباني خان په لاس کې وې او يو قوت هم لري او احتمالاً په افغانستان کې به د هغه له قواوو سره مخامخ شي . په داسې حال کې چې سلطان حسين بايقرا په هرات کې د خپل ژوند وروستۍ شپې ورځې تېرولې او دده څوارلس زامن په فساد او عېش کې ډوب وو .

          بابر د تيموريانو د شاهي مرکز يانې د هرات په اهميت باندې هم پوه شوى و . دده په خپل قول (هر وخت يې د هري او خراسان زمزمه کول ) په دې وخت کې د شېباني خان د حملې خطر هرات او بلخ ته نژدې شوى و . سلطان حسين بايقرا د شېباني خان په ضد د لشکر کشۍ په وخت کې د ٩١١ هـ ق د ذې الحجې په ١١ مه (١٥٠٥م) کال کې د (٧٠) کالو په عمر تر (٣٩) کاله سلطنت وروسته د بابا الهي په کور کې وفات شو ، خو بابر د (٩١٢ هـ ق – ١٥٠٦م کال ) په محرم کې د غوربند ، شېبر او قلعه ضحاک ( باميان ) له لارې ، چې د افغانستان په زړه کې دى ، تېر شو او ځان يې د ايماق د قبايلو له لارې دره بام ٭ ته او له هغه ځاى څخه بادغيس ته ورساوه . د هرات تيموري شهزادگانو د شېباني خان په مقابل کې د مرغاب د اوبو په غاړه سره راټول شوي وو . بابر له مروچاق څخه تېر شو او د گل باغان په کور کې يې د دوشنبې په ورځ په ٦ جمادي الاخر ( ٩١٢ هـ ق – ١٥٠٦م کال ) کې له تيموري شهزادگانو سره وليدل .

          کله چې شېباني خان د خپل ځان په مقابل کې د هرات د تيموري شهزادگانو او کابل ترمنځ اتفاق وليده ، له جنگ او تعرض څڅه منصرف شو او د بلې خوا نه ژمى هم و ، چې څوک د آمو له سيند څخه پورې وتلى نه شو ، نو له همدې امله د همدې کال د رجب په مياشت کې د هرات له شهزادگانو سره د مرغاب له سيند څخه د هرات خوا ته ولاړ او بابر د بديع الزمان ميرزا د سلطان حسين بايقراء د زوى په بلنه تر شلو ورځو پورې په هرات کې د سيد بيگ په کور کې پاتې شو . (١)

          وروسته له هغه ، چې بابر د خراسان خوا ته ولاړ ، په کابل کې بله واقعه وشوه . محمد حسين ميرزا د وغلبت او سلطان سنجر برلاس د ننگرهار حاکم و ، يو شمېر مغول چې په کابل کې پاتې وو له ځان سره يو ځاى کړل او ميرزا چې د بابر د تره زوى و ، د کابل په پادشاهۍ انتخاب کړ او د بابر پلويان يې لکه ملا باباى ساغر چي او خليفه محب علي قورچي او احمد يوسف او احمد قاسم د کابل په قلعه کې بنديان کړل . بابر چې په هرات کې له دې پېښې څخه خبر شو ، د ٩١٢ هـ ق د شعبان په اوومه (١٥٠٦م) کال کې د بادغيس نه غرجستان ، چخچران ، يک اولانگ ، باميان او غوربند له لارې يې کابل ته مخه کړه او په سخت ژمي کې يې د ډېرو ستونزو گاللو وروسته ځان کابل ته ورساوه او دغه ښار يې ونيو . خان ميرزا ته يې د کندهار او محمد حسين دوغلت ته يې د سيستان په لور د تلو اجازه ورکړه . شوال ٩١٢ هـ ق – ١٥٠٦م ) (٢) .

