ماشوم غوندې سري ماښام بېځایه بیا ویده شو
جانان ګوره چې بې وخته له ورایه بیا ویده شو
زما ورته یو څو خبرې زړه کې وې دا نن
د تېر په څېر پښتون ګلاب مې خدایه بیا ویده شو
د ژوند د انتخاب له پاره ډېر و په تلوار
چې وکاروي خپله د زړه رایه بیا ویده شو
د اور په سره سنګر کې شو بېخوبه دا اتل
د سوبې پر مهال د ژوند تر پایه بیا ویده شو
کمال تر ډېره ځنډه له ملګرو سره ناست و
ساعت پس له ترخه مجلسي چایه بیا ویده شو
محمدالله کمال