ليکوال : تلباک نظروف او عبدالنبی ستارزاده

ژباړن : څېړنوال  عبدالرحيم بختانى خدمتگار     

 

 

 

په معاصره دوره کې د تاجکستان جمهوريت

د بهرني سياست اساسي لوري

دویمه برخه :

د تاجکستان جمهوریت او د سویل ختیځې آسیا هېوادونه :

د تاجکستان جمهوریت د سویل ختیځې آسیا هېوادونه لکه ویتنام، اندونیزیا، کوریا، مالیزیا، سنګاپور او جاپان سره د دوه اړخیزو متقابلو اړیکو د ټینګولو غوښتونکی دی.

د تاجکستان سره د جاپان اړیکې :

د تاجکستان جمهوریت د جاپان سره د تجارت او اقتصاد په برخه کې ددوه اړخیزو ګټورو متقابلو اړیکو غوښتونکی دی. په همدې خاطر تاجکستان کوښښ کوي چې د جاپان سره د بشري مرستو او ماهرانو د روزلو په برخو کې اړیکې ټینګې کړي. د تاجکستان جمهوریت جمهور رئیس امام علی رحمان د ۱۹۹۹ز کال د اکتوبر په ۸مه نېټه په دوشنبه کې د جاپان د سفیر ښاغلی «کیاکوناکایا» د باور لیک د منلو په مهال وویل چې « دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو کچه ورځني غوښتنو ته ځواب ورکونکی نه دی» «۱». په دې برخه کې د جاپاني لوري پاملرنه یې وغوښتله. د جاپان او تاجکستان ترمنځ د ښوو اړیکو د درلودلو سره سره تر اوسه پورې «هغه تړون چې دوه اړخیزې اقتصادي مرستې تنظیم کړي په لاس کې نشته» «۲». دغه نیمګړتیا د تاجکستان د جمهوریت د جمهور رئیس امام علی رحمان د هغه سفر په ترڅ کې چې د ۲۰۰۱زکال د مې د میاشتې له ۱۵مې نېټې څخه تر ۱۸مې نېټې پورې شوی و له منځه لاړ.

د جاپان امپراتور «اکیخیتو» دغه سفر «د تاجکستان او جاپان ترمنځ د ښوو او ګټورو اړیکو په برخه کې مهمه پېښه وبلله «۳».

د جاپان حکومتي سیاست د تاجکستان جمهوریت او د منځنۍ آسیا د نورو هېوادونو په نسبت د بشر دوستانه مرستو، د دموکراتیکو جریانونو، د اقتصادي اصلاحاتو او د تاجکستان دملي اقتصاد د پیاوړي کولو په برخو کې متمرکزي دي.

د جاپان دولت د ۱۹۹۴زکال د جنوري په میاشت په مسکو کې د خپل سفارت د لوري نه خبر ورکړ، چې تاجکستان ته د بشري مرستو د رسولو په برخه کې ۲،۵میلیونه امریکايي ډالره ځانګړي شوي دي. د همدې کال د اګست په میاشت کې د نوموړي هېواد حکومت حاضر شو چې تاجکستان ته د ۴۰کلونو لپاره ۴۰میلیونه امریکايي ډالره د قرضی په ډول ورکړي. د ۱۹۹۹زکال په جولای میاشت کې جاپان تاجکستان ته د زراعتي او صنعتي مالونو په صادراتو کې امتیاز ورکړ.

د ۱۹۹۶زکال په اکتوبر میاشت کې تلباک نظروف د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په ۵۱مه غونډه کې په ملګروملتونو کې د جاپان د دایمي استازي سره خبرې وکړې. دواړو خواوو  پرېکړه وکړه چې د تاجکستان لپاره د مرستي ورکوونکو هېوادونو غونډه د ۱۹۹۶زکال په اکتوبر  کې په توکیو کې د نړیوال بانګ تر مشری لاندې وشي.

په نوموړې غونډه او په راتلونکي غونډو کې چې د دوشنبې او توکیو په ښارونو کې وشوې د تاجکستان د اقتصادي اصلاحاتو لپاره ۱۸۵ملیارد ډالره تخصیص ورکړل شو. په ۱۹۹۸زکال کې ښاغلي عظیموف د تاجکستان لومړي وزیر جاپان ته رسمي سفر وکړ. په دې سفر کې هغه د جاپان لومړي وزیر «پیوتاراخایمونو» د جاپان د بهرنیو چارو وزیر «یوکی خیکوایکیدا» د جاپان د مالې وزیر او د جاپان د یو شمېر دولتي او خصوصي شرکتونو د رئیسانو سره وکتل. په دې کتنو کې د قرضې په مسایلو، بشري مرستو او خصوصي پانګې اچونې په برخو کې خبرې وشوې. د جاپان لوري پرته له ۲،۵ میلیونه ډالرو نه د لسو میلیونو نورو امریکايي ډالرو د مرستې ژمنه هم ورکړه.

د ۲۰۰۵زکال د فبروري په ۱۵مه نېټه د تخینکي مرستو په برخه کې نړیوال تړون لاسلیک شو، چې ددې تړون په ترڅ کې په تاجکستان کې د تخنیکي مرستو د آژانس فعالیتونه تنظیم شول. د ۳۰ پروژو کار چې د تخنیکي مرستو آژانس لخوا د جاپان حکومت ته پیشنهاد شوي وو، د څلورو پروژو د کار تطبیق ومنل شو، په دې څلورو پروژو کې د تاجکستان دعمومي روغتون د تخنیکي تجهیزاتو برابرول چې ۴میلیونه او ۸۰۰زره امریکايي ډالر اټکل شوی و شامل دي.

