ازاد شعر
حبیب زی

ناهیلې

له ډیره لری دی دیدن ته راغلم
په غرو رغونو
مې اوږده اوږده
مزلونه وکړل
خو په منزل کی چی
دیار کلی ته ورسیدم
په نړیدلو دیوالو می
سترګی ووتی
ړانده غوندی شوم ،
دکورکوڅه می یی ونه پیژنده
لکه په خوب چی
د پیریانو ښار ته تللی یمه ،
ما یی د لوټو نړیدلو دیوالونو نه
څو موټی مو ټی خاوری
د ببرو څڼو
په تاو راتاو ولونو وشیندلی ،
لیلا کوڅه کې نه وه
په چغو چغو مې
تڼۍ د لیونتوب اتڼ کې وشلولي ،
اوس به دا چیری ګریوان
او دا ستومانه پښې
چې لښته لښته پری
سپیری ټناکی
لپه لپه کلی لری
کومی دیری ته وړمه ؟
دلته خو ټولی
کورته تللی لاری
غیږ کې ګیډی ګیډی اغزی ګرځوی
او ګام په ګام
څپک څپک مې
د پښو تلی په
وینو کی اغزی خندوی ،
اوهری خوا ته
دلونګو
درمندونو کې رمه رمه
لیوانو په راڼه سهار
غوبل تړلی !