څېړنوال  عبدالرحيم بختانى خدمتگار

 

مخدره مواد  د اسلام سپيڅلى دين او نورو علمى

او ټولنيزو افکارو له نظره

          مخدره مواد چې بيلا بيل ډولونه لرى د ډيرو پخوا زمانونه انسانان د مختلفو مقاصدو لپاره استعمالوى . يو ډول مخدره مواد چې دکوکا د بوټى څخه د کيمياوى تعاملاتو په نتيجه کې لاسته راځى او د کوکائينو په نوم ياديږى ، دغه ماده په مرکزى امريکا او ځينو افريقايې هيوادونو کې کرل کيږى .

          بله مخدره بوټى چې هم په افغانستان او هم په نورو هيوادونو کې کرل کيږى تنباکو دى ، چې د تنباکو څخه سگرټ او نصوار جوړيږى او خلک يې استعمالوى ، او په چلم کې څکل کيږى . بل يې کوکنار او چرس دى چې کوکنار په زياترو هيوادونو کې کرل کيږى او چرس په افغانستان او ځينو نورو هيوادونو کې کرل کيږى ، ددغو مختلفو بوټو څخه مختلف مخدره مواد توليديږى او خلک يې استعمالوى .

          په دغه مقاله کې دغه مختلف مخدره بوټى او هغه موادچې ددى څخه پيدا کيږى دا سلام سپيڅلى دين او نورو علمى اوټولنيزوافکارو له نظره به وڅيړل شى او په پيل کې لازم گڼم چې د مخدره موادو د ډولونواو انواعو په باره کې لنډ معلومات وړاندى کړم :

١ _ ترياک :- ترياک يو ډول مخدره مواد دى چې د کوکنارو يا خشخاش له شيدو څخه لاسته راځى . دغه ماده په ابتداء کې سپين رنگ لرى ، بيا دوخت په تيريدو سره خپل رنگ بدلوى ، اول زيړ رنگ ، بيا وروسته قهوه يې رنگ اخلى . د کوکنارو د بوټى څخه يوازى ترياک لاسته نه راځى ، بلکه د کوکنارو بوټى رنگارنگ ښايسته گلونو هم لرى او خوندوره او گټوره دانه هم لرى ، چې دغه دانى هم خوړل کيږى او هم د هغى څخه ډير گټور غوړى لاسته راځى . د کوکنارو بوټى د افغانستان په زياترو ولايتونو کې کرل کيږى . د کوکنارو بوټى څخه کومه ماده چې د ترياک په نوم ياديږى د هغى څخه د کيمياوى تعاملاتو په نتيجه کې يوه ماده چې د هيروئينو په نوم ياديږى جوړيږى او همدارنگه معتاد کسان ترياک خورى او هم د سگرټو په شان يى څکى . انسانان نژدى د زرو کلونو څخه را پدى خوا ترياک پيژنى او د مختلفو مقاصدو لپاره يې استعمالوى .

2 _ مورفين :- مورفين يوه نيشه يې ماده ده چې د ترياکو څخه لاسته راځى . دغه مخدره ماده په ترياکو کې نژدى په سلو کې لس تشکيلوى او په دى معنى چې د لسو کيلو گرامو ترياکو څخه

يوازى يو کيلو گرام مورفين لاسته راځى . په پخوا زمانو کې مورفين په طبابت کې د شديدو درونو لپاره استعماليده ، مگر اوس تر ډيره حده د طبابت د ساحى څخه وتلى دى او يوازى معتادين يې د

نيشى لپاره استعمالوى .

٣ _ هيروئين :-هيروئين هغه مخدره ماده ده چې د ترياکو او يا د مورفينونو څخه لاسته راځى . دغه ماده په ترياکو کې نژدى په  سلو کې پنځه تشکيلوى ، يعنى د شلو کيلو گرامو ترياکو څخه يوازى يو کيلو گرام هيروئين لاسته راځى . دغه ماده لومړى ځل په ١٨٧٤ م کال کې د يو انگليسى

ساينس پوه لخوا د سنت ميرى په روغتون کې کشف شو او بيا د شديدو دردونو لپاره يې استعمالوله . دغه ماده تر ١٨٩٩ م کاله پورى په روغتونونو کې د درد ددوا په ډول استعماليدلو ، ددى لامله چې سړى ډير ژر په دى باندى معتاديږى نو د ١٩١٦ م کال نه وروسته د امريکا د متحده ايالاتو په

روغتونونو کې د هيروئينو په استعمال باندى بنديز ولگيد او ورو ورو د طبابت د ساحى څخه لېرى شواو اوس يوازى معتادين يې د نيشى لپاره استعمالوى .