د جاپان لومړي وزیر «کویزه ابوچی» پخپل پیغام کې چې د ۲۰۰۰زکال د فبروري په ۲۸مه نېټه د تاجکستان جمهوریت ته لیږلی و د تاجکستان او سیمې په اړه خپل سیاست ته «د وریښم د لارې او د سیمې هېوادونو سره د پیلوماتیکې اړیکې» نوم ورکړی و ددې  پیغام څخه جوتېږي، چې د جاپان حکومت تاجکستان ته د بشري مرستو په څنګ کې غواړي چې د منځنۍ آسیا نورو هېوادونو سره هم بشري مرستې وکړي.

جاپان نیت لري چې له دې نه وروسته هم د تاجکستان سره مرسته وکړي او په راتلونکی کې د دواړو هېوادونو ترمنځ دوه اړخیزو اړیکو ته پراختیا ورکړي. په توکیو کې دمنځنۍ آسیا او د جاپان د بهرنیوچارو له کتنې څخه وروسته یو مهم سند « د منځنۍ آسیا او جاپان تړون» لاسلیک شو. په دې سند کې د جاپان دولت د منځنۍ آسیا هېوادونو سره په اقتصادي برخه کې د مرستې ژمنه وکړه.

د ۲۰۰۱زکال د مې میاشتې د ۱۴مې نېټې نه تر ۱۸مې نېټې پورې د تاجکستان جمهوریت جمهور رئیس توکیو ته رسمي سفر وکړ. ددې سفر په ترڅ کې د جاپان او تاجکستان ترمنځ اړیکو ته پراختیا ورکړل شوه، او نوي مرحلې ته داخل شو. د جاپان حکومت په دوشنبه کې د دیپلوماتیکې نمایندګې د پرانستلو ژمنه وکړه، او د ۲۰۰۲زکال د جنوري په میاشت کې په دوشنبه کې د جاپان سفارت په کار باندې پیل وکړ.

د ۲۰۰۲زکال د ډیسمبر په میاشت کې په دوشنبه کې جاپان خپل سیاسي نمایندګۍ ته پراختیا ورکړه او په دوشنبې کې خپل نوي سفیر وټاکه. دا ټول کارونه ددې شاهدي ورکوي چې د جاپان دولت د تاجکستان جمهوریت سره خپلو اړیکو ته پاملرنه لري.

د ۲۰۰۴زکال د اګست د میاشتې په ۳۰مه نېټه د جاپان د بهرنیو چارو وزیر «او پی کوکاواچي» د تاجکستان جمهوریت ته رسمي سفر وکړ. ددې سفر په ترڅ کې دواړو خواوو د دوه اړخیزو اقتصادي مرستو په اړه خبرې اترې وکړې. د انرژۍ د ذخایرو په اړه هم خبرې شوې. په دې کتنه کې په جاپان کې د تاجکستان جمهوریت دیپلوماتیکي نمایندګۍ د تاسیس د ضرورت په اړه هم خبرې وشوې. په جاپان کې د تاجکستان د سفارت پرانستل د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ښه کیدو په برخه کې مثبت اثر کولی شي.

۲ـ د تاجکستان جمهوریت سره د کوریا جمهوریت اړیکې :

بل هېواد چې د تاجکستان جمهوریت سره د پراخو مرستو غوښتونکی دی،هغه د کوریا جمهوریت دی. د خجند په ښار کې د دواړو هېوادونو مشترکه کارخانه جوړه او د ۱۹۹۶زکال د ډیسمبر په میاشت کې یې په کار پیل وکړ. د تاجکستان جمهوریت او د کوریا جمهوریت په سیمه او د آسیا په وچه کې دوه نامتو تجارتي او اقتصادي شریکان دي.

دغه موضوع د ۲۰۰۰زکال د جولای په ۲۶مه نېټه د کوریا جمهوریت فوق العاده استازي «چانګ هونا» د تاجکستان جمهور رئیس امام علی رحمان ته د خپل باور لیک د وړاندې کولو په وخت کې څرګنده کړه په دې غونډه کې د کوریا له لوری تاجکستان ته اطمینان ورکړل شو چې کوریا غواړي د تاجکستان د اقتصاد ښه کېدو لپاره پانګه آچونه وکړي.

د کوریا جمهوریت دتاجکستان جمهوریت سره تخنیکي مرستې کوي او د نړیوالو ماهرانو په ښوونه او روزنه کې برخه اخلي. د ۲۰۰۵زکال د مې د میاشتې په ۲۴مه نېټه د تاجکستان جمهور رئیس امام علی رحمان په هغه نړیوال سیمینار کې چې د دولتي اصلاحاتو په اړه جوړ شوي وو، د کوریا جمهوریت ته کاری سفر وکړ.

د هغو خبرو اترو په ترڅ کې چې د تاجکستان جمهوریت د جمهور رئیس امام علی رحمان او د کوریا جمهوریت جمهور رئیس  «پوموخاوون» او د هغه هېواد د پارلمان رئیس «کیم وان کی» ترمنځ وشوې. د دواړو اقتصادي او سوداګریزو اړیکو ته وده ورکول یې د خبرو سرټکي وو. دواړو خواوو تاجکستان سره اقتصادي مرستې مثبت وارزولې او د «تاجک – کابول – تګستالیزه» په نوم د مشترکې کارخانې فعالیتونه ګټور وبلل شو. په دې غونډه کې د تاجکستان جمهور رئیس د تیلفون د لینونو د بیارغونې په اړه هم خبرې اترې وشوې.

