د څيړنوال عبدالرحيم بختانى لنډه پيژندنه

         څيړنوال عبدالرحيم بختانى د سر څيړونکى عبدالله بختانى خدمتگار زوى ، د ١٣٣٧ هـ ل کال د تلې په مياشت کې د ننگرهار ولايت د سره رود د بختان په کلى کې زيږيدلى دى . لومړني زده کړه يې دسره رود دچهار باغ صفاء په منځني ښوونځي کې په ١٣٥٢ هـ ل کال کې بشپړې کړي دي . او په ١٣٥٨ هـ ل کې د ننگرهار د ليسې څخه د بکلوريا په درجه فارغ شوى دى . د کانکور د ازموينې تر تيرولونه وروسته د ١٣٥٨ هـ ل کال په پاى کې د کابل پوهنتون د ټولنيزو علومو له پوهنځي د تاريخ څانگى ته شامل شو . په ١٣٦٢ هـ ل کال کې د نوموړي پوهنځي څخه د تاريخ د څانگې نه د ليسانس په سويه فارغ شو . د ١٣٦٣ هـ ل کال نه تر ١٣٦٥ هـ ل کاله پورې د پخواني شوروي اتحاد د گرجستان جمهوريت د تبليسى دولتى  پوهنتون د تاريخ په پوهنځى کې د ما سترۍ په پروگرام بوخت وو .

          د ١٣٦٥ هـ ل کال په نيمايى کې د نوموړي پوهنتون د تاريخ د پوهنځي څخه خپله ماسټرى د افغانستان د معاصر تاريخ په بر خه کې تر لاسه کړه .

          د ١٣٦٥ هـ ل کال نه تر ١٣٧١ هـ ل کاله پورې په دولتى ورځپاڼو کې په ژورناليستيکي دندو باندى بوخت وو .

          د ١٣٧١ هـ ل کال نه تر ١٣٨١ هـ ل کال پورې په شخصي دندو باندې بوخت وو . په ١٣٨١ هـ ل کال کې د افغانستان په علومو اکاډمى کې د علومو اکاډمۍ د کانکور له ازموينى وروسته د علومو اکاډمى د علمي غړي په توگه ومنل شو . د ١٣٨٢ هـ ل کال د چنگاښ په مياشت کې د نامزادۍ دورې تر تيرولو وروسته يې د محقق علمي درجه تر لاسه کړه ، او تر اوسه پورې د افغانستان علومو اکاډمۍ کې د علمي غړي په توگه دنده سرته رسوي .

          همدارنگه د نورو علمي او څيړنيزو دندو ترڅنگ د ١٣٨١هـ ل کال نه تر اوسه پورې د افغانستان د علومو اکاډمي او د ښوونې او روزنې د وزارت په موافقه د سيد جمال الدين د ښوونکي د روزنې په عالي موسسه کې د رسمي وخت نه وروسته د تاريخ د استاد په حيث دنده سرته رسوي .

         څيړنوال عبدالرحيم بختانى د افغانستان د علومو اکاډمي د علمي او څيړنيزو چاروپر څنگ  يو  شمير علمي، تاريخي  او سياسي مقالې ، ژباړي او کتابونه يې په پښتو، درى او روسي ژبو ليکلى دى.  چې ځينې چاپ شوي دي او ځينې نا چاپ دي چې په لاندې ډول دي .

 الف چاپ شوي کتابونه .

  1. د گل پاچا الفت نثرى کليات دوهم ټوک ( تدوين )١٣٨٠ هـ ل .
  2. د پښتنو سره د بابر اړيکې _ ( تاليف ) _ ١٣٨٥ هـ ل
  3. کتابخانه هاى افغانستان درمسير تاريخ ( ژباړه ) _ ١٣٨٣ هـ ل
  4. د  سر محقق عبدالله بختانى خدمتگار لنډ ژوند ليک ( تاليف )

 ب _ ناچاپ کتابونه .