٤ _ کودئين :-  کودئين هم د ساده کيمياوى تعاملاتو په نتيجه کې له ترياکو څخه لاسته راځى . کودئين  د لومړى ځل لپاره په ١٨٣٢ م کال کې د (( روبيگ )) لخوا کشف شو. اوپه طبى دواگانو کې د ټوخى د تسکين لپاره استعماليده . کودئين اوس هم په زياتره دواگانو کې راځى د  تسکين لپاره استعماليږى .

٥ _ کوکائين : - کوکائين هغه خطرناک ماده ده چې د کوکاد بوټى له پاڼو څخه لاسته راځى . دغه بوټى زياتره په جنوبى امريکا کې کرل کيږى . په اول ځل د کوکائين د پاڼو څخه د شفاء ورکوونکى او مسکن په توگه استعمالول . د شلمى پيړى څخه مخکى ددغى مادى استعمال په چين کې هم رواج درلود . د کوکائينو د استعمال سابقه نژدى پنځه پيړيو ته رسيږى . کوکائين په طبابت کې د بى هوشى د مادى په حيث استعماليده

 _ چر س ، بنگ يا حشيش :- دغه مخدره ماده په افغانستان کې د چرس يا بنگ په نوم ياديږى . دغه بوټى نه يوازى په افغانستان کې بلکه دنړى په زياترو هيوادونو کې کرل کيږى اود نړى په مختلفو برخو کې په مختلفو نومونو ياديږى ، مثلاً په الجزاير او مراکس کې د کيف په نوم ، په ايران ، ترکيه او مصر کې د حشيش  په نوم ، په بلژيک او امريکا کې دمارى جواناپه نوم ، په تونس کې د تاکرورى په  نوم اوپه هندوستان کې د شارا شانگ په نوم ياديږى . دغه مخدره ماده انسانان د ډير پخوا څخه پيژنى . دغه ماده په ډير لرغونى کتاب يعنى اوستا کې هم ذکر شوى ده او په دغه لرغونى کتاب کې د (( بنگله )) په نوم راغلى دى . دغه بوټى په اوستا کې د بد او خراب بوټى په توگه ذکر شوى دى ، له دى نه معلوميږى چې دغه بوټى د ډيرو پخوا زمانونه منع کړى شوى دى .

          د مخدره موادو ډولونه لسگونو ته رسيږى ، خو هغه مشهور ډولونه يې په لنډه توگه در وپيژندل شو و تر دى ځايه پورى مونږ او تاسى ته معلومه شوه چې د مخدره موادو استعمال حتى په طبايت کې هم له قلمه لويدلى دى ، ځکه چې نسبت گټى ته يې جانبى عوارض يې ډير دى ، او اوس به دغه مخدره مواد د اسلام سپيڅلى دين او نورو علمى او ټولينزو افکارو له نظره وڅيړو :

١ _ مخدره مواد د سلام سپيخلى دين له نظره : -

          د عظيم الشان قران په مبارکوآيتونو کې په واضح ډول ، مخدره مواد اونيشه يې توکى منع گرزول شوى دى . د مخدره موادو استعمالونکى ځان تدريجى ځان وژنى ته برابروى . هر هغه عمل چې په مستقيم او غير مستقيم د انسان په مرگ او تباهى باندى ختميږى هغه ځان وژنه ده او گناه لرى ، چې د مخدراتو استعمال هم د ځان وژلو په قطار کې حسابيږى او په دى برخه کې په قران اعظيم الشان کې داسى راغلى دى :

(( ولا تلقو ابايديکم الى التهلکه )) ترجمه : (( پخپل لاس ځان مرگ ته مه ورکوى ))

           شراب هم د مخدراتو له جملى څخه شميرل کيږى ، چې دشرابو د څکلو په باره کې د قــــــــــــران

اعظيم الشان د مائدى سورت په ٩٠  او ٩١ آياتونو کې داسى راغلى دى :

   ترجمه : (( اى مؤمنانو شراب او قمار يو شيطانى عمل دى او تاسو له هغى څخه فاصله ونيسى ، شيطان قصد لرى چې د شرابو اوقمار په واسطه ستاسو په مينځ کې د ښمنى پيدا کړى ، آيا تاسو له دغو کارونو څخه لاس نه اخلى ))

           په پورتنى آيت شريف کې په واضح ډول شراب د قمار سره برابر يو شيطانى عمل گڼل شوى دى او په مسلمانانو باندى امر شوى دى چې ځانونه له دغو دوو شيطانى عملونو څخه وساتى .