۳ـ د تاجکستان جمهوریت سره داندونیزیا جمهوریت اړیکې :

د اندونیزیا جمهوریت سره د تاجکستان دولتی اړیکې د تاجکستان د استقلال څخه وروسته د شلمې پیړۍ په ۹۰مو کلونو کې پیل شوی وې د تاجکستان د جمهوریت جمهور رئیس د اندونیزیا د جمهور رئیس سره په ۱۹۹۵زکال د نیویارک په ښار کې وکتل. د ۱۹۹۶زکال د نومبر په میاشت کې د اندونیزیا جمهوریت تاجکستان سره ۵میلیونه اندونیزیايي روپۍ بشري مرستې وکړي. د ۱۹۹۶زکال د جون په میاشت کې د اندونیزیا رسمي هئیت تاجکستان ته سفر وکړ. د ۱۹۹۵زکال د اپریل په میاشت کې د دوشنبې په ښار کې د اندونیزیا د صنعتي مالونو نندارتون پرانستل شوو.

د ۲۰۰۳زکال د اکتوبر ۲۷مې نېټې نه تر ۲۹مې نېټې پورې د تاجکستان جمهوریت جمهور رئیس امام علی رحمان اندونیزیا ته رسمي سفر وکړ. د تاجکستان د استقلال نه وروسته نوموړي هېواد ته د تاجکستان د جمهور رئیس دغه لومړنی سفر وو، او دې سفر د دواړو هېوادونو د اړیکو په برخه کې نوې دوره پرانستله.

ددې سفر په لړ کې د تاجکستان جمهور رئیس د اندونیزیا د جمهوري ریاست مرستیال، د پارلمان د دواړو برخوله رئیسانو، د بهرنیو چارو وزیر او د اندونیزیا د تجارتی او صنعتي مرکز له رئیس سره وکتل. په دې کتنو کې د دوه اړخیزو اړیکو په اړه پر ځینو مسایلو باندې غور وشو،او یو شمېر لازم حقوقي سندونه لاسلیک شول. همدارنګه دواړه خواوو د دوه اړخیزو مرستو په اړه یو کمیسیون وټاکه، چې د کمیسیون د اندونیزیا او تاجکستان د اقتصادي او تجارتي اړیکو په پیاوړي کولو کې مهم رول ولوباوه.

۴ـ د تاجکستان جمهوریت سره د مالیزیا جمهوریت اړیکې :

د تاجکستان جمهوریت او د مالیزیا جمهوریت په منځ کې اړیکې په وروستیو پنځو – شپږو کلونو کې ټینګې شوي دي. د ۲۰۰۰زکال د مې د میاشتې په ۴مه نېټه د مالیزیا د جمهوریت لوي سفیر او فوق العاده استازی یحيی بن عبدالجبار خپل باور لیک په دوشنبه کې د تاجکستان جمهور رئیس امام علی رحمان ته وړاندې کړ. دغه سفیر په همدې وخت کې یې د تاجکستان حکومت ته بلنه ورکړه چې خپل سفیر او فوق العاده استازي مالیزیا ته ولېږي. د ۲۰۰۳زکال د اکتوبر د میاشتې په ۱۷-۱۵نېټه کې تاجکستان خپل سفیر مالیزیا ته ولېږه. ددې نېټې نه وروسته د تاجکستان او مالیزیا په دولتي اړیکو کې نوي دوره پیل شوه. د مالیزیا په پلازمینه کولالامپور کې د تاجکستان د حکومت اودولت مشر د هغه هېواد د بادشاه سره وکتل. دواړو خواوو د دواړو هېوادونو ترمنځ د څو اړخیزو همکاریو تیاری وښود.

د ۲۰۰۳زکال د اکتوبر د میاشتې په ۱۷مه نېټه د تاجکستان جمهور رئیس د مالیزیا صدراعظم مختار محمد سره وکتل. په دې کتنه کې پرېکړه وشوه، چې د څو اړخیزو او ګټورو همکاریو د عملي کولو لپاره حقوقی لارې ولټول شي.

د ۲۰۰۳زکال د سپتمبر په میاشت کې د مالیزیا په پلازمینه کولالامپور کې د تاجکستان جمهوریت تجارتي نمایندګۍ په کار پیل وکړ او دنده یې لرله چې د دواړو هېوادونو ترمنځ تجارتي او اقتصادي اړیکو ته پراختیا ورکړي. د تاجکستان جمهور رئیس او د مالیزیا صدراعظم  د خپلو خبرو په ترڅ کې په تاجکستان کې د مالیزیا د پانګه اچونې او د هغه هېواد دعصري تکنالوژۍ څخه د ګټې اخیستنې په اړه خبرې اترې وکړي.

د تاجکستان جمهوریت سره د نړیوالو او سیمه ییزو سازمانونو اړیکې :

د تاجکستان جمهوریت د بهرني سیاست په برخه کې د بهرنیو هېوادونو سره د دوه اړخیزو اړیکو او نړیوالو او سیمه ییزو سازمانونو سره د څو اړخیزو اړیکو ته د لومړیتوب حق ورکوي او هغه د خپلو سیاسي فعالیتونو د اساسي لوري په حیث پېژني.

د تاجکستان جمهوریت د لاندې نړیوالو او سیمه ییزو سازمانونو سره اړیکې لري : د ملګرو ملتونو سازمان، د اروپا د امنیت او همکاري سازمان، د شمالي اتلانتیک سازمان، د اسلامي کنفرانس سازمان، د اقتصادي مرستو سازمان، د هم ګټو دولتونو ټولنه، د ډله ییز امنیت سازمان، نړیوالو او سیمه ییز مالیوي موسسه، د اسعارو نړیوال مرکز، نړیوال عمومي بانک، اسلامي پراختیايي بانک او اروپايې پراختیايي بانک.

