کچه ورور

الحاج الهام الدين قيام

نـــوردی ســــوزمه په اورکی، ای ځما بـــدبخــــتی ټنــــډی
زه پرمخ ځم وړی می شاته، هسی خوشی وهــــم مـــــــنډی
ای تندیه ماتوم دی، خپــل قـــسمت درته دښــــمن شــــــــــو
تـــه یـــــی بده راځـــی ټـــنډی، نــــو پــه ما وهی پســخـــندی
دپردو مې پروا نـه شـــته، ده خپـــل ورور راتــه بــــلا کــــــړو
دپردو د لاری مــل شـــــوو، راتــــه لارکـــــی کــیــنی کــــنـدی
زه یی ورور بولم تراوسه، خو قسمت دپـــردو یـــــار کــــــــــــړو
کوم پــردی ته بابا وایــــــــی، پخپــل پلار وهــــی ملــــنـــډی
اوس پلمه پسی پلمه کړی، په هر څه یی جوړ جنجــــال وی
خدایه ته مو پړدی وکړی، یو ترپوزی وروڼه خــوینـــــــــدی
اوس د کور کهول پیغور شوو،دی هر څه دبل په خوله کړی
جوړ دبل دخولی نوکر شوو، تری پیسی اخــلـی بربــــنډی
چی دخپل کور سپکاوی کړی، ورک شه داسی کچه وروڼه
ورته مرګ له خدایه غواړو، چی مو شی ورینداری کونډی
د قیــام واوری ای وروڼو ، چی پـــــردی به وروڼه نه کــــــړی
دوی دخپل مطلب وروری کړی، هسی کړی پــروپاګـــنډی