څېړنوال عبدالرحيم بختانى خدمتگار

 

 

د استاد گل پاچا الفت ځينو سياسي ليکنو ته لنډه کتنه

          استاد گل پاچا الفت د افغانستان په معاصرو شاعرانو او اديبانو کې د شعر او ادب په برخه کې ځانگړى ځاى او مقام لري . استاد گل پاچا الفت د خپلو ديني ، ادبي ، انتقادي ، علمي ، حقوقي ، تاريخي ، ټولنيزو او څيړنيزو ليکنو په څنگ کې سياسي ليکنې هم لرې او د هيواد په سياسي بهير کې فعال او مثبت دريځ او نظر درلود. د استاد سياسي ليکنې ډيرې دي ، د هغه په ټولو سياسي ليکنو او مقالو باندې کتنه او تبصره د يوې مقالې تر عنوان لاندې د امکان نه لېرې خبره ده نو په دې ليکنه کې د بېلگې په توگه د استاد ځينو سياسي ليکنو ته لنډه کتنه او د هغو په اړه لنډ معلومات او تحليل وړاندې کوم :

          حق او حقيقت ويل نه يوازې د اسلام سپيڅلې دين کې لوړ ځاى او مقام لري . بلکه د اسلام نه مخکې  په پخوانيو اديانو او ټولو بشري قوانينو او مقرراتو کې هم ورته په ښه نظر کتل شوې دي . په همدې دليل ټولو انسانانو ته لازم دي چې د حق او حقيقت پير وي وکړي . د حق او حقيقت ويلو او عملي کولو په اړه د استاد گل پاچا الفت يوه مقاله د ١٣٣٠ هـ ل کال د اولس اونيزې په دوهمه گڼه کې (( د حقايقو اظهار )) تر عنوان لاندې خپور شوي دي . د مقالې په پيل کې د هغو اشخاصو او افرادو په اړه چې په ټولنه کې د حق او حقيقت پلوي کوي او حقايق څرگندوي  داسې ليکلي دې : (( په هر هيواد کې ، په هر ولس کې په هر عصر کې ځينې اشخاص په کار دي ، چې د حقايقو اظهار خپل فرض وبولي او خپل مال ، خپل سر ، خپل مقام ونه ساتي حقايق وساتي .

          ولسونه دغسې رجالو ته له حده زياته محتاج دي او د ظلم ،  جبر ، د ناروا ملا همدغه کسان ماتوي . هغه اشخاص بايد له سرو او سپينو سره وتلل شي ، چې د زور او قوت يا د مال او دولت په خاوندانو پسې نه وي روان او په حق او حقيقت پسې د رومي . ولسونه د همدغسې خلکو په بدرگه منزل مقصودته رسيدلاى شي . ظلم او استبداد همدغه اشخاص محوه کوي . که دوى نه وي عدالت نشته ، انصاف نشته ، حقيقت نشته ، او انسانيت هم بل راز شى دى ، هر يو بايد پدې پوه شي چې حق ويل لوى عبادت دى او حق نه پالل لويه گناه ده ، دا گناه په دنيا کې هم انسان په سل رنگه عذابونو گرفتاره کوي او په ژوندويې بنياد مان په دوزخونو کې اچوي )) (١)

          د استاد د پورتنيو ليکنو څخه څرگنديزي چې حق او حقيقت ويل په ټولنه کې ظلم ، استبداد او فسادله منځه وړي او که په ټولنه کې عادل اشخاص نه وي او عدالت ونکړي ، ولسونه خپل هدف او مرام ته نه رسيږي . ځينې کسان وايې چې د حقايقو ويل
او عملي کول ځينې وختونه انسان ته زيان هم رسوي . ددغسي خلکو ددې ادعاء و په

ځواب کې استاد داسې ليکي : (( که چيرې دا ومنو چې د حقايقو تبليغ کله مفيد او کله هم مضر وي ، يو وخت يې پيروي فايده لري بل وخت ضرر ، نو د اخلاقو او انساني فضايلو لوى اساس ورانوو او حق او باطل مخلوط کوو ، خداى دې نه کا ) )) (٢)