تاجکستان د دولتي استقلال د لاسته راوړلو او نړیوالي ټولنې ته د شاملېدو په لومړیو ورځو کې د جدي ستونیزو سره مخامخ شو. نړیوالو او سیمه ييزو سازمانونو لکه د ملګرو ملتونو سازمان، د اروپا د همکاري او امنیت سازمان ته د شاملېدو نه دوې میاشتې وروسته په تاجکستان کې تپل شوې کورنۍ جګړه پیل شوه. د تاجکستان د کورنۍ جګړې د پای ته رسېدو په برخه کې نړیوالو او سیمه ییزو سازمانونو مثبت او فعال رول ولوبول .

۱ـ د ملګرو ملتونو سازمان سره د تاجکستان اړیکې :

د ۱۹۹۳زکال د فبروري په لومړی نېټه د دوشنبې په ښار کې د ملګرو ملتونو د سازمان دفتر پرانستل شو، مګر د ملګرو ملتونو د سازمان سره د تاجکستان جمهوریت اړیکې ډېر پخوا، د ۱۹۹۲زکال د ډیسمبر په میاشت یعنې د تاجکستان د کورنۍ جګړې له پای ته رسېدو څخه څلور میاشتې وروسته پیل شوې وې. د ۱۹۹۲زکال د سپتمبر په ۱۸مه نېټه د تاجکستان د دولتي مشرانو په غوښتنه او د ملګرو ملتونو د سازمان د عمومي منشي په سپارښتنه د ملګرو ملتونو یو ځانګړي پلاوي د تاجکستان د سیاسي او ټولنیزې وضعې سره د بلدتیا په موخه او په دې اړه یې د رپوټ د برابرولو لپاره دوشنبې په سفر وکړ. د درې ورځنې سر په ترڅ کې نوموړي پلاوي د تاجکستان دولتي مقاماتو سیاسي ګوندونو له مشرانو او متحده ایالاتو او ایران له سفیرانو سره خبرې وکړې. دغه پلاوي کورغان تپه او کالینن آباد ته هم سفرونه وکړل او په هغه ځای کې د سیمه ییزو دولتي مشرانو سره وکتل، او وروسته بیاکولاب او لینن آباد ښارونو ته هم سفرونه وکړل.

د ۱۹۹۲زکال د سپتمبر د میاشتې په ۲۹مه نېټه د تاجکستان جمهوریت د عالی شورا رئیس اسکندروف د ملګرو ملتونو د سازمان سرمنشي په نامه یو پیغام ولیږه. په دې پیغام کې د ملګرو ملتونو له سازمان نه د غوښتنه شوې وه، چې د تاجکستان د کورنۍ جګړې د حل لپاره لارې چارې ولټوي. د ۱۹۹۲زکال د اکتوبر د میاشتې په ۲۸مه نېټه د ملګرو ملتونو سازمان دامنیت شورا غونډه وکړه. په دې غونډه کې په تاجکستان کې د کورنۍ جګړې د پای ته رسېدو او ددې شخړې په هوارولو کې د ملګرو ملتونو د رول په اړه خبرې وشوې.

د ۱۹۹۲زکال د نومبر د میاشتې په ۲۰مه نېټه د تاجکستان د عالي شورا رئیس د ملګرو ملتونو د سازمان سرمنشي پطروس غالي ته یو پیغام ولېږه په دې پیغام کې د ملګرو ملتونو د سازمان څخه غوښتنه شوې وه، چې تاجکستان ته د ملګرو کتوونکي ډله ولېږي.

د ۱۹۹۲زکال د ډیسمبر په میاشت د ملګرو ملتونو د سازمان د امنیت شورا تاجکستان ته د ملګرو ملتونو د ډلې د لېږلو په اړه پرېکړه وکړه. د ۱۹۹۳زکال د جنوري په ۲۱مه نېټه د ملګرو ملتونو څارګره ډله د تاجکستان پلازمینې دوشنبې ښار ته ورسېدل. د ۱۹۹۳زکال د اپریل د میاشتې په ۲۶مه نېټه د ملګرو ملتونو سفیر او ځانګړي استازي په تاجکستان کې مقرر او په کار یې پیل وکړ.

په تاجکستان کې دملګروملتونو د سازمان کتوونکي ډله د اوو کلونو او څلورو میاشتو د فعالیتونو په لړ کې نه یوازې د تاجکستان د کورنۍ جګړې په حل کې مرسته وکړه، بلکې د تاجکو مهاجرو د ځای په ځای کولو او بشري مرستو په برخه کې هم ډېرې مرستې وکړې، په ځانګړي توګه د جګړې نه وروسته د بیارغوني په برخه کې مرستې وکړې.