          په دې ډول ظهير الدين محمد بابر د (٩١٢ هـ ق – ١٥٠٦م ) کال د شوال په مياشت کې په دويم ځل په کابل باندې قبضه وکړه . په دې وخت کې بابر له اقتصادي او مالي مشکلاتو سره مخامخ و ، نو دى

ـ
          ٭- دغه دره د بادغيس او ميمنې ترمنځ پرته ده او اوس يې خلک ( دره بوم ) بولي . (مولف)

          ١- ظهير الدين محمد بابر و ١٣ مخ .

          ٢- ظهير الدين محمد بابر، ١٢-١٣ مخونه .

مجبور و چې بايد په نورو سيمو باندې خپلې حملې پيل کړي ، نو له همدې امله يې د غلجيو او مومندو په سيمو باندې خپل يرغل پيل کړى ، چې ددې يرغلونو په اړه پوهاند عبدالحى حبيبي ليکلي دي :

          ( بابر په کابل کې د فساد تر ارامولو وروسته د خپلو عسکرو د اعاشې د برابرولو او د خپلو مصارفو د پوره کولو په خاطر په (٩١٣ هـ ق – ١٥٠٧م) کال د افغاني غلجي او مومندو په چور او چپاول باندې لاس پورې کړ او سل زره پسونه يې له دوى څخه په غنيمت ونيول او دغه چور او چپاول د کټواز تر شرقه او د غزني تر جنوب پورې ورسيد او هغه اسيران ، چې په دې جنگ کې له افغانانو څخه د بابر لاس ته ورغلي وو ، ټول يې ووژل او د هغوى له کوپړيو څخه يې منارې جوړې کړې . ) (١)

          دغه جنگ په ( پښتانه د تاريخ په رڼا کې ) اثر کې داسې بيان شوى دى :

          ( په ١٥٠٧م کال کې بابر د غلجي پښتنو په مهم روان شو . دا پښتانه د بابر او د کندهار دواړو د اقتدار نه آزاد وو ، چې (سرده) نومي مقام ته بابر ورسېد ، نو هغه ته وويل شول ، چې د يو فرسنگ په فاصله مومند پښتانه ډېر غافله پراته دي ، د هغوى لوټل په کار دي . ولې بابر ددې نه انکار وکړو او وې ويل ، چې زما لپاره د خپل رعيت لوټل ناممکن دي . غلجي قبايل د اوسني زمانې په شان د بآبر په وخت  کې هم د (گټه واز ) ٭٭ پر لوړو ميدانونو کې آباد وو . بابر او د هغه پوځيانو د غلجيانو د خېمو او کېږديو د لوگي تورې لوخړې ، چې د اسمان په لور ختلې او تورې گورې ورېځې يې سازې کړې وې ، د ليرې نه وليدلې ، نو د حملې لپاره يې ځان ساز کړو او اويا زره گډې يې د هغوى نه ولجه کړې . (٢)

          د غزني تر نيولو وروسته تر نيولو وروسته د بابر د پوځ يوه برخه د مال غنميت او لوټ سره د کابل په لور ولېږه او پخپله بابر له يو زر سپاهيانو سره د کندهار په لور لاړ . د کندهار صوبه د هرات د سلطان حسين بايقرا په حکومت کې شامله وه . دى کوم وخت چې شېباني خان اوزبک په هرات حمله وکړه او تيموري شهزادگانو د هغه د لاسه بدترين شکست وخوړ ، دغه وخت په کندهار باندې شاه بيگ ارغون تصرف موندلى و . د بار دا خيال و ، چې د اوزبکو په مقابله کې به شابيگ له هغه سره اتحاد ته اماده وي ، خو حقيقت داسې نه و . شاه بېگ د شېباني خان اقتدار په ځان منلى و ، دغه وجه وه چې هر کله بابر ډېر قهرجن شو او د شاه بېگ مقابلې ته په تادۍ روان شو او که څۀ هم د شاه بېگ پوځي طاقت د بابر په مقابله کې ډېر زيات و ، خو په جنگ کې بابر بريالى شو او د کندهار په مهم کې د بابر لاسته بې حسابه مال راغى . په دې اړه بابر داسې وايي :

