Photo

ښاغلی محمدالله کمال

غزل


 محمدالله کمال

له ژونده ستړی د حالاتو منځ کې پاتې راغی
افغان د ډېرو مشکلاتو منځ کې پاتې راغی
دښمن د مینې د ډېوې د باد په شانې سپک شو
د تورو شپو د خرافاتو منځ کې پاتې راغی
په کشاله کې چې تر ټولو زیات مخکښ و هغه  
د رنګارنګ اختلافاتو منځ کې پاتې راغی
د لارې مل ویل وېرېږم، زه ترې مخکې شومه
هغه د وهم د خیالاتو منځ کې پاتې راغی
نه خو چا پېژانده او ځان یې د قام مشر باله
د ولسي انتخاباتو منځ کې پاتې راغی
ژوندی ولس دی خو دا نن ور باندې څه شوي دي
چې د جرګو د کراماتو منځ کې پاتې راغی
قلم یې را وړ ورته، مات یې کړ ، ټوپک یې واخیست
ځوان د تعلیم د امکاناتو منځ کې پاتې راغی
ورور چې د ورور له ورورۍ لاس واخیست نو هغه ساعت
کمال د دې عجایباتو منځ کې پاتې راغی