د تاجکستان د سولې په خبرو کې چې د ۱۹۹۴زکال د اپریل د میاشتې د ۵مې نېټې څخه پیل او د ۱۹۹۷زکال د جون تر ۲۷مې نېټې پورې دوام وکړ، په دې خبرو کې د ملګرو ملتونو رول ډېر مهم وو. یوازې د دواړو خواوو او دخېلو هېوادونو د قانع کولو لپاره یو نیم کال تېر شو. د تاجکانو ترمنځ د سولې خبرې اترې د ملګرو ملتونو تر سرپرستي لاندې درې کاله دوام وکړ. د تاجکانو ترمنځ د سولې خبرې په ډېرې کندۍ سره روانې وې. هر لوري کوښښ کول چې مقابل لوري پړ وبولي. یوازې د ۱۹۹۵زکال د اګست د میاشتې په ۱۷مه نېټه د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي په کوښښ او زیاد « په تاجکستان کې د سولې اوملي پخلاینې د اساسي اصولو په اړه پروتوکول» تیار او لاسلیک شو. ددې نه وروسته دواړه خواوې دې ته تیارې شوې چې ګام په ګام پر مخ لاړ شی او یو لړ تړونونه او سندونه لاسلیک کړي. په پای کې د وروستي سند د لاسلیک کولو لپاره زمینه برابره شوه، او «په تاجکستان کې د سولې او ملي پخلاینې عمومي تړون» د ۱۹۹۷زکال د جون په ۲۷مه نېټه د مسکو په ښار کې د تاجکستان د جمهور رئیس امام علی رحمان او د تاجکستان جمهوریت د مخالفو قوتونو د اتحاد مشر سید عبدالله نوري لخوا لاسلیک شو. ددې سند د لاسلیک په وخت کې د روسیې فدراتیف جمهوریت جمهور رئیس او د یو شمېر هېوادونو سفیرانو هم ګډون کړی وو.

په تاجکستان کې د ملګرو ملتونو د مهاجرینو د دفتر لخوا د ۳۸زره کورونو له جملې څخه ۲۹،۵زره کورونه چې د جګړې له امله وران شوي وو، بېرته آباد او ترمیم شول. د ۱۴۰زره کسانو له جملې څخه ۱۳۳زره کسانو چې د جګړې له امله خپلې دندې خوشې کړې وې بېرته خپلې دندې ته وګمارل شول. ټول هغه کورونه چې د جګړې په وخت کې په غیر قانوني توګه اشغال شوی وو، بېرته اصلي خاوندانو ته ورکړل شول.

د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرامونو استازي په تاجکستان کې په ۱۹۹۴زکال په کار پیل وکړ ددې نېټې نه وروسته دوی د تاجکستان په جنګ ځپلي سیمو کې یو لړ پروګرامونه عملي کړل. په تاجکستان کې د سولې په راوستلو اوبیا رغونه کې د ملګرو ملتونو د سازمان دفترونه لکه د غذايي موادو نړیوال پروګرام، د اسعارو نړیوال مرکز، نړیوال عمومي بانک، اروپايې پراختیايي بانک، اسلامي پراختیايي بانک، آسیايي پراختیايي بانک او نور فعاله برخه اخستې ده.

د تاجکستان په جمهوریت کې د ملګرو ملتونو د سازمان د سولې پروګرامونه یوازې د سولې او ملی پخلاینې او داخلي جنګ د پای ته رسېدو په برخه کې پای ته نه رسېږي، بلکې نوموړي سازمان د تاجکستان خلکو ته د بشري مرستو په رسولو کې مهم رول لوبولی دی. د ملګرو ملتونو په ابتکار د ۱۹۹۷زکال د ډیسمبر په ۱۶مه نېټه او د ۱۹۹۹زکال د نومبر په ۱۴مه نېټه د ملګرو ملتونو د سازمان عمومي غونډې په اتفاق اراء سره «په تاجکستان کې د سولې لپاره د ځانګړي نړیوالې مرستې» په اړه پرېکړه وکړه.

د ۱۹۹۷زکال د نومبر په میاشت په وین او ۱۹۹۸زکال د مې په میاشت په پارس کې د تاجکستان جمهوریت سره د مرسته کوونکي هېوادونو نړیوال کنفرانس جوړ شو.

۲ـ د تاجکستان جمهوریت سره د اروپا د امنیت او همکاري سازمان اړیکې :

بل سازمان چې به تاجکستان کې د سولې د پروسې په برخه کې مهم رول لوبولی، د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان دی. ددې سازمان پلاوي د سولې د خبرو څخه د جریان څخه څارنه کوله او د هغوی په غونډه کې ګډون کول. د اروپا همکارۍ او امنیت سازمان په تاجکستان کې د ملی پخلاینې د تړون د لاسلیک فعال غړي وو، او د ملي پخلاینې د کمیسیون سره مرسته کوله. نوموړي سازمان په تاجکستان کې د پارلماني انتخاباتو او د جمهوري ریاست د انتخاباتو کتوونکی و. ددې سازمان ځینې دفترونه د دوشنبې، خجند، کورغان تپه، توس او دوتسي په ښارونو کې فعالیت کوي. د تاجکستان جمهوریت په دوشنبې کې داروپا د امنیت او همکارۍ د سازمان کارونو لوړ ارزښت ورکوي.

تاجکستان د جغرافیايي موقعیت او جیوپولتیکی اهمیت له نظره د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان ته ډېر ارزښت لري. تاجکستان لکه ددې هېواد د حنوبي برخې په څېر په وروستیو کلونو کې د اروپا د امنیت اوهمکارۍ د سازمان د نورو غړو هېوادونو او افغانستان ترمنځ د بې ګټو جګړو په میدان بدل شوی وو، او نړیوالو تروریستانو، مذهبي افراط ګرایانو، مرکزي آسیا، روسیې او اروپايې هېوادونو د مخدره موادو د انتقال مرکز ګرځېدلی و.

د نړیوالې ټولنې په مرسته، په ځانګړي توګه د نړیوالو او سیمه ییزو سازمانونو لکه دملګروملتونو سازمان او ځانګړي دفترونو یې د اروپا د امنیت او همکاري سازمان، دتاجکستان په جمهوریت کې د ټولنیزو اساساتو پر بنا یو دموکرات دولت منځ ته راغلي دی. مګر نن ورځ لا هم ځینې اقتصادي ستونزې اومسایل د تاجکستان په جمهوریت کې حل شوی نه دي، چې تاجکستان ددغومسایلو او ستونزو څخه په یوازې توګه ځان نشي خلاصولي.