          ( په واپسۍ کې د لشکرگاه شکل بېخي بدل شوى و ، په هر لور د ښوښو آسونو کتارونه ولاړ وو، په اوښانو او قچرو باندې قيمتي مالونه او اسبابونه بار وو . د شاه بېگ د خزانو نه د سپينو زرو بې حسابه سکه جات حاصل شوي وو او بورۍ ترې ډکې شوې وې . له هر سړي سره د هغه حاصل کرده مال غنيمت وو ، ډېرې گډې ، بزې هم ولجه شوې وې ، ولې د هغو په لور چا توجه نه کوله .

          د مال غنيمت د حاصلولو نه پس په کندهار کې بابر خپل يو ورور ناصر ميرزا مقرر کړ او د مال

 ـ
          ١- ظهير الدين محمد بابر ، ١٤ مخ .  

          ٭٭- گټه واز : مقصد يې د غزني ولايت د کټواز ولسوالي ده .

          ٢- پښتانه د تاريخ په رڼا کې ، ٤٣ مخ .

غنيمت د سمبالولو په غرض په ډېرې تادۍ د کابل په لور روان شو . ولې بابر لا کابل ته رارسېدلى نه و، چې په لاره کې خبر شو چې شېباني خان کندهار محاصره کړى دى . بابر په ډېرې تادۍ کابل ته راغى او د راتلونکي اقدام په غرض يې له خپلو اميرانو سره مشوره وکړه . د ځينو اميرانو دا خيال و، چې بدخشان ته تلل پکار دي ، خو بابر له دوى سره اتفاق نه لاره بابر ويل ، چې :

          ( زموږ دښمنانو (اوزبکانو) د امير تيمور د اولاد په ټولو ملکونو قبضه کړې ده او د لرې لرې علاقو ترک او مغول قبايل هم د هغوى ملگري شوي دي . يواځې زه په کابل کې پاتې يم ، ولې زما نه دومره طاقت شته چې د شېباني خان مقابله وکړم او نه هغه سره د سولې شراېط فيصله کولى شي . په دې صورت کې به موږ ته ضرور د يو محفوظ مقام ضرورت وي او هغه يا بدخشان کېداى شي او يا هندوستان ، ځکه چې د داسې مضبوط دښمن نه کافي لرې اوسېدل ضروري دي . )

          لنډه دا چې د بابر خپله اراده هندوستان ته د راتلو وه . په دې سلسله کې په بابر د شېباني خان خوف دومره غالب شو ، چې هغه سمدستي په کابل کې يو خپلوان عبدالرزاق په خپل ځاى حاکم مقرر کړ او پخپله يې د خيبر لار ونيوله . د خيبر قبايلو د بابر په داسې وارخطايۍ د کوچ نه د هغه د تېښتې اندازه وکړه او د هغه په لښکر يې د هر لوري نه حملې پيل کړې او ډېر يې ووژل . بابر په دې صداقت ددې خبري اقرار کوي ، چې : ( موږ ته دا نه وه معلومه چې چېرته به ځو او کوم ځاى به ايسارېږو ؟ بس ځاى په ځاى به گرځېدو او په نويو نويو ځايونو کې به مو مقام کولو او غوږ به مو د کابل خبر ته نيولى و.) (١)