          په بل ايت شريف کې داسى راغلى دى : (( ويحل لهم الطيبات و يحرم عليم الخبائث )) _ ترجمه : (( شريعت پاک شيان حلال او خبث شيان حرام گرځولى دى )) .

          د شراب او قمار په برخه کې په بل آيت شريف کې داسى راغلى دى : (( يسئلونک عن الخمر و الميسر ، قل فيها اثم کبير )) _ ترجمه : (( اى پيغمبر هغو کسانو ته چې د شراب اوقمار په برخه کې له تاسو څخه پوښتنى کوى تاسو ورته ووايى چې دغه کارونه لوى گناه دى )) .

          د اسلام په سپيڅلى دين کې د بدو او منحرفو افرادو او اشخاصو سره همدستى او همکارى منع گرزول شوى ده ، د مخدره موادو کار کوونکى او قاچا قبران د هغو اشخاصو له جملى څخه دى چې په ټولنه کې بد او منحرف کسان شميرل کيږى ، ددغو بدو کسانو په باره کې د قران اعظيم الشان د مائدى سورت په دوهم ايت کې داسى راغلى دى : (( ولا تعاونو اعلى الاثم و العدوان )) _ ترجمه : (( د گناه او بدو کارونو سره همکارى ونکړى )) .

٢ – مخدره مواد د ملگرو ملتونواو نړيوالو ټولنوله نظره : -

          د شلمى پيړى په پيل کې د مخدره موادو استعمال نړيوال شکل نيولى وو نژدى د نړى په ټولو هيوادونو کې معتادين شته او دغه اندازه ورځ په ورځ زياتيږى . نو له همدى امله د ملگرو ملتونو اداره او نړيواله ټولنه نوي قوانين وضع کړي دي . د ملگروملتونو اداره اونورو پر مختللى اروپايى او امريکائى هيوادونه هر کال د مخدره موادو د کرلو ، له مينځه وړلو اوقاچاق پر ضد ډيرى پيسى لگوى ، مگر سره له دى هم د اماده ورځ په ورځ زياتيږى او ساحه يې پراخيږى . د مخدره موادو د قاچاق او خپرولو پر ضد مبارزه نه يوازى د ملگرو ملتونو د ادارى او پرمختيائى هيوادونو دنده ده ، بلکه داد ټولى نړى د هيوادونو د اتباعو وظيفه ده چې هر څوک او هر هيواد د خپل صلاحيت او امکاناتو په چوکاټ کې ددى ناوړى پديدى پر ضد مبارزه وکړى او د هغه د له منځه وړلو او تباه کولو په برخه کې خپل وجدانى مسؤليت ادا کړى .

٣ _ مخدره مواد د طبابت او ساينس له نظره :

          د مخدره موادو ځينى ډولونه په طبايت کې د پخوانه تر اوسه پورى عام دى او استعماليږى ، ځينى مخدره مواد په ځانگړى توگه د درد د تسکين او بى هوشى لپاره استعماليږى او ځينى نوريې د نورو دواگانو سره يو ځاى کيږى . د مخدره مواد استعمال د طبابت له نظره هم ډير منفى عوارض لرى، چې د هغى له جملى څخه يو هم د سړى معتاد کيدل دى چې په يوځل استعمال سره سړى معتاد کيږى . که معتاد سړى و غواړى چې مخدره مواد ترک کړى بيا ور د گيدى در دونه ، بى خوبى ، نا آرامى ، د اوښکو بهيدل ، د عضلاتو دردونه او قبضيت او بى اشتهايى او نور تکليفونه ورته پيدا کيږى . پــــــه

 

همدى دليل اوس په طبابت کې ډير کوښښ کيږى چې  مخدره مواد په ډير احتياط سره استعمال کړى او د افراط څخه مخنيوى وشى . الکول هم د مخدره موادو په ډله کې راځــــــــــــــى کـــــــــه څــــــــــه هــــــــم

تاثيرات يې د نورو مخدره موادونه لږدى . مگر جانبى عوارض يې د نورو مخدره موادو په اندازه دى . د الکولو د څکلو څخه سؤ تغذى ، دگيډى داخلى برخى پړسوب ، د ليو نتوب حالات ، د حافظى خطائى ، پا نقراص د داخلى برخى پړسوب ، په بدن کې د ويټامين k کمبود او نور منفى عوارض پيدا کيږى .