  1. د افغانستان د علومو اکاډمي د علمي غړ وپيژندنه ( تاليف )
  2. د افغانستان د سياسى ، فرهنگى او علمى شخصتونو د زمانې تاريخي حالات ( تاليف  )
  3. د گل پاچا الفت نثري کليات _ دريم ټوک _ ( تدوين )
  4. په افغانستان کې د مشروطيت غورځنگ (د ماسټري تيزس ) ( تاليف )
  5. د هند کې د گورگاني واکمنۍ په دوره کې د پښتنو سياسي ، اقتصادي او فرهنگي وضع ( تاليف )

 

ج _ چاپ شوې  علمي مقالې :

  1. د نولسمې پيړۍ په پيل کې د افغانستان د اقتصادي پرمختگونو مشخصات ، پښتو مجله _ دريمه گڼه ، ١٣٨٢ هـ ل .
  2. د امير حبيب الله خان په زمانه کې د افغانستان سياسي ، اقتصادي او تجارتي اړيکې _ پښتو مجله ، ٥٢ مه گڼه ، پسرلى ، ١٣٨٣ هـ ل .
  3. کابل د تاريخ په مختلفو دورو کې، تحقيقات کوشانى مجله .لومړى گڼۀ _ ١٣٨٤ هـ ل .
  4. د هند د کانگرس ملي گوند سره د عبدالغني خان اود هغه د کورنۍ اړيکې ( د غني خان ياد ) کابل ، ١٣٨٦ هـ ل .
  5. د خوشحال خان خټک په دستار نامه کې ښوونيز او روز نيراړخونه . ( عرفان مجله ٦ _ ٨ گڼه ، سنبله ، عقرب ١٣٨٥ هـ ل ) .
  6. د استاد گل پاچا الفت په ليکنو کې د سياسى او ټولنيزو پيښو انعکاس ( عرفان مجله ، ١٠ _ ١٢ گڼه ، جدى ، حوت ١٣٨٤ هـ ل ) .
  7. مخدره مواد د اسلام  د سپيڅلى دين او نورو علمي او ټولنيزو افکارو له نظره ( عرفان مجله ، ٣ گڼه ، جوزا ١٣٨٦ هـ ل ) .
  8. د ښوونى او روزنى په برخه کې دکميت نه بايد کيفيت ته ډيره پاملرنه وشي . ( عرفان مجله ، ٣ گڼه ، جوزا ١٣٨٦ هـ ل ) .
  9. له اروپايي ټولنې سره د روسيې د نوي ولسمشر د اړيکو لر ليد( سيمه ييز مطالعات ، ٨مه گڼه ، ژمى ١٣٨٦ هـ ل ) .
  10. سمت هاى اساسي سياست خارجي جمهوري تاجکستان ( ژباړه ) سيمه ييز مطالعات ، ٧مه گڼه _ منى ١٣٨٦ هـ ل   .

د _ ناچاپ علمي مقالى : -

  1. د خان عبدالغفار خان د زمانې ځينو مهمو سياسي او ټولنيزو حالاتو ته لنډه کتنه ( د خان عبدالغفار خان په سيمينار کې ولوستل شو ) .
  2. د هند له نورو وکړو سره د حافظ رحمت خان اړيکې . ( د حافظ رحمت خان په سيمينار کې لوستل شوې ) .
  3. د عبدالقادر خان خټک د ژوندانه پر مهال د لرې او برې پښتونخوا سياسي بڼه _                       ( د عبدالقاد خان خټک  په سيمينار کې لوستل شوې ) .
  4. جريده (( افغانستان )) بحيث ارگان اپوزيسيون افغاني در سال ١٩٢٩ ( ژباړه ) ( په کابل پوهنتون کې د افغانستان د استقلال په اړه په جوړ شوي سيمنار کې لوستل شوې ) .
  5. د هند گورگاني دولت پرضد د بايزيد روښان د اولادې او د هغه د پيروانو د مبارزو دوام .                              ( د بايزيد روښان په سيمينار کې لوستل شوې )
  6. نظرى گزرا بر چگونگى وضع سياسى و اجتماعى عصر و محيط عبدالرحمن جامى .                    ( د مولانا عبدالرحمن جامى په سيمينار کې ولوستل شو ) .
  7. د کندهار د نيولو په سر د فارس د صفويانو او د هند د گورگانيانو تر منځ جگړى .                       ( د ميرويس خان هوتک په سيمينار کې لوستل شوې ) .

د عبدالرحمن بابا د ژوند په مهال کې د سيمې سياسي او تاريخي وضع .                                      ( د عبدالرحمن بابا په سيم