٭     ٭     ٭

الف : له محمد شېباني خان سره د شاه اسمعيل صفوي جنگ

          په ٩١٤ هـ ق (١٥١٠م) کال کې په خراسان کې بله پېښه منځ ته راغله ، چې د بابر لپاره د اهميت وړ وه . کله چې د بابر قوي دښمن شېباني خان پر بلخ ، هرات او کندهار باندې خپل تسلط ټېنگ کړ، په ماوراءالنهر کې يې لويه قوه برابره کړه او بديع الزمان مېرزا او نورو تيموري شهزادگانو ته يې په هرات کې ماته ورکړه . دغه وضع د شاه اسماعيل صفوي د فارس پادشاه د اندېښنۍ سبب شوه او همدې کال په نيمايي کې يې د خراسان خوا ته توجه وکړه او په ٢٠ د شعبان کې مرو ته ورسېد . شېباني خان د مرو دېوالونه ښه مضبوط کړل او د جمعې په ورځ په ٢٦ د شعبان ٩١٤ هـ ق ( د ١٥١٠ دسمبر ) له خپل ١٥ يا ٢٠ يا ٣٠ زرو لښکرو سره يې د شاه اسماعيل صفوي پر لښکرو باندې حمله وکړه او په هغه لويه جگړه کې ، چې د مروې په يو سيمهکې پېښه شوه ، شېباني خان سره د لس زرو اوزبک افرادو ووژل شول او د شېباني خان نورې قواوې فارسيانو ته اسيرې شوې . (٢)

٭     ٭     ٭

 

 

 

 

ـ
          ١- پښتانه د تاريخ په رڼا کې ، ٤٠٤ مخ .

          ٢- ظهير الدين محمد بابر ، ١٨ مخ .

ب: له شاه اسماعيل صفوي سره د بابر مناسبات او په ماوراءالنهر باندې د بابر حمله

          د شېباني خان د مرگ نه مخکې ورځو کې د بابر او د هغه د عسکرو وضع بيخي خرابه وه ، ځکه

          شېباني خان د هرې ورځې په تېرېدو سره قوي کېده او نورې نوې ځمکې يې له بابر څخه نيولې ، چې په اخره کې يې د تيموري شهزادگانو مرکز يانې هرات هم له دوى څخه ونيو او کابل هم په خطر کې شو . په دغه کې بابر ډېر په تشويش او مصيبت اخته و ، ولې د خوش قسمتۍ نه د بابر دغه تشويش او مصيبت د شيېباني خان په وژل کېدو باندې ختم شو .

          شېباني خان د بابر ستر دښمن د صفوي قواوو په مقابل کې له مېنځه لاړ او بابر دغه پېښې په کابل کې په جدي توگه څارلې ، ترڅو چې خان ميرزا  ورته له بدخشان څخه وليکل ، چې د فرغانې د نيولو لپاره اقدام وکړي . بابر هم دغه وخت د لاسه ورنه کړ او د ٩١٦د شوال په مياشت کې (١٥١١م کال) له هندوکش څخه تېر شو او ځان يې کندوز ته ورساوه . وروسته يې له شاه اسماعيل صفوي سره مکتوبي رابطه ټينگه کړه او له هغه څخه يې د مرستې غوښتنه وکړه او د صفوي دربار له خوا احمد سلطان صفوي ، صوفي علي ، علي قلي خان او شاهرخ افشار له صفوي لښکرو سره د بابر مرستې ته ورسېدل او د خان مېرزا قواوې له بدخشان څخه له بابر سره يو ځاى شوې . په دې وخت کې د شېباني خان پاتې خپلوان لکه جاني خان بېگ د خواجه محمد سلطان زوى ، چې د شېباني خان د تره زوى و ، د اوزبکو قواوو مشرتوب يې په لاس کې درلود او عبيدالله خان د شېباني خان وراره په بخارا کې حکمران و او تيمور خان د شېباني خان زوى په سمرقند کې و .