          استاد گل پاچا الفت د نن نه نژدې ٥٨ کاله وړاندې دپارلمان دو کيلانو د اهليت او لياقت او همدارنگه د هغوى په ټاکنه د مؤکلينو د غور او دقت په اړه يوه مقاله ليکلې وه ، چې د هغه وخت په مطبوعاتو کې خپره شوى وه . د مقالې په پيل کې د ښو او لايقو وکيلانو او د هغوى د دندو او مکلفيتونو ، او مؤکلينوته دوکيلانو د انتخاب په برخه کې داسي وړانديزونه کړي وو :  (( نن ستاسي په مخکې ډيره غټه او درنه خبره پرته ده او هغه د وکيلانو د انتخاب خبره ده . دا کار بايد تاسې معمولي ونه گڼئ ، ځکه چې ستاسي خيروشر ، نيکبختي او بدبختي ، غم او خوشحالي ستاسو په انتخاباتو پورې اړه لري ، که تاسې ښه خلک او د کار سړى انتخاب کړه ، دې ملت ته به ډيرې خوشحالۍ او نيکبختۍ راشي ، ډير وران کارونه به سم شي ، ډير تکليفونه به سم شي . که تاسي بد خلک او نا پوهه کسان انتخاب کړه يوه ورځ به له بلې بتره وي ، د ملت او حکومت خوابدي به ورځ په ورځ زياتيږي ، غور او باز خواست به نه وي ، کار داران به پخپل سروي او ستاسې تکليفونه ، ستاسې غمونه ، ستاسې پيټي به نور هم درانه شي . نن په تاسـې باندې يو لوى امتحان کيږي او تاسې هم لکه د مکتب هلکان د خپلي پوهي او هوښيار امتحان ورکوئ ، که تاسي شوراته لايق اشخاص او د کار سړي وليږل ، دا به معلومه شي چې تاسې په ښه او بد ښۀ پوهيږى او نا پوهه نه ياست ، که ناپوهه کسان او بد خلک انتخاب شوه ، ددې معنې داده چې دا ملت سړي نلري  ياد سړو په قدرنه پوهيږي او په ملک کې بې تميزي ده . تاسې پدې ښه پوه يئ چې د بيکاره وکيلانو په انتخابولو کې ډير تاوان دى او لايق اشخاص په شورا کې ډير ښه ښه کارونه کولى شي . د وکيلانو د انتخاب معنى داده چې د وطن ټول خلک چاڼ شي )) (٣)

          د وکيلانو په انتخاب کې د پخوا زمانونه  لا تر اوسه پورې نه يوازې په افغانستان بلکه د نړۍ په ډيرو وروسته پاتې هيوادونو کې مؤ کلينو د وکيلانو د انتخاب په اړه زياتره لياقت ، اهليت او کار ته دومره ارزښت نه ورکوي ، بلکې زياتره قومي ، منطقوي او مذهبي مسايلو ته ډير ارزښت ورکوى . له همدې امله د نوموړي ستونزې د حل لپاره په دې مقاله کې په ځاى او عملي وړانديزونه شوي دي .

په دې مقاله کې د شورا د يو وکيل د لياقت او اهليت او د هغه کرکټر ، تعليم او تير ژوند په اړه هم په زړه پورې ليکنې شته . د يو وکيل د شخصيت او اهليت په اړه الفت صاحب داسې ليکي :

          (( وکيل بايد داسې کسان  وي چې له دين او دنيا نه با خبره وي د قام درد او  غم ورسره وي ، علم او تجربه ولري ، جرئت او شجاعت يې زيات وي او په خپلو خبرو يو مجلس قانع کړي ، يو وکيل بايد دومره معنى او پوهه ولري ، چې د مملکت په مهمو چارو کې له يوه وزير يا رئيس سره خبرې وکړاى شي . نو تاسې بايد ډير غور وکړئ ، چې پخپل انتخاب خجل  او پښيمانه نشئ . د وکالت دپاره به ډير خلک په اولس کې گرزي او هر يو به وايي ، چې زه بې د قام له خدمته بله آرزو نلرم . مگر تاسې له ځانه سره فکر وکړئ ، چې دا کار څوک ښه کولى شي او چا په رښتيا دغه خدمت ته ملا تړلې ده ؟ تاسي بايد د خپل کور او کلي خلک وپيژنئ او د هر چاتير عمر په نظر کې ونيسئ که چا ټول عمر ظلم او ناروا ته بدنه وي ويلي او د زور ورو ښه او بد يې يو شان ستايلي وي هغه اوس هم دا کار نشي کولى او د حق ويلو جرئت نلري ، که يو سړى اوزگار وي د تنخواه دپاره په وکالت خپل سر ماتوى ، مونږ بايد هغه وپيژنو او پرې ونه غوليږو .  که يو سړى علم نلري ، ژبه نلري ، جرئت نلري هغه بايد دې کارته وړاندې نکړو . دا کار د ملت د حقيقي خادمانو کار دى . . . . وکيل بايد ړوند نه وي ، کوڼ نه وي ، گونگ نه وي ، ساده نه وي ، شيطان نه وي ، مظلوم نه وي ، بې باکه نه وي ، بې واکه نه وي ، سړى وي او د کار سړى وي ، چې د دار په سر هم حق وويلي شي او په حق ټينگ ولاړ وي )) (٤) .

