وخت چې د آرام راشي د کار خلک ډېر شي
د کار او د روزګار په وخت وزګار خلک ډېر شي
چې وار د ښو خبرو وي بیا هر سړی ویده وي
چې وار د بدو ردو شي بیدار خلک ډېر شي
په کلي کور اورونه بل د جنګ او نفرتونو
په دغه حال کې خامخا د ښار خلک ډېر شي
افسوس چې حقیقت کې دا خبره سرچپه ده
د خیال په ټول نفوس کې مې هوښیار خلک ډېر شي
د جنګ له هر رقم سره جوړ نه دی ډیری خلک
چې بیا ولې له سولې د انکار خلک ډېر شي
زموږ د یوه قاتل په مرګ فتني شي را ولاړې
په اوښکو تویوونکو کې یې شمار خلک ډېر شي
خاموشه تنهايي مې ډېره خوښه ده کماله
په ډېر زیات بیرو بار کې ټوپکمار خلک ډېر شي
محمدالله کمال