          بابر د کندوز له لارې له آمو سيندڅخه تېر شو او د حصار سيمې ، چې په اوسني تاجکستان کې موقعيت لري ، د خپلو (٦٠) زرو عسکرو په واسطه ونيولې ، مگر د حصار والي ددې ښار قلعه ټينگه کړه او مقاومت يې وکړ او د شاوخوا سيمو خلک هم دده مرستې ته ورسېدل ، نو له همدې امله بابر د سمرقند خوا ته مخه وکړه او د رجب په نيمايي کې يې (٩١٧هـ ق – ١٥١١م اکتوبر ) دغه ښار د درېيم ځل لپاره فتح کړ . (١)

          د سمرقند نيول د ظفر کاکا خېل په کتاب ( پښتانه د تاريخ په رڼا کې ) داسې راغلې ده :

          ( په کال ١٥١٠م کې بابر ته يو ځل بيا د سرمقند قبضه په لاس ورغله . په دغه کال د بابر او آل تيمور پخوانى دښمن شېباني خان اوزبک د ايران پادشاه اسماعيل صفوي له لاسه ووژل شو او بابر ته سمرقند خالي پاتې شو . چنانچه هغه په ډېرې تاندلۍ د سمرقند په لور لاړ او په هغه ځاى يې قبضه وکړه . په دې قبصه يواځې بابر د خوشحالۍ نه جامو کې نه ځايېده ، بلکې د هغه پخوانى رعيت هم د بابر په راتلو ډېر خوشحال وو ، خو په سمرقند باندې بابر د شاه اسماعيل صفوي د لوري نه داسې شرطونه تسليم کړل ، چې هغه نه صرف د بابر د خوددارۍ مافي وو ، بلکې د هغه رعيت پرې هم ناراض وو .

          شاه اسماعيل يو سخت متعصب او د تشيع د عقيدې د اشاعت سرگرم مبلغ و . په بل لور باپر او د هغه رعيت سوچه سني مذهبه و . دغه وجه وه ، چې د شاه اسماعيل په بالادست منلو سره د بابــــــــــــــر

ـ
          ١- ظهير الدين محمد بابر ، ١٨ مخ . شهرت او مقبوليت ته په خپل رعيت کې ډېر سخت نقصان ورسېد او د سمرقند او بخارا خلکو شېباني خان اوزبک ته د يو شهيد درجه ورکړه ، ځکه چې هغه يو راسخ العقيده سني مسلمان و . د شاه اسماعلي د لاسه اگر چه اوزبکو شکست موندلى و ، خو د هغوى طاقت ختم شوى نه و . چنانچه اوزبک ډېر زر د خپل يو سردار عبيد خان په مشرۍ کې بيا راغونډ شول او په سمرقند يې حمله وکړه .

چونکه د خپلو خلکو له بابر سره مرسته نه وه ، نو بابر د اوزبکو تنه شکست وموند . بابر د صفوي پادشاه نه د کومک خواست وکړ ، ولې هغه چې کووم پوځ د بابر مدد ته راولېږلو ، هغوى په سني مسلمانانو دومره ظلمونه وکړل ، چې بابر هم د هغوى په مدد پښېمانه شو . ولې دې ايراني فوځ هم د اوزبکو نه شکست وموند او ټول ووژل شول . بابر په ډېرې پرېشانۍ او بې سرسامانۍ بيا کابل ته راغى ( ١٥١٢م کال ) . دا ځل هغه اته مياشتۍ د سرمقند پاچاو . ) (١)

          که څه هم په دغه وخت کې بابر د شاه اسماعيل صفوي له خوا تقويه کېده او د هغه له خوا دده په نوم سکه وهل شوې وه او د شعيه په مذهب يې تظاهر کاوه ، خو د عبيدالله خان ازبک قوا هغه ته په ټول ملک کې د ٩١٨ هـ ق ( مى ١٥١٣م کال ) کې داسې ماته ورکړه ، چې ويې نشو کولاى ، چې د سمرقند ښار هم وساتي او هم يې د غجدوان ښار د نجم ثاني اصفهاني صفوي سپه دار په شکست او برطرفۍ دلاسه ورکړ . (٩١٨ هـ ق – ١٥١٢م / ١٢ نومبر د روژې درېيمه ) په دې ترتيب بابر خپل اخرنى مقاومتي قوت په ماوراءالنهر کې دلاسه ورکړ او له آمو سيند څخه تېر شو او دوه کاله يې د هندوکش په شمال په کندوز کې تېر کړل او وروسته له هغې نه کابل ته راغى . ( ٩٢٠ هـ ق – ١٥١٤م ) .