د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا، په تاجکستان کې د سیاسی مسایلو د حل نه وروسته نیت لري چې د تاجکستان د اقتصادي پراختیا په برخه کې مرسته وکړي. نړیوال سازمان د تاجکستان د داخلي جګړې په وخت کې هم د تاجکستان جمهوریت ته یو لړ پورونه ورکړی و چې د ځینو لنډو پروګرامونو د عملي کولو لپاره لګول شوی.

د نوي شرایطو په نظر کې نیولو سره د تاجکستان په جمهوریت کې د سولې او ملي پخلاینې څخه وروسه د تاجکستان حکومت په دې باور دی چې په تاجکستان کې د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان خپل هدف ته باید بدلون ورکړې. په ځانګړي توګه د سازمان صلاحیتونو ته باید اقتصادي او ایکولوژیکې اړخ ورکړل شي.

ځکه چې هغوي کولی شي خپل سمیه ییزې همکارۍ او امنیت ته پراختیا ورکړي.

د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان پور ورکوونکی سازمان نه دی، مګر کولی شي چې نړیوالو سیاسي فعالیتونه ته تشکل ورکړي. نوموړی سازمان کولی شي چې خپلو غړو هېوادونو ته د اقتصادي او ایکولوژیکي پروګرامونو په عملي کولو کې لارښونه وکړي. له دې پرته د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان په اروپایې ټولنه کې پر اروپايي پراختیايي بانک، نړیوالو بانک، د اسعارو نړیوال مرکز او نورو باندې اثر لري.

د نوي شرایطو په نظر کې نیولو سره، د تاجکستان په جمهوریت کې د سولې اوملي پخلاینې څخه وروسته د تاجکستان حکومت په دې باور دی چې په تاجکستان کې د اروپا د امنیت او همکارۍ د سازمان هدف باید تغیر وکړي. په ځانګړي توګه د سازمان صلاحیتونو ته باید اقتصادي او ایکولوژیکي اړخ ورکړل شي. ځکه چې هغوي کولی شي خپلې سیمه ییزې همکارۍ او امنیت ته پراخیتا ورکړي.

ددې نه پرته د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان په اروپايې ټولنه کې په اروپایې بانک، نړیوال بانک، د اسعارو نړیوال مرکز او نورو باندې اثر لري.

د تاجکستان جمهوریت غواړي چې د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان په واقعي توګه د یو نړیوال سازمان په توګه بدل شي تر څو د هغه اساسي اصول او هدفونه ټول هغه هېوادونه چې په کې غړیتوب لري عملي کړي.

د ۲۰۰۲زکال د اکتوبر د میاشتې په ۳۱مه نېټه د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان دایمي شورا په تاجکستان کې د اروپا د امنیت او همکارۍ دفتر د نوم پر ځای، په تاجکستان کې د اروپا د امنیت او همکارۍ مرکز نوم غوره کړ.

۳ـ د تاجکستان جمهوریت سره اقتصادي همکاري :

سازمان اړیکې : د ۱۹۹۶زکال د مې په ۱۲مه نېټه په عشق آباد کې د اقتصادي همکاري د سازمان په ځانګړي غونډه کې د تاجکستان جمهوریت ددې سازمان په غړیتوب ومنل شو.

نوموړي سازمان د تجارت، انرژي، مخابراتو او نقلیه وسایلو په برخه کې د تاجکستان جمهوریت سره مرسته کوي. د تاجکستان جمهوریت لپاره د اقتصادي همکاري سازمان د غړو هېوادونو اقتصادي بازار تر ټولو ګټور بازار ګڼل کېږي. اوس مهال د نوموړي سازمان غړي هېوادونه د تاجکستان د بهرني تجارت په برخه کې لومړی مقام لري.

د تاجکستان جمهوریت سره د اقتصادي همکارۍ سازمان د اقتصادي مرستې بل لوري د انرژي برخه تشکیلوي. د رګون د بریښنا اسټیشن او د سنګ توده ــ ۲ د بریښنا اسټیشن نقشه د نوموړي سازمان د پلان په اساس جوړ شوي دی.

تاجکستان نن ورځ دهغه هېوادونو په کتار کې راځي چې تیل او ګاز واردوي. له همدې کبله تاجکستان د اقتصادي همکارۍ سازمان د هغو هېوادونو سره چې د ګاز او تیل تولیدونکي او صادرونکي دي د هر اړخیزو اړیکو درلودل ډېر ضروري دي. تاجکستان نه یوازې د تیل او ګاز په برخه کې، بلکه د کرنیزې، صنعتي، عامې روغتیا، تروریزم او نور برخو کې هم له پورتینو هېوادونو سره باید اړیکې ولري. څرنګه چې تاجکستان په کال کې یو میلیون ټن مالوچ تولیدوي له همدې کبله تاجکستان د اقتصادي همکاري د سازمان له هېوادونو د کرنیزو تولیداتو په برخه کې د اړیکو غوښتونکې دی.

د ۲۰۰۴زکال د سپتمبر په ۱۴مه نېټه د اقتصادي همکاري د سازمان په تاریخ کې په لومړې ځل د نوموړي سازمان د غړو هېوادونو جمهورو رئیسانو د دوشنبې په ښار کې غونډه وکړه. د کار پوهانو لخوا ددې غونډې موضوعات مثبت وارزول شول. د هغه اعلامیې په یوه برخه کې چې ددې غونډې په پای کې په تصویب ورسېد راغلي دي چې تر ۲۰۱۵زکال پورې په سیمه کې آزاد تجارتي سیمه رامنځته شي.

