غزل

 



د زړه له درده ژړيدل څنګه وي؟
د يار په مينه مړيدل څنګه وي؟

چې يې په سپين مخ کې وي پاتې نښې
داسې په غاښ کې ټينګول څنګه وي

مسلمانۍ کې د شکمن غوندې شوم
په دا روژه کې داسې کړل څنګه وي

چې مازديګر وي او بيا څوګ هم نه وي
له دې نه زړه بيا صبرول څنګه وي

په ليونتوب کې د هيڅ شک نه وينم
فريده داسې ښکلول څنګه وي

فريدالله حسن زی