          په ( ٩٢١ هـ ق – ١٥١٤م ) کال شاه حسين د شاه بيگ زوى د کندهار ارغوني حکمران کابل ته وتښتېد او په کابل کې د بابر له خوا ورته تو د هر کلى وشو او يو کال وروسته ( په ٩٢٢ هـ ق – ١٥١٥م کال ) بابر د کندهار د نيولو اراده وکړه او په همدې کال يې دغه ښار محاصره کړ ، چې د ٩٢٣ هـ ق – ١٥١٦م کال د هغه په نيولو بريالى شو . (٢)

          بابر چې کله سرمقند له لاسه ورکوي او کابل خوا ته راځي ، نو د هغه طبيعت ډېر خراب و او د بابر د ژوند د مصيبت نه ډکې ورځې همدا ورځې دي ، چې د دغو ورځو يادونه په (پښتانه د تاريخ په رڼا کې ) اثر کې داسې ذکر شوې ده :

          ( دې شکست د بابر په طبيعت کې لويه تبديلي پيدا کړه . د هغه په طبيعت کې غوسه زياته شوه او د برداشت طاقت يې کم شو . په هغه کې احساس کمتري پيدا شوه او د مستقبل نه مايوسه شو. له شرابو سره يې د بنگو او افيمو اضافه هم وکړه . همدا لامل دى ، چې ددې نه پس تر ١٥١٨م پورې د هغه د سرگرميو حال نه معلومېږي . ولې چې په دغه کال کې هغه ته بيا د اباسين نه پوري د پنجاب زرخېز او شاداب ميدانونه ورياد شول . ولې د پنجاب د زرخېزه ميدانونو پورې د رسېدو ټولې لارې د پښتنو په سيمو تېرېدلې ، په دې ټولو لارو کې که د کورمې او گومل درې وې او که د خيبر يا تالاش او گاټ گلې وې ، پښتانه قبايل اباد وو او ترڅو چې ددې لارو دا څوکيداران (پښتانه ) بابر يا په زوره او يا په رضا خپل ځان ته نه وي ايل کړي ، تر هغې د پنجاب تر ميدانونو رسېدل گران وو . دا خبره هم بابر ته ښه معلومه شوې وه ، چې د يو بې پروا سپه سالار او يا له يو شکست خورده پوځ سره د درو دا

ـ
          ١- پښتانه د تاريخ په رڼا کې ، ٤٤ مخ .

          ٢- ظهير الدين محمد بابر ، ١٩٤ مخ .

څوکيداران څه رنگ سلوک کوي ؟ او دا حقيقت هم د بابر د خپلې وينا نه څرگند دى ، چې د اباسين او کابل ترمنځه خط کې اباد پښتانه په اصلي معنو کې هېچا هم نه ووايل کړي . د بابر د وينا مطابق سوات، باجوړ ، هشنغر او پېښور په يوه زمانه کې د کابل د رياست برخې وې ، خو د بابر په وخت کې دا ټولې سيمې د پښتنو په خپله قبضه کې وې او د هند او يا د کابل د اقتدار نه بيخي ازادې وې . دغه وجه وه ، چې بابر هم په حقيقت کې د ټولو پښتنو د ايل کولو خيال پرېښى و . البته هغه دا ضروري گڼله ، چې د هند په لور خپلې لارې محفوظې کړي . په دې غرض يې د جنوبي پښتنو جاج اخيستى و . دا ځل  هغه د قطبي پښتنو په لور توجه وکړه . په دې بښتنو کې د ټولو نه اهمه او طاقتوره قبيله د يوسفزو وه . بابر دا ځل د يوسفزو د ايل کولو ارده وکړه . ) (١)

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

ــ
          ١- پښتانه د تاريخ په رڼا کې ، ٤٠٥-٤٠٦ مخونه