ما لپاره نه وې ستا لپاره نه وم
By Abdull Satar Saadat
غزل
زمونږ منځکې فاصلو ته چاره نه وم
وړ د یو ځلي دیدن دې یاره نه وم
ستا د دنګ ښایست غرور او زما مات زړه
ما لپاره نه وې ستا لپاره نه وم
ما مې ځان په خپل وجود کې سم ونه لید
زه د ځان لپاره ښه هنداره نه وم
اوس مې ستا د مخ رڼا ته ځان ښه ولید
پخوا ورک وم په تیارو کې ښکاره نه وم
زه د خپل زړګي د کلي اوسېدونکی
ساده ګی وم ستا د زړه له ښاره نه وم
ته به ستړی یې ارمانه ګني زه دې
تر منزله پورې نیمه لاره نه وم
سعادته عشق د دېرشو تقدس غوښت
زه نیمګړی ومه نیمه پاره نه وم