څېړنوال عبدالرحيم بختانى خدمتگار
شاه ولى کوټ
د شاه ولى کوټ ولسوالۍ د کندهار ولايت لومړى درجه ولسوالۍ ده : چې د ٦٥ درجو او ٤٨ دقيقو ختيځ طول البلد او ٣١ درجو او ٤٧ دقيقو شمالى عرض البلد ترمنځ پروت دى . د شاه ولى کوټ ولسوالۍ ٢٩٣١ کيلو متر مربع مساحت لرى ، او د بحر د سطحې څخه ١١متره لوړوالى لرى .
د شاه ولى کوټ ولسوالى په مربوطاتو کې لاندى کلي شامل دي : رويان ، باغتو الکوزائى ، خپار، باغ ده سبز ، البک ، وري ولى ، کړوي ، زمتو ، زنگتيان ، گنبد ، ده بوجى ، شاه ولى کوټ ، زر کاله ، چنار تو ، سرخ بيد ، مقر ، کندلان بارک زائى ، سوزنى بابرى ، باغتو بره خانزائى ، پريان ، کندلان ، مانو، کجور ، باغتو شين غړى ، بوري ، تناجوي ، رادوبلاغ ، باغتو اچکزائى ، بند دهله ، المش ، خرتوت ، سرناوه ناغتو ، لجر ، فلنگ ، مرغان ، مرغان درازقون ، تکتو ، پرليز ، کربغو ، باغتو کته سنگ ، باغتوتخت ، باغتو وچ ، باغتواولى ، باغتو پوپلزائى ، باغتو نرخر ، سوزنى ، سرخ بيدو پرسنتر (١) .
د کندهار د شاه ولى کوټ ولسوالۍ مساحت 2970 کيلو متر مربع ده . د شاه ولى کوټ ولسوالى مهم پيدا وار انار او انگور دى او نور ميوه جات او حبوبات هم پکې کرل کيږى (٢)
د شاه ولى کوټ ولسوالۍ ختيځ خواته د زابل ولايت د جلدک ولسوالۍ ، لويديځ خواته يې د کندهار ولايت د خاکريز او ارغنداب ولسوالۍ ، شمال خواته يې د ارزگان ولايت او د کندهار ولايت د نيشن او ميانشين ولسوالۍ ، جنوب لور ته يې د کندهار ولايت د دامان او ارغنداب ولسوالى موقعيت لري (٣)
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١) _ اتلس قريه هاى افغانستان ، جلد اول ، کابل ، حوت ١٣٥٣ ، صفحات ٥١٢ _ ٥١٣ .
(٢) _ اورنگ زيب ارشاد ، افغانستان پيژندنه ، پيشاور ، ١٣٨٤ ، ص ١٣٠ .
(٣) _ نقشه سياسي و ادارى افغانستان ، رياست کارتوگرافى