تایلینډ کې اوس هم لږترلږه درې نیم لکه کمبودیایي مهاجر کاریګر شته چې په دغه هیواد کې د کار کولو قانوني اسناد په لاس نلري او د اسنادو د ترلاسه کولو لپاره له اوږدې مودې انتظار باسي.
په دغه هکله د تایلینډ او کمبودیا حکومتونو د کار او عامه چارو وزیرانو تیره سه شنبه تایلینډ کې کډه غونډه ترسره کړه.
د کمبودیا د کار او عامه چارو وزیر آیت سامهنګ په دغه غونډه کې له خپل تایلینډي سیال عادل سانګسو څخه وغوښتل ترڅو کمبودیايي کډوالو ته د اسنادو ورکولو پروسه دې وِغځوي.
د غونډې په پایله کې تایلینډي چارواکو موافقه وکړه چې د کمبودیایي کډوالو لپاره به د نوم لیکنې پروسه د روان کال د جون میاشتې پورې وغځوي، ترڅو هغوی وکولې شي د کار قانوني اسناد ترلاسه کړي.
د تایلینډ حکومت څو میاشتې وړاندې په هیواد کې دننه د ناقانونه کډوالو په وړاندې سخت اقدامات په لار واچول چې له امله یې په زرګونو کډوال کاریګر بیکاره او د دغه هیواد پریښودو ته اړ شول.
د حکومت د دغه اقدام له امله ډیری سوداګرو په مظاهرو لاس پورې کړ چې وروسته بیا یاد حکومت اړ شو ترڅو ټولو ناقانونه کډوال کاریګرو ته د دویم چانس په توګه د نوم لیکنې پراخه پروسه پیل کړه.
19.02.2018
- صادق افغان
سعودي ته د دحنیف اتمر سفر د پاکستان په بهرنیو ملاتړو د اخري میخ وهل دي . پاکستان له غربه ناامیده حکومت دی چې یواځينۍ هیله یې سعودي ته پاتې چې ددوۍ اقتصادي او لوژستیکي ملاتړ به کوي .
ولسمشر محمد اشرف غني په وروستیو کې په سوداګریزې خودکفایي لوری ټاکلی وو چې په پایله کې یې افغانستان پاکستان ته په احتیاجۍ کې واقع هېواد ته یې لس نورې لارې بیاموندلې چې د تورخم او سپین بولدک په بندېدو ونه توانېدل چې دغه هېواد د تېر په څېر مجبور وویني .
د افغان حکومت نړیوال سیاست دا وو چې څنګه کو...
19.02.2018
- آرین صافې
استرالیا یو تامیل پناه غوښتونکې د شکنجې له اندیښنو سره سره سریلانکا ته سپاري
د استرالیا حکومت د تامیل پناه غوښتونکي (شانتا روبان) سریلانکا ته د بیرته استولو امر ورکړې، سره له دې چې داسې ویره شته چې هغه ښایي سریلانکا کې شکنجه او وځورول شي.
د استرالیایي حکومت دا پریکړه باجود د دې ترسره کیږي چې د ملګرو ملتونو د شکنجې ضد یوې کمیټې دوه میاشتې وړاندې په رسمي ډول له یاد حکومته غوښتي وو چې د شانتا روبان استول دې تر هغه وځنډوي ترڅو دغه کمیټه سریلانکا کې د نوموړي د شکنجه کیدو او یا نه ک...