          د پخوانه تر اوسه پورې عام خلک په دې فکر کې دي چې د پارلمان وکيلان د خپلو مؤکلينو لپاره د سړکونو ، لارو ، فابريکو او کارخانود جوړولو په برخه کې مرسته کوي ، مگر دا کارونه د پارلمان دوکيلانو کارنه دى . د پارلمان د وکيلانو اساسي دنده د هيواد لپاره د قوانينو جوړول او تصويبول دي . په پارلمان کې دوکيلانو د دندو او مکلفيتونو او همدارنگه مؤکلينو ته د دغسې کسانو د انتخاب په اړه الفت صاحب داسې ليکي : (( په شورا کې د مملکت دپاره اصول او قوانين جوړيږي . په معارف ، اقتصاد ، زراعت ، سياست او اداره بحثونه کيږي . د وطن د آبادئ او ترقۍ لارې او چارې سنجول کيږي . نو _ همدغسې مهمو کارونو د حل وفصل دپاره هماغسې مهم اشخاص په کار دي او د عقل وتدبير خاوندانو ته ضرورت دى . د وکيلانو انتخابول د سړو سيالي ده او له هر ځايه بايد سم سړي انتخاب شي . تاسې بايد د وکيلانو په انتخاب کې گوندي هيره کړئ ، خيښي او خپلوي په نظر کې ونه نيسئ ، د چا غريبئ او عاجزۍ ته ونه گورئ ، د چا د مال او دولت پرو او نکړئ ، بلکې حق ته نظر وکړئ او د اولس خير او گټې ته وگورئ . که تاسې د خپل ځان او د خداى د مخلوق خير په نظر کې ونيوه او شخصي غرضونه مو پريښودل عاقبت به يې ښه وي او گټه به يې عامه وي . . . . کوم قوم چې د پوهې په قدر پوه نشي او له پوهانو نه ناپوهان ښه وگڼي هغه په دنيا کې خوارو زار حقير او ذليل وي )) (٥)

          د پارلمان د وکيلانو د انتخاب په برخه کې د استادليکنې هم په هغه زمانه يعنې ٥٨ کاله مخکې او هم همدا اوس د يوې مهمې گټورې  سياسي نسخې په توگه کار ورکوي . ددې ليکنې نه هم وکيلان او هم مؤکلين کولى شي چې اوس مهال او په راتلونکي کې گټه واخلي .

          استاد گل پاچا الفت د نورو سياسي ليکنو او مقالو په څنگ کې د ټولنې د اصلاح او خير لپاره سياسي طنزونه هم ليکلي دي . د استاد ځينې سياسي طنزونه په دري ژبه او ځينې په پښتو ژبه دي . په ١٣٣١ هـ ل کال د اولس اونيزې په ٣٩ مه گڼه کې د استاد يو دري سياسي طنز د (( شرايط وکيل رجب خان )) تر عنوان لاندې خپور شوى دى . په هغه زمانه کې ځينو کسانو چې د شورا د غړيتوب د تر لاسه کولو لپاره برابر نه وو ، د پيسو ، مصارفو او ډوډئ ورکولو په واسطه ځانته مؤکلين پيدا کول ، کله چې شوراته انتخاب کيدل بيا د خپلو شخصي اغراضو پسې گرځيدل . استاد دعامو خلکو د اذهانو د روښانولو لپاره دا ډول طنزونه ليکل  او خپرول تر څو خلک پوه شي چې د پارلمان لپاره څوک بايد انتخاب شي ؟ په دې ځاى کې د رجب خان د شرطونو نه ځينې شرطونه وړاندې کوم :

         ۱ _ بى سواد مطلق باشد ويا اقلاً منور نباشد تا شورا را به گپهاى چپولۀ خود شوربا نسازد .

          ۲ _اقلاً يك دو دوره حكمرانى را گذشتانده باشد تا از امور حكومت بى خبر نباشد .

          ۳ _ چند مرتبه در محكمه محاكمه شده و دوسه سوگند ناحق هم خورده باشد تا

 

در وقتيكه دلايل معقول نداشته باشد عوض آن سوگند خوردن از آب خوردن برايش آسان باشد .

          ۴ _ چندين دوره ، قريه دارى و ملكى را طى كرده ويا اقلاً از خاندان ملك باشد تا اين مردم گوسفندى را بهر طرف كه بخواهد بدو اند .

         ۵ _ يك شنگ رشوت خورى هم داشته باشد تا رشوت خواران نتوانند زير ريش وى خر سوار بگزرند .

          ۶ _ در مكتب چاپلوسى ، بوت پاكى وجلب ديگر اشخاص مخصوص اگر ليسانسه نباشد اقلاً صنف ۱۲ را پاس كرده باشد تا خوبتر بتواند به زبان چرپ و شيرين اقلاً ارزو هاى شخص خود را اظهار كند .

