نادان زړګیه

جانان جانان مه رانه غــــــــــواړه اې نادان زړګیه

نور د مرګې په خــوب ویده دی هغه ګران زړګیه

ریبارګونګی شو ښکته ګورې څه به وایې ماته
په زنکـــــــــــدن کې وؤ اشنا ستا په ارمان زړګیه

رنګ ته دې ګـــــــورم ژړه راشې خزان راغی په تا
علاج دې نشي ګرزاوم دې په جهــــــــــــــان زړګیه

چې تورې خــــــــــــاورې اړاوم دیار په سپین بشر
نه وؤم خبر چې داسې هم شته امتحـــــــــان زړګیه

دا تورا شپه چې په تا راغلــــــه هیڅ رڼا به نه شې
تڼۍ دې وتړه نور مه شکـــــــــــــــوه ګریوان زړګیه

راځه راځه که ویده ګیګې نور ویده شـــــــــه خپله
للو للـــــــــــــــو کولی نشم یم ستـــــــــــــومان زړګیه

پس له مرګه به دیدن وې مرګ چې راشې ښـه دی
دعزرایل به په( شفق) وې ډیر احســـــــــــــان زړګیه

شفیق الرحمن شفق(دُبی)