۴ـ د تاجکستان جمهوریت سره د اسلامي کنفرانس د سازمان اړیکې :

د اسلامي کنفرانس سازمان یو شمېر هېوادونه د طبیعي ذخایرو لکه د تیلو او ګازو د درلودلو له امله د نړۍ د لویو او پیاوړو هېوادونو له ډلې څخه شمېرل کېږي. نوموړي هېوادونه د خپلو ښو امکاناتو په درلودلو سره سره نه دی توانیدلی چې د نورو بیوزلو اسلامي هېوادونو سره، څرنګه چې لازم دي مرسته وکړي. په دې اړه د مالیزیا صدراعظم مختار محمد د ۲۰۰۳زکال د اکتوبر په میاشت کې کله چې د اسلامی کنفرانس سازمان د مشرانو سره ملاقات درلود په انتقادي ډول وویل چې : ددې سازمان غړي هېوادونه تراوسه پورې نه دي توانیدلې چې د خپلو باثمرو ذخایرو څخه په سمه توګه ګټه واخلي «۵». سره له دې هم د اسلامي کنفرانس سازمان سره اړیکې د تاجکستان په ګټه دی.

د تاجکستان جمهوریت سره دنړیوالو او سیمه ییزو سازمانو لکه ملګرو ملتونو سازمان، د اقتصادي همکارۍ سازمان او د اسلامي کنفرانس د سازمان سره اړیکې یوازې په تاجکستان کې د جګړې نه وروسته د بیارغوني په مسایلو باندې ولاړ نه دی، بلکه تاجکستان په خپل بهرنی سیاست کې د نړیوال تروریزم، د مذهبي افراط ګرایی، د مخدره موادو قاچاق او د غیر قانوني وسلو د خپریدو پر ضد په مبارزه کې دایمي پاملرنه لري او په دې برخه کې د نړیوالو او سیمه ییزو سازمانونو سره نږدې همکاري لري. په ۲۰۰۴زکال کې د تاجکستان جمهوریت د ملګرو ملتونو ۱۲کنفرانسونه ومنل.

د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت او د تاجکستان جمهوریت دنړیوالو حقوقو د تطبیق کمیسیون کوښښ وکړ چې د تاجکستان جمهوریت دندې د اوتاواکنونسیون چې د پرسونل ضد ماینونو د منع کولو په اړه دي، عملي کړي.

د مین د اړوندو ستونزو د حلولو لپاره دتاجکستان جمهوریت ته «۵۰۰۰۰۰» یورو بیل شو. د ملګرو ملتونو انکشافي پروګرام د مین په اړه یو ځانګړي پروګرام جوړ کړ. دغه پروګرام د تاجکستان جمهوریت ومنل او عملي کار یې پیل شو. د انګلستان دولت لخوا د «۲۵۰۰۰۰» امریکايي ډالرو مرسته وشوه.

د تاجکستان جمهوریت دملګرو ملتونو په ۵۸عمومي غونډه کې د یادونې وړ ابتکار وکړ، هغه د مخدره موادو پر ضد د عمومي همکاري تنظیمول و. د تاجکستان جمهوریت ځانګړي اعتبار او اعتماد د ملګرو ملتونو او د هغه ځانګړي دفترونو ته د ۱۹۹۳زکال نه پیل شوي دی.

ددې نېټې نه تر اوسه پورې د تاجکستان ولسمشر امام علی رحمان دملګرو ملتونو په ټولو عمومي غونډو کې ګډون کړي دی او د ملګرو ملتونو په ۵۴مه عمومي غونډه کې د یوې جلسې ریاست هم کړي دی.

په تاجکستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د څارګرې ډلې هئیت د فعالیتونو د پای ته رسېدو نه وروسته د ملګروملتونو د سازمان د عمومي سرمنشي کوفی عنان د وړاندیز په اساس د هغه پر ځای د ملګرو ملتونو د سازمان بیرو «دفتر» په تاجکستان کې د سولې د رامنځ ته کېدو لپاره تاسیس شو. نوموړي بیرو د تاجکستان سره د جنګ نه وروسته د ټولو پروګرامونو په عملي کولو کې مرسته کوله. په تاجکستان کې د ملګرو ملتونو د سازمان بیرو دکار موده تراوسه پورې درې ځلې تمدید شوي دی. تر ټولو نه ډېره مهمه دنده چې په تاجکستان کې د ملګروملتونو بیرو سرته رسولی ده، هغه په سیمه کې د تروریزم، اکستریمیزم، د مخدره موادو قاچاق او په منځنۍ آسیا کې د مافیايي جنایتکارانو پر ضد مبارزه ده.

د تاجکستان جمهوریت سره دملګرو ملتونو د سازمان اړیکې او مرستې ددې سازمان د عمومي منشي کوفي عنان د هغه  خبرو نه په واضح ډول څرګندېږي چې د ۲۰۰۲زکال د اکتوبر د میاشتې په ۲۱مه نېټه د تاجکستان عالي مجلس ته لېږلی و. د پیغام په یوه برخه کې داسې ویل شوي وو : « تاجکستان او د ملګرو ملتونو سازمان یو بل سره د مرستو او همکاریو اوږده او باثمره تجربه لري. ددې تجربو او لاسته راوړنونو دواړه خواوې کولای شی چې وویاړي» «۶».

