څېړنوال عبدالرحيم بختانى
رنگين غوندې عذاب
ددې کتاب ليکوال پروفيسور عبدالله بختانى خدمتگار دى . دا کتاب د ١٣٨٨ هـ ل کال د کب د مياشتې په شلمه نيټه د افغانستان د علومو اکاډمۍ د سيمه ييزو مطالعاتو د مرکز لخوا په ١٤٨ مخونو په افغان مسلکي مطبعه کې چاپ شو .
په دې کتاب کې د څېړنپوه عبدالله بختاني خدمتگار هغه يادښتونه ، مقالې او خاطرې شاملې دي چې د ارواښاد اجمل خټک د ژوند، مبارزې او آثارو په اړه نژدې د نيمې پيړۍ په اوږدو کې ليکلي دي. . .
د کتاب په پيل کې د سيمه ييزو مطالعاتو د مرکز د مشر ښاغلي عبدالغفور ليوال لخوا يو يادښت وړاندې شوى دى . ددې يادښت په يوه برخه کې داسې ليکل شوي دي :
(د اجمل خټک د ارمانونو پېژندندل ، د هنر د باريکيو او ښکلا ګانو تشخيص ، د ملي ارمانونو پالل او په ادبياتو کې ددې ټولو ارزښتونو ځلول او تلپاتې کول دي . خو دا هر څه به څوک موږ ته را پېژني او څوک به د اجمل خټک د نسل او زموږ د ځوان کول تر منځ پول تړي ؟
له نيکه مرغه موږ د يادوشويو ارزښتونو يو خدمتگار مشر د سر د سيوري په څېر راسره لرو ، چې خداى دې يې بختور سيورى زموږ له سره نه کموي . استاد عبدالله خدمتگار بختانى يادوم چې
د هغه له خپل روايته ، نږدې شپيته کاله د ارواښاد اجمل خټک ملگرتوب کړى او د هغه د ملتپاله نسل د برخليک ډېرې لوړې ژورې او خوږې ترخې يې په سترگوليدلي دي .
استاد دا زحمت هم کښلى ، چې د ارواښاد اجمل خټک په اړه يې خپل يادښتونه ، مقالې او خاطرې را غونډې کړي او په دغه کتاب کې يې لوستل په موږ رالورولي دي .)
(( نژدې شپېته کاله له اجمل خټک سره دوستي او ملگرتيا )) دا هغه عنوان دى چې دسريزې پرځاى د کتاب د ليکوال لخوا د کتاب په پيل کې ليکل شوى دى . په دې ليکنه کې د ارواښاد اجمل خټک او د کتاب د ليکوال د دوستي او ملگرتيا په اړه په زړه پورې خاطرې بيان شوي دي . ددې ليکنې يوه برخه د بيلگې په توگه وړاندې کوم :
(هسې مې د ښاغلي اجمل خټک ځينې شعرونه اوليکنې د پښتو ټولنې په کابل مجله کښې لوستي وو ، د يو ښه ځوان شاعر په حيثيت د هغه ستاينه مې له يو او بل څخه اورېدلې وه او ليدوته يې لېواله وم . آخر هغه مې د ١٣٢٩ هـ ش کال د سنبلې په نهمه کښې وليد .
تردې يو کال د مخه په پغمان کښې د پښتنو د آزادو سيمو د مشرانو د يوې لويې جرګې د پرېکړو په ياد ، د سنبلې نهمه (( د پښتونستان ورځ)) ګڼل شوې وه
کال چه پوره کېده ، ددغې ورځې د نمانځنې په نامه ، د پښتو ټولنې له خوا د يوې مشاعرې تابيه شوې وه چه په کابل راډيو کښې خپرېدله . زه په ننګرهار کښې ، د ويښ زلميانو د حزب غړى او د ولايتي کمېټې منشي وم . د همدې کمېټې له خوا ، استاد قيام الدين خادم ، استاد ګل پاچا الفت او زه ټاکل شوي وو چه په کابل کښې ، د سنبلې له پيله تر شپږمې پورې ، د استقلال د جشن په يوه ورځ کښې ، د ويښ زلميانو په کالنئ عالي جرګه کښې برخه واخلو . او ماته ، د پښتو ټولنې له خوا ، د پښتونستان په مشاعره کښې د بــــــــــرخــې اخـــســـتلــو بلنليک هم رسېدلى و . )
دا کتاب چې نوى له چاپه څخه راوتلى دى د علم ، ادب او فرهنگ . مينه والو ته په مينه وړاندې کيږي .