الحاج الهام الدين قيام


دجنګونوپلاران

مشره تاخو واک ته ،دولس قاتلان راوستل
خپل څنګ ته دې دواړه ،دورانۍ اتلان راوستل

مونږ له جګړوستړي مشره ،سوله امنيت غواړو
تا بيرته ميدان ته ،دجګړو قاصدان را وستل

مونږ دمرورو وروڼو ،بيا په خولا کول غواړو
دې کارته دې مشره،دجنګونوپلاران راوستل

تا خو دولس ارزو ،له خاورو سره خاورې کړه
تا چه اوس شوراته،درغلګر وکيلا ن راوستل

نه جوړيږي خپل منځ کې ،دنيا ېې ننداره کوي
تاسو دملت کور ته،سوچه ليونيان راوستل

لا یی شورا جوړه نه ده،عدل وانصاف نه مني
تاسو ولسي جرګې ته،داسې کسان راوستل

واوره دقيام مشره،خپل ځان دې په غم واړوو
ځانته دې پخپله،دلستوڼي ماران راوستل

الحاج الهام الدين قيام