سرتمبګۍ کې خو ذره جمهوریت پاتې نه شو _ د مشر کشر د مقام رعایت پاتې نه شو

 سرتمبګۍ کې خو ذره جمهوریت پاتې نه شو
د مشر کشر د مقام رعایت پاتې نه شو
 
چې ته اوچت شوې له محفله زه هم پاڅېدمه
له تا بغیر زما د ناستې حاجت پاتې نه شو
 
نیم دې نظر یو وړ او نیم دې بې مثاله ادا
په دغه توګه مې دا زړه سلامت پاتې نه شو
 
 ا چې نارام یو او هېڅ رنځ ته مو علاج نشته دی
ښايي دعاوو کې مو تېر کرامت پاتې نه شو
 
که دې وطن ته کله سوله له ټانګ پرته راغله
ګڼه چې دلته دغه تور جهالت پاتې نه شو
 
دا غملړلې روپۍ دلته د سر بیه غواړي
د سر په بیه یې هم هېڅ برکت پاتې نه شو
 
کماله موږ ته خو هر ډول انقلاب بلا شو
ځکه خو هر ستم زغمو بغاوت پاتې نه شو


محمدالله  کمال