٤ _ مخدره مواد د افغانستان د اسلامى جمهوريت له نظره:-

­          د افغانستان د اسلامى جمهوريت په نوى اساسى قانون او پخوانيو قوانينو کې د مخدره موادو په کښت او قاچاق بانددى بندير لگول شوى و . مگر د قانون دغه ماده نه پخوا او نه اوس په  درست  مکمل او منظم ډول تطبيق شوى نه دى  ، ځکه که به مکمل او کلى ډول تطبيق شى بيا نو په دى برخه کې هيڅ مشکل نه احساسيږى .

          د افغانستان اسلامى جمهوريت په نوى اساسى قانون کې چې د ١٣٨٢ هـ ش کال د جدى په ١٤ مه نيټه کې د لويې جرگې لخوا تصويب شوى دى د مخدره موادو د کښت او قاچاق په برخه کې په اوومه ماده کې داسى راغلى دى : (( دولت د ملگرو ملتونو د منشور ، د بين الدول معاهدو ، د نړيوال ميثاقونو چې افغانستان له هغو سره تړ او لرى  او د بشرى حقوقو د نړيوالى اعلاميى رعايت کوى . دولت د هر راز تر وريستي اعمالو او د مخدره موادو د کرلو او قاچاق او د مسکراتو د توليد او استعمال مخنيوى کوى )) . دغه قانون د ١٣٨٢ هـ ش کال د جدى په مياشت کې تصويب شو او بايد عملى شوى واى . مگر د ١٣٨٣ هـ ش کال د قوس په مياشت د ملگرو ملتونو دا دارى لخوا يوه اعلاميه خپره شو او ددغى اعلاميى په ترڅ کې څرگنده شوى چې په افغانستان کې دمخدره موادو د مخنيوى او له مينځه وړلو په برخه کې بايد جدى اقدامات وشى .

          په افغانستان کې د مخدره موادو د مخنيوى او له منځه وړلو په برخه کې لاتر اوسه پورى ستونزى دي او د لايل وړاندى کيږى ، ځينى وايي که د افغانستان کروندگر کوکنار ونه کړى د لوږې نه مرى ، ځينى وايى چې ملګرى ملتونه بايد کروند گرو ته پيسى ورکړى  ، چې دوى د کوکنارو له کرلو څخه لاس  واخلى ، ځينى بيا وايى چې د کوکنارو په ځاى نورى بوټى پيدا شى ، چې ددى په اندازه کروند گروته گټه ورسيږى او زياتره داسى دلايل اونظريات وړاندى کوى چې د دهقانانو د ژوند د ښه کيدو لپاره دغه بوټى بايد وکرل شى ، مخکى تر دى د نوموړو  دلايلو پر سر خبرى وکړو دغه يادونه ضرورى ده چې د اصلاحات او ديموکراسۍ په درى کلنه دوره کې چې د نړيوال ائتلاف ځواکونه د هيواد په بيلا بيلو برخو کې په فعاليت بوخت دى افغانستان ولى د مخدره موادو د توليد مرکز گرځيدلى دى ؟

          د نړيوالې ټولنې په اند د مخدره موادو کښت د ترويزم سره نږدى اړيکې لرى او د تر وريستانو مالى لگښت د مخدره موادو د قاچاق له لارې تامينيږى ، خو په داسى حال کې چې افغانستان څخه د تروريزم د جرړو د ايستلو خبرې کيږى بيا هم په لوى کچه د مخدره موادو توليد او ليږدونه دوام لرى . واقعت دادى چې مونږ او تاسى ټول چې په افغانستان کې ژوند کوو ، دا يو اسلامى ټولنه ده ، مونږ هر کار چې کوو بايد په اسلامى او افغانى اصولو او قوانينو ولاړوي ، د مخدره موادو کرکيله ، استعمال او کار وبار د اسلام په سپيڅلى دين کې منع گرزول شوى دى او بل دا چې زمونږ په دولتى قوانينو کې هم دا يو ناجايز کار گڼل شوى دى او دريم دا چې په نړيوالو قوانينو کې هم دا يو ناجايز کار دى .

          اصلى خبره داده چې د از هر جن موادد هيواد د اتباعو په شمول دگر دې نړى د بشرى ټولنو د ځوانانو د بى لارى کولو ، رنځولو او بالاخره په تدريجى يا آنى مرگ په وژلو کې استعماليږى او د بشرى وجدان او احساس خاوند انسانان بايد ددى زهر په کرلو ، توليداو خپرونو کې هيڅ مرسته ونکړى اود خپل ځان او کورنى  د ژوندانه د پر مخ بيولو لپاره نورو اقتصادى فعاليتونو او تشبثاتو ته مخ واړوى ، که چير ىد اقتصادى گټو لپاره د هر ډول ناروارا کړې ورکړې او توليد لارې د انسانانو پر مخ پرانيستى وى ، بيا د بشرى حقوقو د تامين لپاره ټولى دروازى تړل کيږى .