          ۷ _ از خودفكر نداشته باشد و هميشه براى اغراض ديگران استعمال شود . زيرا او وكيل خود نيست وكيل ديگران است .

          ۸ _ بايد از طرف چند نفر خواص مقرر شده باشد نه از عوام چرا كه شورا جاى خواص است بايد مقررى وكلا هم از طرف خواص باشد آنهم از راه عاجلانه از راه انتخاب وراى گيرى .

          ۹ _ بايد شخص پول دار وبا جا يداد باشد تا نگويند وكلاى ما مردم بى سرو پا هستند (٦) .

 

          استاد گل پاچا الفت د اولس اونيزې په بله گڼه کې د ملي شورا لپاره په يو بل سياسي طنز کې خپل شرايط داسې وړاندې کړي دي :

 

من براى شوراى ملى وكيلى را انتخاب ميكنم كه داراى شرايط ذيل باشد :

۱_ جاسوس و چاپلوس  وبوت پاك نباشد .

۲_ مفاد اجتماعى را بر مفاد شخصى مقد متر داند .

۳_ حق گوى و با جرئت باشد .

۴_ ترسو و طماع نباشد .

۵_ زير تاثير چوكى ، مقام و پول نرود .

۶_ رشوت خور نباشد .

۷_ سابقۀ خوبى داشته باشد .

۸_ با امتيازات بيجاى فاميلى ، قبيلوى و قومى و نژادى اهميت ندهد .

۹_ تمام افراد ملت را به نام ( افغان ) مساوى الحقوق بداند .

۱۰_ از ناله هاى بيوه زن ، گريۀ يتم و فرياد مظلوم آگاه باشد .

۱۱_ گرگ را از شير آن فرق كند .

۱۲_ از بدبختئ ملت بداند .

۱۳_ در مسايل ملى به اغراض شخصى راه ندهد .

۱۴_ بغرض گرفتن معاش ويا رسيدن به چوكى وكالت نكند .

۱۵_ با مردم تماس داشته باشد .

۱۶_ با ظالمين يار و مدد گار نباشد .

۱۷_ از نام وزير يا رئيس نترسد .

۱۸_خود را وكيل ملت بداند نه نوكر حكومت .

۱۹_براى تامين حقوق ملت و تطبيق قوانين از هيچ مجاهده رو نگرداند .

۲۰_ در تمام مسايل جز حق و حقيقت نقطۀ نظر ديگرى نداشته باشد .

         ۲۱_ از هر گونه نيت سؤ پاك بوده جز رضاى خدا وخدمت خلق ملحوظ ديگر نداشته باشد (٧) . 

 استاد گل پاچا الفت ډيرې سياسي او تاريخي ليکنې ، مقالې ، وينا وې او طنزونه لري . ليکوالان او مورخين کولى شي چې له دغو مقالو او طنزونو څخه پخپلو ليکنو کې د لومړي لاس ماخذ په توگه کار واخلي . د استاد آثار ، ليکنې او وينا وې نه يوازې ادبي ، ديني او حقوقي ليکنې دي ، بلکې سياسي او تاريخي ليکنې هم لري . دا سياسي او تاريخي ليکنې نه يوازې په هغه زمانه کې د ارزښت وړ وو او خلکو  ترې گټه اخستله ، بلکې اوس مهال هم د هغو ټولنيزو ستونزو د حل لپاره هم گټه لري ، چې الفت صاحب ډير پخوا وړانديزونه کړي وو او  اوس هم نه دي حل شوي .

          زما وروستى وړانديز دادى چې د ټولنې د اصلاح او د ټولنيزو ستونزو د حل لپاره دغه سياسي ليکنې اوس هم بايد د هيواد په خپرونو او انترنيټي سايټونو کې په مسلسل او منظم ډول خپور او چاپ شي ، تر څو د همدې ليکنو په ملاحظې  سره د يو شمير سياسي او ټولنيزو ستونزو لپاره د حل لاره پيدا شي .  

والسلام

 

 

 

 

منابع او ماءخذونه

(١) _ دولس اوه نيزه ، جريده  لومړى کال ، د سرطان څلورمه ، ١٣٣٠ هـ ل کال ، دوهمه گڼه .

(٢) _ پورتنۍ ماخذ .

 (٣) _ دولس اوه نيزه ، جريده ، ٣٤ مه گڼه ، د حوت لومړئ نيټه ، ١٣٣٠ هـ ل .

(٤) _ پورتنى ماخذ .

(٥) _ پورتنى ماخذ .

(٦) دولس اونيزه _ ۳۹ مه گڼه _ ۶حمل ۱۳۳۱ هـ ش كال .

(٧) و اولس اونيزه ،  ۳۶ مه گڼه ،  ۱۵ حوت ۱۳۳۰ هـ ل