د تاجکستان جمهوریت د اروپا امنیت او همکارۍ د سازمان د غړي په توګه، وړاندیز کړي دی، چې د اروپا د امنیت او همکارۍ د سازمان په چوکاټ کې د نوموړي سازمان د غړي هېوادونو سرحدي سیمې امنیتي مسایل تر غور او بحث لاندې ونیول شي. د تاجکستان جمهوریت په دې باور دی چې امنیت د تقسیم وړ نه دی، له همدې کبله د اروپا د امنیت اوهمکاري د سازمان د غړو هېوادونو په سیمو کې د همکاري او امنیت منځ ته راتلل ډېر اړین دی. هر هېواد باید د اروپا د امنیت او همکارۍ د سازمان په سیمو کې د عمومي امنیت په تامین کې ځان مسؤل وګڼي.

د تاجکستان جمهوریت سره د اروپا د امنیت او همکاري د سازمان د مرستې بل اساسي لوري د تروریزم پر ضد مبارزه ده. د اروپا د امنیت او همکاري دغړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په بخارست او بشکیک کې غونډه وکړه، او په سیمه کې د تروریزم پر ضد پرېکړې وکړې. د تاجکستان جمهوریت ددغو پرېکړو دعملي کولو لپاره لازم تدبیرونه ونیول. د ۱۹۹۷زکال د اپریل په میاشت کې د تاجکستان ولسمشر «د تروریزم پر ضد تدبیرونه» په نوم یو فرمان صادر کړ. د ۱۹۹۹زکال د نومبر په ۱۶مه نېټه د تاجکستان د عالي شورا په غونډه کې «د تروریزم پر ضد د مبارزې» په اړه یو قانون تصویب شو. د تاجکستان جمهوریت د اتو نړیوالو کنوانسیونونو سره چې دتروریزم پر ضد د مبارزې په اړه دی،همکاري لري.

په تاجکستان کې بله ستونزه چې دهغه په حلولو کې نړیوال سازمانونه لکه د ملګرو ملتونو سازمان او د اروپا د امنیت او همکاري سازمان مهم رول لري، هغه له افغانستان څخه تاجکستان او منځنۍ آسیا او له هغه ځایه څخه نورو هېوادونو ته دمخدره موادو لېږدول دي.

د بشري حقوقو په اړه د نړیوالو مسؤلیتونو د سرته رسولو په خاطر په ۲۰۰۲زکال کې د تاجکستان حکومت د اروپا د امنیت او همکاري سازمان په چوکاټ کې یو ځانګړي کمیسیون تاسیس کړ، چې د هغه په ترکیب کې د هېواد  صاحب منصبانو او د ټولنیزو سازمانو استازي شامل وو.

د طالبانو د رژيم د نسکورېدو څخه وروسته او د انتقالي حکومت د منځ ته راتګ سره په افغانستان کې سیاسي وضع بدل شو او د تاجکستان په سرحداتو کې امنیت تامین او د ګټورو همکاریو زمینه برابره شوه.

د ۲۰۰۲زکال د ډیسمبر په ۷-۶ نېټه د تاجکستان هئیت د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر تلباک نظروف په مشرۍ د اروپا د امنیت او همکاري د سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه چې په پرتګال کې دایره شوي وه، ګډون وکړ.  تلباک نظروف په دې غونډه کې د تاجکستان جمهوریت دریځ د سیمې د امنیت او د تروریزم پر ضد د نړیوالې مبارزې په برخه کې د ګډې همکاري اساسي لوری توضیح کړل.

۲۰۰۳زکال د تاجکستان جمهوریت او د اروپا د امنیت او همکاري سازمان ترمنځ دګټورو متقابلو همکاریو د پراختیا دوره وه په همدې کال کې د اروپا د امنیت او همکاري سازمان د غړو هېوادونو « فرانسې سفیر، بلغاریي، سویډن، ایرلینډ او ناروي» سفیران، د اروپا د امنیت اوهمکاري د سازمان عالی کمیسارتاجکستان ته رسمې سفرونه وکړل. دغه سفرونه تاجکستان جمهوریت سره د اروپا د امنیت او همکاري د سازمان پر نږدیوالي او همکاري باندې دلالت کوي.

د ۲۰۰۳زکال د ډیسمبر په میاشت کې د تاجکستان د جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر تلباک نظروف، د اروپا د امنیت او همکاري سازمان په یوولسمه غونډه کې د اروپا د امنیت او همکاري د سازمان ستراتیژي په اړه د سازمان اساسي سند یعنې د امنیت د تهدید پرضد مبارزه او په ۲۱پیړۍ کې د سولې د تامینولو په اړه د خپل هېواد دریځ بیان کړ.

په وروستیو کلونو کې د تاجکستان دیپلوماتانو دنورو نړیوالو او سیمه ییزو سازمانونو لکه د اقتصادي همکاري سازمان، د اسلامی کنفرانس سازمان، دمرکزي آسیا د همکارۍ سازمان او نورو سره اړیکې ټینګې کړي دی. د ۲۰۰۴ زکال د سپتمبر په ۱۴مه نېټه د دوشنبې په ښار کې د اقتصادي همکارۍ د غړو هېوادونو ولسمشرانو غونډه وکړه. همدارنګه د ۲۰۰۴زکال د اکتوبر په۱۸-۱۷ مه نېټه د مرکزي آسیا د همکاري سازمان غونډه د دوشنبې په ښار کې جوړه شوه. ددغو غونډو جوړیدل د تاجکستان جمهوریت د خارجي سیاست په برخه کې د هغوی بریالیتوبونه څرګندوي.