          په داسى حال کې چې يو کار هم د اسلامى اصولو او قوانينو او هم د افغانى قوانينو او هم د بين المللى قوانينو پر خلاف وى ، مونږ څنگه ځان ته دا اجازه ورکوو چې ددى جناياتو په مقابل کې ځانته دلايل وړاندى کړو ، د مخدره موادو کرل ، استعمال او کاروبار يو ناجايز غير اسلامى ، غير افغانى ، غير انسانى او د نړيوالو قوانينو او بشرى سلامتيا پر خلاف کار دى و ددى کار د کولو لپاره هيڅ دليل او دلايل بايد وړاندى نشى .

          هر څوک چې ددې کارونو د کولو لپاره دلايل وړاندى کوى هغوى دخپلو شخصى گټو لپاره اسلامى ، افغانى او انسانى او نړيوال قوانين ترپښو لاندې کوى او خپلى شخصى او ناروا گټى پسى گرځى او نور څه هدف نه لرى .

          په دى برخه کې بله خبره داده چې په دى وروستيو کلونو کې د ملگرو ملتونو او نړيوالو ټولنو لخوا ددې ناوړې مادى دله منځه وړلو لپاره ډيرې بود جې لگول شوي دي ، مگر نتيجه يې بر عکس او سر چپه ده ، که د ملگرو ملتونو او نړيوالو ټولنو له خوا بيا په دى برخه کې مرستى کيږى او پوښتنه نه کيږى چې په کوم ځاى کې څنگه لگول شوي ، نتيجه يې بيا همغسى وى ، په کار دادى چې د تير شو يو کلونو د مصرف پوښتنه د مسؤلو مقاماتو نه وشى  . دى سره د افغانستان د دولت لخوا د ملگرو ملتونو د موسسى او نړيوالو دوستو مرستنديو دولتونو او ټولنو په مادى ، تخنيکى او علمى مرستو د هيواد د کرنې د سيستم د انکشاف لپاره بايد مؤثر ، عاجل او منظم اقدامات وشى او د هغو بوټو ، نباتاتو ، گلونو او ميوو د تر ويج په لاره کې عملى قدمونه پورته شى چې په اقتصادى لحاظ گروند گروته د کوکنارو تر کر غيړن ، مردار ، ناولى او ضرر ناک بوټى نه گټور تمام شى ، مثلاً د بادام ، پستى ، مڼو ، انگورو ، زيرې ، زعفران ، لونگو ، لاچيو او طبى بوټو او د اصلاح شويو انواعو د تر ويج له ليارى بيخى لوى اقتصادى او اجتماعى تحول مينځ ته راتلى شى .

          همدارنگه د څارويو او چرگانو د نسلونو د اصلاح او د څار ويو او چرگانو د اصلاح شويو نسلونو د اصلاح د ترويج او روزنى لپاره بايد اقدامات وشى ، چې دا کار هم د بزگرانو د کورنيو په سطح او د لويو او وړو فارمونو په کچه تعميم ومومى ، د کبانو د روزلو د شرايطو را منځ ته کولو لپاره هم اقدامات په کار دى .

          الله پاک افغانستان ته داسى اقليم ورکړى دى ، چې په مجموع کې د افغانستان د نقشى په ټوله ساحه کې د نړى د ټولو تودو ، سړو او معتدلو اقليمونو د نباتاتو او حيواناتو د روزلو طبيعى استعدادونه موجود دى . ددې لامله بايد مونږ ټول افغانان د الله پاک دربار ته د شکرانى سرونه ټيټ کړو او په عملى ډگر کې د خداى ( ج ) له نعمتونو څخه د استفادى لپاره مټى ونفاړو او خپل جسمى او فکرى قوت په کار واچوو .

منابع او ماءخذ

  1. مواد مخدر و اعتيا د _ عبدالحسين شاکرى _ ايران _ ١٣٦٨ هـ ش .
  2. قران عظيم الشان _ سورة مائده _ آيت ٩٠ _ ٩١ .
  3. قران عظيم الشان _ سورة بقره _ آيت ١٩٠ .
  4. قران عظيم الشان _ سورة اعراف _ آيت _ ١٥٧ .
  5. قران عظيم الشان _ سورة بقره _ آيت ٢٢٩ .
  6. فارمکو لوژى سريزى واساسات تداوى دوايى _ پوهندوى داکتر دانش _ کابل _١٣٧٤هـ ش.
  7. د افغانستان اساسى قانون _ ١٣٨٢ هـ ش .