د مينې شهيد


مه مې مينځئ خلکو چې وژلی مې خپل يار يمه
زه ګـــورئ شهيد يم ، ځــــم جنت ته ورپه ﻻر يمه

زه بــــه په جنت کــــې خــــــپل قاتل ته انتظاريمه
غواړم يــــې جنت کـــې زه د خپل يار طلبګار يمه

دا مې دی وصيت خلکو نادان يار ته مې ووايئ
ما د مــــينې پـــور، پـــوره ادا ندی قرضدار يمه

رادې شـــي جنت تـــه ﻻ دمينـــــې پــــوروړی يم
بيا که رانه ژوند غواړي ، هرڅه منم تيار يمه

وي که د خدای امر ، چې زما قاتل دوزخ ته وړيځم
ورسره هلته ، خوښ په څنګ کې د نګار يمه

پوه يې کړئ چې بې له ياره ، زه جنت کې نه اوسم
زه په قوم پښتون يم ټينګ وﻻړ مې په ګفتار يمه

يار چې په کې نه وي نو به دا جنت ، جنت نه وي
ېل چــــې لــــه يار اوسم زه له دې جنت بېزار يمه

يار غـــــواړم لـــه خدايه ډېر يــې تږی د ديدار يمه
زه قــــيام خپل يار ته ﻻ تــــر اوســــه وفـــادار يمه

الحاج الهام الدين قيام ،
والدورف _ جرمني