څېړنوال عبدالرحيم بختانى خدمتگار                                                               

 

پښتو څېړنى

( لومړى ټوک )

          په ١٣٥٤ هـ ل کال کې د پښتو تولنې لخوا د پښتو ټولنې د نړيوال مرکز د تاسيس په مناسبت يو نړيوال سيمينار جوړ شو . په نوموړي سيمينار کې د افغانستان ، سيمې او نړۍ يو شمير ليکوالو او پوهانو ګډون کړى وو .

          (( پښتو څيړنې )) کتاب د همدې سيمينار د مقالو مجموعه ده . دا کتاب په  ١٣٥٦ هـ ل کال کې د پښتو ټولنې لخوا د څيړنمل حبيب الله او شير احمد فيقيار په اهتمام په دولتي مطبعه په ٣٩٠ مخونو کې چاپ شوى دى . دا کتاب د پښتو ټولنې د خپرونو ( ٢٢٢) نمبر کتاب دى .

          د کتاب په لومړي مخ د دولت رئيس او صدراعظم ښاغلي محمد داود خان پيغام چاپ شوى دى. په نړۍ يې د پښتو ژبې د ارزښت په اړه د پيغام په يوه برخه کې داسې راغلي دي : (( پښتو ژبه د افغانستان د غرونو په لمنو کې پيدا شوى او د پيړيو په اوږدو کې روزل شوى ده ، او لدى امله ډيره مناسبه ده چې يو نسکو افغانستان د پښتو د علمي او ادبي څيړنو د مرکز په حيث پيژندلى دى . لکه څرنگه چې افغانستان ددري ژبي او ادب لومړنۍ زانگو ده ، د پښتو د ملي ژبې او د هغې د ادب په پالنه کې يې د پيړيو په ترڅ کې زيار ايستلى او د زړه له کومې هيله لري چې په ننى علمي نړۍ کې د يو نسکو په مرسته دې خدمت ته دوام ورکړي .

          دا چې د نړۍ د يو شمير هيوادونو علمي موسسو او پوهانو د پښتو څيړنو په برخه کې يو لړ با ارزښته خدمتونه کړي دي . د افغانستان حکومت او خلک د قدر په سترگه ورته گوري ))

          دولسمشر د پيغام نه وروسته د ښوونې او روزنې د وزارت پيغام چاپ شوى دى . بيا د پښتو تولنې د رئيس اکاديميسن محمد صديق روهي وينا پرانستونکې وينا ده .

          په دې مجموعه لاندې مقالې چاپ شوي دي :

          ١. د پښتو ژبې او ادب موقف د مرکز ايشيا د خلکو په تمدنونو کې . .. پوهاند عبدالحي حبيبي .

          ٢. د پښتو د تعميم او انکشاف ارتقايي سير . . . عبدالجليل وجدي .

          ٣.پښتو پيژندنه . . . . پوهاند صديق الله رښتين .

          ٤.د پښتو قاموس ليکنې عملي موضوعات . . .دوکتور روان فرهادى .

          ٥.په پښتو ادب کې د تاريخي پيښو انعکاس . . . څيړنپوه عبدالله بختانى خدمتگار .

          ٦.پښتنولى .. . مولانا قيام الدين خادم .

          ٧. په لنډيو کې د پښتني ميرمنې يوه خاصه څيره . . . پوهاند دوکتور سيد بهاء الدين مجروح .

          ٨. د ښځو برخه په شفاهي ادب او تيره په لنډيو کې . . . معصومه عصمتي .

          ٩. مخکې خبري . . . پوهاند عبدالرسول امين .

          ١٠. د پښتو ژبې منشا ء . . . . پوهاند محمد رحيم الهام .

          ١١. په آريايي ژبو کې د پښتو مقام . . . څيړنپوه دوست محمد دوست .

          ١٢. د پښتو ژبې احصائيوي خصوصيات . . . څيړنپوه دوکتور دولت محد لودين .

          ١٣. پښتو گړدودونه (( لهجي )) . . . . پوهاند مجاور احمد زيار .

          ١٤. په نولسمه پيړۍ او د شلمۍ پيړۍ په سر کې د پښتو لپاره هلى ځلى ...پوهاند مير حسين شاه.

          ١٥. د پښتو ژبې د ګرامر تاريخچه . . . ډاکتره زرغونه رښتين (( زبور )) .

          ١٦. د سرالف طايرو د نظرياتو کره کتنه . . . ډاکټر اشرف غني احمدزى .

          ١٧. (( پاڼې نې )) او په هغه کې پښتو کلمې . . . اکاديميسن عبدالشکور رشاد .

          ١٨. په پښتو ادبياتو کې د شفاهي کيسې برخه . . . اکاديميسن محمد ابراهيم عطايي .

          ١٩. د پښتني ښځې موقف او برخه په پښتو ادبياتو کې . . . کبرا مظهرى .

          ٢٠. د پښتو قلمې نسخې . . . استاد حبيب الله رفيع .

          ٢١. نازو انا . . . . .. وسيمه حکيمي .

          نوموړى کتاب په ١٣٥٦ هـ ل چاپ شوى دى . له هغه نيټې نه تر اوسه پورې بيا د دوېم ځل لپاره نه دى چاپ شوى . په دې کتاب کې د پښتو ادب ژبې په اړه په زړه پورې علمې مقالې . ددې کتاب دوېم ځل چاپ ته ډير اړتيا ليدل کيږي . د علومو اکاډمۍ د ژبو او ادبياتو مرکز او يا د پښتو څېړنو نړيوال مرکز ددې کتاب د دوېم ځل چاپ لپاره بايد عملي اقدام وکړي .