بختوره بختور دې کړو

 



مونږ مدام په توره،دجنګ هرميدان ګټلئ دئ
ناست چه بيا دميز په سر يو، هلته مو بايللئ دئ
اوس په ټوپک نه شي ،دقلم په نوکه جنګ کيږي
نن ميدان دهغه دئ، قلم یی چه غښتلئ د ئ

واورئ دقيام ځوانانو،غوږ ورته سم ونيسئ
څنګ کې دتوپک درسره،لاس کې قلم ونيسئ
تش په توپک نه شي،وران وطن ابادول غواړي
يو لاس کې کتاب په بل کې توره،محکم ونيسئ

يو بختور بس نه دئ،هريو مو بختور جوړ شئ
وکړئ کوښښونه،څوک ډاکټر څوک انجينرجوړشئ
څوک مواديبان شئ،څوک پوهان دبل هنرجوړشئ
جګه موشمله کړئ،افتخارمودټبر جوړ شئ

افرين په تا شه بختوره بختور دې کړو
ستايو،دې ميړانه بختوره چه سړ لو ړدې کړو
جګې سترګې ګرځو،بختوره مخور دې کړو
جګه موشمله شوه،بختوره شمله ور دې کړو

داستا دژوند سپرلئ دې،هيڅکله خزان نه شي
مدام دې خوښ وې،در په برخه دې خفګان نه شي
دقيام واوره ځوانه ،ورک درنه خپل ځان نه شي
مونږ افغا نان يو،در نه هير افغانستان نه شي

يادونه کوم چه دا پورتنئ شعر مې په هالنډ کې ديوه پياوړي ، نامتواواکاډميک ځوان
افغان ، ګران بختورخان محمودي په ستاينه کې ليکلئ دې چاچه دطبي علوموپه برخه کې
خپله فوق العاده دوکتوراپه ډيره برمياله توګه دفاع کړه٠ دده دلا زياتو برياوو په هيله٠


الحاج الهام الدين قيام
والدورف،جرمني